کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / د تخار والي: حکومت د کندز د بې ځایه شویو کورنیو سره مرسته نه ده کړې

د تخار والي: حکومت د کندز د بې ځایه شویو کورنیو سره مرسته نه ده کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۱۹مه ۱۳۹۵ل): د کندز په ښار کې دننه جګړه اتمي ورځي ته غځېدلې او ورسره ددغه ولایت د ولسي وګړو ستونزي ورځ تر بلي په ډیرېدو دي.

د کندز ولایت څخه د بې ځایه شویو کورنیو په اړه ویل کیږی چې یوازي په تخار ولایت کې د تر پنځوس زره کورنۍ ځای پر ځای شوي دي.

د تخار والي محمد یاسین ضیا رسنیو ته ویلي چې تر اوسه د بې ځایه شویو کورنیو سره د حکومت له لوري د خیمو او جامو مرستي نه دي شوي.

نوموړي اندېښنه څرګنده کړې چې حکومت ته په کار دی چې عاجل اقدام وکړي او دغه کورنیو سره عاجلي مرستي وکړي کنه د سړې هوا له امله به سپين ږیري او ماشومان د مرګ له خطر سره مخ شي.

نوموړي ویلي چې دوی خپل د امکاناتو تر حده کومک کړی، درې ښونځی او یو کمپ یې دغه بې ځایه شویو کورنیو ته جوړ کړی، ولایتي حکومت نور وس نه لري چې په دغه سي لوی شمېر بې ځایه شویو خلکو سره مرسته وکړي.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ