کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / پاکستان غواړي افغانانو ته پنځه کلنه ویزه ورکړي

پاکستان غواړي افغانانو ته پنځه کلنه ویزه ورکړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۱۸مه ۱۳۹۵ل): د پاکستان مرکزي حکومت په پام کې لري چې د افغان پانګوالو، محصلینو، ناروغانو او هغه کسان چې پاکستانۍ ښځې یې واده کړي ته اوږمهاله او ژر ویزې ورکړي.

ډان نیوز پاکستانۍ ورځپاڼې د پاکستان د سرحداتو او ایالتونو وزارت (سفران) کې د یوې سرچېنې له قوله لیکلي چې دغه وزارت تازه داسې پالیسي جوړه کړې چې له مخې به یې افغانانو ته څو ډوله ویزې ورکول کیږي.

د سرچېنې له قوله د نوې پالیسۍ له مخې چې ډير ژر به د وزیرانو شورا ته وړاندې شي، حکومت به افغان محصلینو، پانګوالو او هغوی ته چې پاکستانۍ ښځې یې واده کړي دي څو ځل د ننوتلو ویزې (Multiple Entry Visa) او ناروغانو ته په تورخم کې ویزه ورکړي.

سرچېنې زیاته کړې چې سفران وزارت دغه پالیسي تر هغه وروسته جوړه کړله چې ډیری سیاسي ګوندونو لخوا ورته د دې وړاندیز وشو. دوی ویلي چې د دې پالیسۍ لنډیز به د لومړي وزیر دارالانشاء دفتر ته د محرم وروسته ولېږل شي.

د نوې پالیسۍ له مخې محصلین، پانګوال او هغوی چې پاکستانۍ مېرمنې لري به د افغان مهاجرینو د کمشنرۍ له لارې ویزې ته غوښتنلیک جمع کولای شي چې وروسته به یاد دفتر کورنیو چارو وزارت ته یاد غوښتنلیک د تصدیق لپاره لیږي.

د نوې پالیسۍ له مخې به هغه کسان چې پاکستانیو سره یې واده کړی دی پنځه کلنه ویزه به ورکول کیږي چې وروسته به هم تازه کېدلای شي.

همدا راز هغه پانګوالو ته چې تر ۵ میلیونه کلدارو یې ډیره پانګه کړې وي، ته به اوږمهاله ویزې ورکول کېږي خو ورسره به پاکستان کې مالیه هم تحویلوي.

سربېره پر دې به هغه ناروغانو ته چې د تورخم له لارې پاکستان ته داخلیږي په تورخم کې ویزه ورکول کیږي.

افغان مهاجرینو محصلینو ته به بیا د کورنیو چارو وزارت له خوا د هغوی د تحصیل د مودې لپاره ویزه ورکول کیږي.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ