افغانستان

په لوګر کې د چهلتن دارالحفاظ ته ودانۍ جوړیږي

د لوګر په بره کي برک ولسوالی کې د چهلتن په نوم د هلکانو دارالحفاظ لپاره د یوې عصرې ودانۍ د جوړیدو کار نن پیل شو.

د لوګر د پوهنې رئیس ښاغلي انجینر محمداکبرستانکزي ، د دې ودانۍ د جوړیدو له امله یې د یادشوي کلي ټولو اوسیدونکو ته مبارکې وویله .

هغه زیاته کړه ، چې د دې ودانۍ په جوړیدو سره د نوموړي کلي سلګونه هلکانو ته په دیني برخه کې د زده کړې لازم خوندي چایپریال برابریږي.

دغه ودانۍ د نشه یې توکیو په وړاندې د مبارزې وزارت په مالي مرسته د ۱۰۸۷۴۷۲۹ افغانیو په لګښت په پاخه او اساسي ډول په یو پوړ کې چې د جوړونې چارې به یې هم په راتلونکو۶  میاشتو کې بشپړ شي جوړیږي چې ۸ درسي ټولګي ، ۴ اداري خونې او پنځه غرفي تشنابونه ولري.

د یادونې وړده ، چې په دغه دارالحفاظ کې د ۱۵۸ نجونو په ګډون ۳۵۸ طالب العلمان د قرآن کریم په حفظ اونورو اسلامي زده کړو کې بوخت دي او د ودانۍ د نه لرلو له امله تر اوسه پورې په کرایې کور کې خپلې زده کړې کوي. 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x