دیني، سیرت او تاریخ

خپلي ليکني اوتبصرې څنګه معیاري کړو؟

دپوهنېزي ټکنالوژی په مټه دنني تمدن ساحه ډېره پراخه شوي دښارونو نه وتلي ترکليو، بانډو غرونو او ځنګلونو پوري رسېدلي ده دخبرو اترو او تبصرو د پاڼو تعقیبول  لکه په فیسبوک، ټوېټر، نن ټکی اسیا، ټول افغان، تاند او…. کي دموضوعاتو، خبرونو اوتبصرو کتل، لوستل او بیا خپل نظر ورکول زمونږ د ځواني طبقې دعلماوو، مفکرینو، روشنفکرانو، دقلم دخاوندانو، او عموماً دځوانانو دورځني ژوند يوه ښه مشغله اونه پېلېدونکي برخه ګرزېدلي ده.

لدې پرمختللي ټکنالوژی څخه مشروعه استفاده دنورو علومو غوندي دهرچا نر اوښځي منل شوی حق دی چي کولای شي له دې لاري هم خپله پوهنه زیاته کړي او هم خپل معلومات او پوهنه له نورو لوستونکيو سره شریکه کړي. تاسوته معلومه ده چي لدې ټکنالوژي څخه داستفاده کونکیو استعدادونه یودبل په پرتله زیات توپېرونه لري.

دچا دپوهني کچه لوړه وي او پوهېږي چي څه ډول او په کومه برخه کي کولای شي له دې لاري خپل معلومات زیات کړي، همدا راز هغه لاري او چاري هم ورته جوته وي چي څه ډول کولای شي خپل معلومات، نظرونه اوتحلیلونه پداسي مثبته بڼه وړاندي کړي چي نه خو دکوم مکتب فکر، عقیدې، ګوند او شخصیت ناروا سپکه پکې وي، اونه دیوچا په پټو سترګو ملاتړ او هغه ته د تقدس مقام ورکول پکي ځای لري، هرڅه ته د تعقل، عدم تعصب او بې پرېتوب په هینداره کي ګوري  ترڅوهم خپل مینه وال زیات کړي او هم يې لوستونکو ته دپام وړ ګټه ورسېږي، هغه که خپل رقیب ته ګوزار ورکوي نو هم د سالم تنقید او مشروع استدلال په چوکاټ کي وي، اوکه له خپل درېز، ګوند، عقیدې او یوه شخصیت څخه دفاع کوي نو هم دحقیقت او اصولو په رڼا کي وي، سپکي سپوري، بدرد، لعنت ویل، ښېرا کول، تورونه لګول، په سپکو نومونو او القابو یادول وغیره يې په قاموس کي ځای نلري.

څرنګه چي ډټکنالوژي دروازه دهیچا په مخ تړلي نده داسي کسان هم پدې نړۍ وال ښارګوټي کي ترسترګو کېږي، چي دعلم او ادب ، لیک او لوست بازار ته نوي راګډ شوي وي، یايې دپوهني کچه ټېټه وي، يا اخلاقي کمزورتیا لري، مثلاً يواځي ځان ليدونکي، ځان غوښتونکی ځان خوښوونکی وي،  یا ډېر ځورېدلی وي، دژوند ناخوالو ډېر ستړی کړی وي نوره حوصله ورپاته نه وي، يا نور کورني او بهرني عوامل ورباندي واکمن وي ددې طبقې کسانو چي چېرته هم داسي څه ترسترګو شي چي دده په مزاج برابر نه وي، یايې له نظر سره توپېر لري، سمدلاسه يې وپاروي او خپل غبرګون دلیکني یا تبصرې له لاري پداسي بڼه انځور کړي چي هیڅ دین، مذهب، انساني چلند، او اخلاقي نورمونه به يې اجازه نه ورکوي.

 دا هم باید له پامه ونه غورځوو چي پداسي ځایونو کي ځېني نور خودغرضه افراد او ټولګۍ هم فعالیت کوي، چي هيڅ ډول اخلاقي او عقیدوي ارزښتونو ته درنښت نلري هغوی دمچانو غوندي له یوه ځایه بل ځای ته الوتني کوي او د خوږو ځایونو، ټپونو او پرهارونو په لټه کي وي ترڅو دمصلحینو دهڅو دشنډولو لپاره خپل میکروبونه ووېشي، دهغوی پېژندل هم تجربه، وخت او پلټنه غواړي خو لویه نښه يې دا وي چي که هرڅومره حق ورته څرګند کړل شي او په خوږه ژبه او په ځواکمن استدلال يې دپوهولو او قناعت ورکولو هڅه وشي خو نه يوازي دا چي له خپل حماقت څخه نه په شاکېږي بلکه هڅه کوي چي دپارونو هڅي ګړندۍ او کچه يې لوړه کړي ترڅو عمومي ساده ذهنیت دځان ملاتړ ته په یوه او بله بڼه چمتو کړي، دا ځکه چي هغوی خو یا خپلي مادي موخي لري چي غواړي لدې لاري يې لاسته راوړي، اویاهم له پردیو اړخونو سره په مادي، معنوي، فکري او فرهنګي لحاظ تړلي وي او ګمارل شوی وي چي دافرادو او ټولنو تر منځ د شخړو او لانجو مړو سکروټو ته لمن ووهي او دښمنانو ته داسي فرصتونه چمتو کړي چي هغوی خپل اهداف په آساني او وړیا بیه لاسته راوړي.
مونږ الحمد لله مسلمانان یو او اسلام په هېڅ مورد کي هیڅ داسي څه پټ ندي پرې اېښي چي دهغه په هکله يې څرګندي لارښووني نه وي کړي مونږ به پدې بحث کي زمونږ دګران لارښود رحمة للعالمین رسول الله صلی الله علیه وسلم چي دعالي اخلاقو یوه لوړه نمونه او دټول بشریت لپاره دژوندانه په هر ډګر کي منل شوی غوره شخصیت، معیار او دلاري مشال دی یوڅو حدیثونه وژباړو ترڅو زمونږ مسلمانان وروڼه ددې ټکنالوژي په کارولو په تېره بیا پخپلو لیکنو، نظرونو او تبصرو کي ورڅخه استفاده وکړي الله تعالی دي مونږ ته توفیق راکړي لکه څرنګه چي درېښتوني مسلماني دعوا کوو همداسي دعمل په ډګر کي داسلام رښتوني پیروان، ممثلین او سفیران جوړشو (امین)  

عن عائشة رضي الله عنها: »أنها قالت للنبي صلى الله عليه وسلم هل أتى عليك يوم كان أشد من يوم أحد؟ قال: لقد لقيت من قومك، وكان أشد ما لقيته منهم يوم العقبة، إذ عرضت نفسي على ابن عبد ياليل بن عبد كلال فلم يجبني إلى ما أردت، فانطلقت وأنا مهموم على وجهي، فلم أستفق إلا وأنا بقرن الثعالب، فرفعت رأسي وإذا أنا بسحابة قد أظلتني، فنظرت فإذا فيها جبريل عليه السلام فناداني فقال: إن الله تعالى قد سمع قول قومك لك وما ردوا عليك، وقد بعث إليك ملك الجبال لتأمره بما شئت فيهم، فناداني ملك الجبال فسلم علي ثم قال: يا محمد إن الله قد سمع قول قومك لك وأنا ملك الجبال، وقد بعثني ربي إليك لتأمرني بأمرك فما شئت؟ إن شئت أطبقت عليهم الأخشبين، فقال النبي صلى الله عليه وسلم: بل أرجو أن يخرج الله من أصلابهم من يعبد الله وحده ولا يشرك به شيئًا« متفق عليه.

عايشه رضي الله تعالی عنها روایت کوي چي ماله رسول الله صلی الله علیه  وسلم څخه پوښتنه وکړه : آیا په تا باندي داُحُد تر پېښه بله هم کومه سخته ورځ کله راغلي ده؟ هغه راته وویل: ماته ستا له قومه ډېر ځور رسېدلی دی ترټولو سخته ورځ هغه وه کله چي دعقبې په ورځ مي د عبد یالیل بن عبد کلال زوی ته خپل وړاندېزونه : پناه غوښتنه، مرسته غوښتنه او دعوت وړاندي کړ ، ځواب يې رانکړ او هغه څه يې ونه منل کوم چي ما غوښتل، بیا ما ښکته کتل او ورنه په اندېښنه او غم کي لاړم ، کله چي مي سر راهسک کړ  په قرن الثعالب کي وم ، ګورم چي په سر مې يوې اورېځي سیوری اچولی دی او جبریل علیه السلام پکي ښکاري اوماته وايي : الله تعالی  ستا دقوم خبري واورېدلې چي هغوی ځواب نه درکاوه، او دغرونو فرشته يې درته راواستوله اوس چي ته په هغوی څه کول غواړي همدا فرشته به يې وکړي، بیا په غرونو ګمارل شوي فرشتې راته سلام وکړ او راته وې ویل: اې محمده! الله تعالی ستا دقوم هغه خبري چي تاته يې کولې واورېدلې او زه دغرونو فرشته يم  الله تعالی ددې لپاره تاته راواستولم چي ته ماته دڅه حکم کول وغواړې اوزه هغه عملي کړم،  که ته غواړې زه به هغوی ددوو غرونو په منځ کي ژرنده کړم ، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: نه زه ددې تمه لرم چي الله تعالی ددوی له پُښتونو څخه داسي څوک راوباسي چي هغوی بیا دیوه الله بندګي وکړي او له هغه سره هېڅ شی شریک ونه ګرزوي.

رښتیا هم چي رسول الله صلی الله علیه وسلم دتولو کایناتو او ثقلینو لپاره یو الهي رحمت را استول شوی دی هغه په خپل ترټولو سرسخت هغه دښمن چي دده دوژلو او ورکي په لټه کي يې پرله پسې پلانونه او دسیسې جوړولې او په عین وخت کي کافران او مشرکین هم ول کله هم دا نه پېرزو کوي چي هغوی دزمکي له مخ څخه تري تم کړي او له الله تعالی څخه ددې امید لري چي دهغوی په نسل کي داسي څوک پیدا کړي چي هغوی موحدين مؤمنان وي .

که مونږ پخپل عملي واقعیت او ورځني ژوند کي ددې ذکر شوي مبارک حدیث په تله کي خپل چلند وتلو ایا مونږ له هغه چا سره لدې سترو نبوي اخلاقو، حوصلې او زغم څخه کار اخیستی دی چي هغوی زمونږ معلوم الحاله مسلمانان وروڼه دي؟  ایا مونږ دهغوی په تېروتنو سترګي پټي کړي، اوکه مو کله غبرګون ښکاره کړی ایا هغه مو دنبوي اسوې په چوکاټ کي ځای کړي دي؟ کله مو هم هغوی معذور ګڼلي او هغوی مو خپل وروڼه بللي دي؟ ځواب څرګند دی هیڅکله نه !!!!

عن أبي هريرة رضي الله عنه أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: »ليس الشديد بالصرعة، إنما الشديد الذي يملك نفسه عند الغضب« متفق عليه.

(ژباړه) له ابو هریرة رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: په غېږي اېستلو څوک زورور نشي بلل کېدلای په حقیقت کي زورور هغه څوک وي دغصې په وخت کي په ځان واکمن شي.

دا معنا چي خپله غصه غلي کړي او داسي غبرګون ونه ښيي چي له اخلاقي معیارونو او دیني لارښوونو څخه پکي سرغړونه وي.

عن ابن مسعود رضي الله عنه قال: »كأني أنظر إلى رسول الله صلى الله عليه وسلم يحكي نبيًا من الأنبياء صلوات الله وسلامهم عليهم، ضربه قومه فأدموه، وهو يمسح الدم عن وجهه ويقول: اللهم اغفر لقومي فإنهم لا يعلمون« متفق عليه.

(ژباړه) ابن مسعود رضي الله تعالی عنه وايي چي ما رسول الله ولید چي له پخوانیو نبیانو څخه يې دیوه نبي قصه کوله چي خپل قوم تر داسي اندازې وواهه چي ويني يې پې راوبهولې بیا هغه نبي پداسي حال کي چي خپلي ويني يې له مخه پاکولې دا دعا يې کوله: اې الله  ته زما قوم ته بښنه وکړې بېشکه چي دوی نه پوهېږي.

مونږ تل وینو چي زیاتره وروڼه پخپلو لیکنو کي ، دملعون ، خنزېر، لعنت دي وي پې، منافق او داسي نور کلمات دځېنو مسلمانو شخصیتونو، ډلو او مذاهبو لپاره ډېر کاروي پداسي حال کي چي زمونږ پاک دين مونږ دداسي کلماتو او ویناګانو له کارولوڅخه را ګرزوي او دبدو نومونو داېښودلو اجازه کله هم نه راکوي.

یو بل ټکی چي غواړم لږ وضاخت ورکړم هغه دا چي منافق هغه چا ته ويل کېږي چي په زړه کي په عقیدوي لحاظ کافر وي خو په شکلي ډول او ظاهري څېره ځان مسلمان ځکه ښيي چي یاخو پخپله شتمني او ژوند وېرېږي او یا هم ددې لپاره چي دمسلمانانو په لیکو کي دښمن ته چوپړ وهي، داډول منافقین په مدينه منوره کي دګوتو په شمېر کسان ول چي رسول الله صلی الله علیه وسلم او دهغه ملګرو مسلمانان ګڼل خو په پټه کي کافران ول او مسلمانانو هغه وخت په نفاق سره وپېژندل کله چي الله تعالی دوی دوحي په ذرېعه رسوا کړل، اوس که په یوچا کي دنفاق عملونه او یا دمنافقینو هغه خویونه چي قرآنکریم په ګوته کړي دي ولېدل شي نو مونږ باید هغه ته مطلق منافق نه بلکه دمنافقینو په عمل اخته شخص ووایو، څنګه چي اوس دوحي لړۍ پرې شوي ده ځکه خو په اوسني وخت کي صرف دوه ډلي پاته دي، مسلمانان او کافران، او عقیدوي منافقین وجود نلري او دزړونو په پټو یوازي الله تعالی علم لري.

قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: “ليس المؤمن بالطعان ولا اللعان ولا الفاحش ولا البذيء (ترمذي وأحمد)

(ژباړه) رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي : رښتونی مسلمان نه خو دچا عیبونه په ګوته کوي، نه لعنتونه یادوي او نه ښېراوي کوي، نه بې حياء وي او نه سپکي سپوري وایي.

قال أنس بن مالك صاحب رسول الله صلى الله عليه وسلم وخادمه عشر سنوات في المدينه:  لم يكن رسول الله صلى الله عليه وسلم سبابا ولا فحاشا ولا لعانا”.  (بخاري )

(ژباړه) آنس بن مالک رضي الله تعالی عنه چي لس کاله يې په مدینه کي درسول الله صلی الله علیه وسلم خدمت کړی دی وايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم نه خو ښکنځلي کولې، نه يې بد رد ويل او نه يې په چا لعنت ويلو اونه يې ښېرې کولې.

رسول الله صلی الله علیه وسلم چي داسلامي دولت مؤسس او لارښود وو کله يې هم نه خو ښکنځلي کړي دي، نه يې چاته ښېرې کولې، نه يې کله هم په چا لعنت ويلی، او نه يې څوک پداسي سپکو نومونو یاد کړي چي دهغوی به نه خوښېدل، دقرآنکریم په ګواهي هغه په لوړو اخلاقو پېژندل شوی شخصیت وو، هغه نه يواځي پخپله همدغه اخلاقي چلند دځان لپاره خوښ کړی وو بلکه مسلمانانو ته يې هم تل دښو اخلاقو دخپلولو توصیه کړي ده . هغه پدې باور وو چي دبدو خبرو تر شا دشیطان لاس وي او سپکي سپوري ويل دانسانانو تر منځ دکرکي او نفرت داچولو لپاره دشیطان یوه اغېزمنه وسله ده الله تعالی فرمايي:

وَقُل لِّعِبَادِي يَقُولُواْ الَّتِي هِيَ أَحْسَنُ إِنَّ الشَّيْطَانَ يَنزَغُ بَيْنَهُمْ إِنَّ الشَّيْطَانَ كَانَ لِلإِنْسَانِ عَدُوًّا مُّبِينًا (17:53)

(ژباړه) او زما بندګانو ته ووایه چي هغه څه دي وايي چي هغه غوره او ښایسته وي بېشکه چي شيطان ددوی تر منځ دښمنیوي او کرکي راپاروي ، بېشکه چي شیطان دانسان ښکاره دښمن دی

رسول الله صلی الله علیه وسلم کله هم چاته دهغه د بد چلند په وړاندي بد غبرګون نه ښي، هغه ته یو کوچي اعرابي راځي او ورته وايي: له بیت المال څخه څه مرسته راسره وکړه دا خو نه ستا او نه هم ستا دپلار شتمني ده، ددې غیر مؤدبانه چلند په وړاندي داصحابو غصه راپارېږي خو رسول الله صلی هغوی غلي کوي ترڅو دې اعرابي ته ځور ورنکړي او خپلو ملګروته وايي دهغه اړتیا ور پوره کړئ.

هغه فرمايي:

إني لم أبعث لعانا و إنما بعثت رحمة (رواه مسلم)

(ژباړه) الله تعالی زه لعنت ویونکی یا ښېرا کونکی نه يم استولی بلکه زه رحمت را استول شوی یم .

په بل حدیث شریف کي فرمايي:

إن العبد إذا لعن شيئا صعدت اللعنة إلى السماء فتغلق أبواب السماء دونها ثم تهبط إلى الأرض فتغلق أبوابها ثم تأخذ يمينا وشمالا فإذا لم تجد مساغا رجعت إلى الذي لعن فإن كان أهلا لذلك وإلا رجعت إلى قائلها  (رواه أبو داود)

(ژباړه) رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: کله چي يو څوک لعنت ووایي دا دلعنت توری اسمانونو ته پورته شي داسمانونو دروازې ورته وتړلي شي بیا زمکي ته راښکته شي او دزمکي دروازې هم ورته وتړلي شي، بیا دشمال او جنوب خواته وځغلي که چېرته لاره پیدا نکړي بیا هغه چاته راشي په چا چي ویل شوی وي که يې هغه وړ نه وي په هماغه انسان بېرته وروګرزي چاچي ویلی وي.

اسلام نه یواځي خپل اتباع په انسانانو له لعنت ویلو څخه راګرزوي بلکه زمونږ ګران پیغمبر په څارویو، مرغانو او سورلیو هم له لعنت ويلو څخه مونږ ژغوري ځکه چي لعنت ويل داسي بدمرغه توری دی چي له مسلمان سره هېڅکله هم نه ښايي:

روى زيد بن خالد الجهني قال : لعن رجل ديكا صاح عند النبي صلى الله عليه وسلم فقال النبي صلى الله عليه وسلم ( لا تلعنه فإنه يدعو إلى الصلاة). رواه أحمد

(ژباړه) زید بن خالد الجهني رضي الله تعالی عنه وايي: يوه سړي درسول الله صلی الله علیه وسلم په مخ کي په يوه چرګ چي بانګ يې وکړ لعنت ووایو، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمايل: لعنت مه پې وایه دا خلګ لمانځه ته راغواړي.

عن عمران بن الحصين رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قال: بينما رَسُول اللَّهِ صلى الله عليه وسلم في بعض أسفاره وامرأة من الأنصار على ناقة فضجرت فلعنتها فسمع ذلك رَسُول اللَّهِ صلى الله عليه وسلم فقال: (خذوا ما عليها ودعوها فإنها ملعونة) قال عمران: فكأني أراها الآن تمشي في الناس ما يعرض لها أحد. رَوَاهُ مُسْلِمٌ.

عمران بن الحصین رضي الله تعالی عنه وايي: مونږ له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په یوه سفر کي ملګري وو دانصارو یوه مېرمن په اوښه سپره وه او داوښي د سستي له وجهي هغه مېرمن ستومانه شوه او په هغې يې لعنت ووایه رسول الله صلی الله علیه وسلم واورېدل او ويې فرمايل: له دې اوښی خپل سامان واخلئ او دا خوشي کړئ ځکه چي ورباندي لعنت ويل شوی دی، عمران وايي: بیا ما لیدل چي هغه اوښه پخپله خوښه روانه وه او هېڅوک يې خواته نه ورتلل.

په مسلمان باندي خو لعنت ویل په هیڅ صورت ندی روا او په ژوندي کافر باندي ترڅو چي په کفر باندي مړ شوی نه وي هم محققین علماء وايي چي لعنت ويل ندی روا کېدای شي یو وخت مسلمان شي.

په يوه بل حدیث کي فرمايي

لعن المؤمن كقتله (مُتَّفَقٌ عَلَيْهِ)

په مسلمان باندي لعنت ويل داسي دی لکه دي هغه وژل.

عن ابن عمر أنه  سمع النبي صلى الله عليه وسلم إذا رفع رأسه من الركوع في الركعة الأخيرة من الفجر يقول: اللهم العن فلانًا وفلانًا وفلانًا بعد ما يقول سمع الله لمن حمده، ربنا ولك الحمد، فأنزل الله تعالى:  لَيْسَ لَكَ مِنَ الأَمْرِ (أحمد والبخاري)

(ژباړه) عبد الله بن عمر رضي الله تعالی عنهما وايي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم چي به کله دسهار دلمانځه ددوهم رکعت له رکوع څخه سر را وچت کړ له سمع الله لمن حمده، ربنا ولك الحمد وروسته به يې دا ویل: اې الله په فلاني او فلاني او فلاني دي ستا لعنت وي بیا الله تعالی دا آیت نازل کړ او هغه يې له لعنت ویلوڅخه منع کړ { لَيْسَ لَكَ مِنَ الْأَمْرِ شَيْءٌ أَوْ يَتُوبَ عَلَيْهِمْ أَوْ يُعَذِّبَهُمْ فَإِنَّهُمْ ظَالِمُونَ * وَلِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ يَغْفِرُ لِمَنْ يَشَاءُ وَيُعَذِّبُ مَنْ يَشَاءُ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ } (128 – 129)

(ژباړه) دا ستا کار ندی (داخو دالله تعالی په واک کي ده چي) دهغوی توبه قبوله کړي او یا عذاب ورته ورکړي ځکه چي دوی ظالمان دي، داسمانونو او زمکي واک یواځي له الله تعالی سره دی چي چاته يې خوښه شي بښنه کوي او چي چاته يې خوښه شي عذاب ورکوي او الله تعالی بښونکی او مهربان دی.

تشریح:  ستادنده خو داده چي هغوی سمي لاري ته راوبولې نور دا دالله تعالی کار دی چي هغوی سمي لاري ته راولي او که يې بېلاري کوي، هغوی دتوبې لورته سوق کوي، او که يې په کفر باندي ټېنګوي، دا هم د هغه واک دی چي هغوی ته له توبې اېستلو وروسته بښنه کوي او که عذاب ورکوي دا دیوه مصلح او داعي مکلفیت اودنده نده چي په کافرانو او یا خپلو رقیبانو لعنت ووايې .

ډېر دخواشیني خبره ده چي لعنت ويل زمونږ دورځنۍ محاورې يوه برخه ګرزېدلی ده، بر پدر يې لعنت، دا ملعون، لعنتي، تو لعنت او داسي نور کلمات چي کارول يې بې شبهې ناروا او خطرناکه ګناه ده، مونږ باید خپلو خبرو، څرګندونو او لیکنو ته متوجه واوسو، که هرڅومره زمونږ یو مسلمان ورور تېر وتی وي او يا دغټ جرم مرتکب شوی وي باید دلعنت توری ورته ونه کاروو.

مونز تل او په هرځای کي باید ښه خویونه او غوره اخلاقي او انساني چلند خپل کړو، په بد اخلاقي، بې حيايي ، سپکو ورکو، بدرد ویلو، لعنت ويلو کي باید له چا سره سیالۍ ونکړو، په خپل غوره اخلاقي چلند سره نور خلګ هم ښه چلند خپلولو ته اړ کړو، په سلوک، خبرو، ليکنو او تبصرو کي تل باید اخلاقي نورمونونه دنورو درناوی، احترام، په ښونومونو یادول له پامه ونه غورزوو، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

مَا مِنْ شَيْءٍ أَثْقَلُ فِي الْمِيزَانِ مِنْ خُلُقٍ حَسَنٍ (ابوداود)

دقیامت په ورځ به په تله کي تر ښه خوی دروند بل څه نه وي.

إِنَّ الْمُؤْمِنَ لَيُدْرِكُ بِحُسْنِ خُلُقِهِ دَرَجَةَ الصَّائِمِ الْقَائِمِ (ابوداود)

مسلمان په ښه خوی سره دروژه لرونکي او دشپې لخوا دعبادت کونکي غوره مقام خپلولای شي.

إِنَّ الْعَبْدَ لَيَبْلُغُ بِحُسْنِ خُلُقِهِ عَظِيمَ دَرَجَاتِ الآخِرَةِ وَشَرَفَ الْمَنَازِلِ وَإِنَّهُ لَضَعِيفٌ فِي الْعِبَادَةِ (الطبرانی)

بنده کېدای شي چي په عبادت کولو کي کمزوری وي خو په خپلو ښو خویونو سره داخرت لوړي درجې او عزتمن مقامونه لاسته راوړلای شي.

أَكْمَلُ الْمُؤْمِنِينَ إِيمَانًا أَحْسَنُهُمْ خُلُقًا (الترمذي)

په مسلمانانو کي دبشپړ ایمان لرونکی هغه څوک دی چي ترنورو يې خويونه ښه وي.

ددې مقال په پای کي په لنډو کي دتاسي  پام يوڅو مهمو ټکو ته را اړوم:

1-    دلعنت دتوري کارول حرام او ناروا دی په هیچا لعنت مه واياست  

2-    کله هم په خپلو لیکنوکي سپکي سپوري او ښکنځلي مه ليکئ

3-    هیڅ مسلمان فرد او ډله په بدو نومونو مه یادوئ

4-    ليکنه پداسي وخت کي مه لیکئ او مه يې خپروئ چي اعصاب مو نورمال نه وي او یا دغصې په حالت کي یاست.

5-    دچا په هکله چي لیکنه کوئ داخلاقو او استدلال په چوکاټ کي دهغه دضعف هغه نقاط جوته کوئ چي اجتماعي ضررونه په غېږ کي لري.

6-    دچا دشخصي ژوند نېمګړتیاوي مه سپړئ الله تعالی ستار دی پرده او پرده ساتونکي خوښوي.

7-    دمشرانو درناوی کوئ، دکشرانو علمي کچه په پام کي نیسئ که یو څوک سپکي سپوري درته ولیکي معذور يې ګڼئ تاسي سپکي سپوري مه لیکئ ځکه له هر لوښي هغه څه تويېږي چي پکې وي.

8-    دښو اخلاقو او غوره قلم يوه داسي مثالي بېلګه جوړ شئ چي مقابل لوری هم غوره چلند ته اړ کړئ.

9-    که غواړئ چي يو څوک مو درناوی وکړي او یا مو وستايي له ځانونو يې پیل کړئ دنورو درناوی وکړئ او هغوی وستايئ .

10-    که د دا ډول غوره اخلاقي سلوک وړتیا په ځان کي نه وېنئ هېڅ مه لیکئ یوازي هغه ليکني لولئ چي ستاسي دنیوي او اخروي ژوند سازولی شي.

11-    تل دبل مسلمان ورور لپاره هغه څه خوښوئ چي ځان ته يې خوښوئ او چي کوم چلند دځان لپاره نه خوښوئ هغه دبل مسلمان ورور لپاره هم مه خوښوئ.

12-    تل له پاروونکیو، دمسلمانانو تر منځ له کرکي او نفرت اچونکیو څرګندونو او ليکنو څخه ځان ساتئ دمسلمانانو پیوستون او یووالی دخپل ژوند ارزښتمن هدف وټاکئ پدې ډول اخلاقي سلوک الله تعالی او دهغه رسول (ص) ډېر خوشاله کېږي او ښې او ګټوري پایلي لري.

په پای دا نبوي مبارک حدیث دخپل ورځني چلند یو ثابت اصل وګرزوئ:

((من كان يؤمن بالله واليوم الآخر فليقل خيراً أو ليصمت)) متفق علیه

که یوڅوک په الله تعالی او دآخرت په ورځ ايمان لري نو یاخو دي ښه خبره کوي او یادي چُوپ پاته کېږي.

اې الله مونږ ستا دلاري لارویان، ستا دنبي رښتوني امتیان، صادق مسلمانان او نېکان وګرزوې

والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته .

ابو خلیل قدوسي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x