په کابل کې د نواز شریف پر خلاف لاریون وشو
د پاکستان لومړی وزیر نوازشریف نن په یوه رسمي سفر پلازمېنې کابل ته راورسید.
د افغانستان او پاکستان د حکومتونو لوړپوړو ویاندویانو د دغه سفر هدف د افغان سولې او پخلاینې په اړه دوه اړخیزمذاکرات ښودلي.
نوازشریف داسفر په داسې حال کې کړی،چې د هغه د سفر او د افغانستان پروړاندې د پاکستان د دریځ خلاف همدا په پلازمېنه کابل کې لاریون روان دی .
د دغه لاریون اعلان پرون د ولسي جرګې غړي او د مخلصینو د ملي اجماع مشر عبدالجبارقهرمان د دغه اجماع له لوري کړی و.
قهرمان د لاریون هدف د دغه سفر بې ګټې والی او افغانستان سره د پاکستان د همکارۍ ناصادقانه والی ښودلی.