نن په انځورونو کي

طالب مشر د ملي اردو عسکرو ته: تاسو مسلمانان او زمونږ وروڼه یاست

نن ټکی آسیا: په ټولنیزي شبکې فیس بوک کي د طالبانو د فیس بوکي فعالانو له لوري یوه ویډیو نشر شوی، چي په کښي یو طالب مشر او قومندان د ملي اردو د هغو درو تنو عسکرو په ویاړ را ټولي شوي غونډي ته وینا کوي چي په دې ورستیو کي ددوی سره یو ځای شوي.

نوموړی د ملي اردو عسکرو ته وايي چي تاسو زمونږ وروڼه او زمونږ د مور او پلار زامن یاست، زمونږ نه لیري نه یاست.

د غونډي په منځ کي درې میله وسله ایښودل شوی، او طالب مشر هغو ته په اشاره وایی چي ستاسو یو تن مونږ ته تر پنځه زره میله وسلې هم زیات اهمیت لري، ځکه چي دا مادي شیان دي، او پیدا کیږي، خو تاسو غوندي باهمته او باغیرته مسلمانان نه پیدا کیږي.

او زیاتوي چي چي تاسو مسلمانان یاست، مور او پلرونه مو مسلمانان دي، ولي د وخت او حالاتو له وجي یو چا بازي درکړې، او خطا کړي یاست.

دا مهمه ویډیو تاسو په لاندي پلیر کي کتلای شئ:

باید وویل شي چي طالبان وایی دوی د دعوت او ارشاد په نامه یو ځانته کمیټه لري، چی د ملي اردو، پولیسو او دولتي چارواکو سره وخت په وخت اړیکي نیسي، او هغوی د امریکایانو د ملاتړ څخه لاس اخیستلو ته هڅوي، او په دې اړ کی یو لړ مهمي بریاوي هم تر لاسه کړي دي.

دوه ورځي وړاندي د طالبانو ویاند اعلان وکړ چي د بدخشان په ولایت کي مشهور قومندان محمد عاشور د خپلو ۱۲ تنو ملګرو سره یو ځای طالبانو ته تسلیم شو، او د بهرنیانو په خلاف یې جهاد ته ملا وتړله.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x