کور پاڼه / خبرونه / نړۍ / امریکا: دوه پولیس په ډزو وژل شوي

امریکا: دوه پولیس په ډزو وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۱۸مه ۱۳۹۵ل): د امریکا په کالیفورنیا ایالت کې دوه پولیس په ډزو وژل شوي یو بل ټپي شوی دی.

د براین رييس په نامه د پولیسو قومندان رسنیو ته ویلي چې پولیسو ته د دوه کورنیو تر منځ د جګړې د خبر رسیدو وروسته پولیس سیمي ته ورغلل او د منځګړیتوب په هڅه کې دوه تنه ووژل شوه یو ټپي شو.

نوموړي ویلي چې پولیس سیمي ته د رسیدو وروسته د ډزي کوونکي کور ته د ننوتلو پر وخت د کور مالک له لوري ووژل شول.

په وژل شویو کسانو کې یوه نارینه پولیس او بله ښځینه ده.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د تور پوستو امریکایانو سره د پولیسو د تبعیضي او عنصري چلند پر سر لاریونونه زیات شوي چې له امله یې د تور پوستو او پولیسو تر منځ کرکه زیاته شوې ده.

د یادوني وړ ده چې تېره ورځ په فلوریډا ایالت کې ۳۱ تنه غلو او دوکاندارانو یو بل سره وژلي وه.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ