افغانستان

کابل: سلګونو تنو په برېښنايي تذکرو کې د اسلام او افغان کلمو د زياتولو په پلوۍ لاريون وکړ

larunپه دې وروستيو کې مشرانو جرګې د نفوسو د احوال د ثبت قانون له تاييدولو سره سم پرېکړه وکړه، چې په برېښنايي تذکروکې؛ تخلص، دين او افغان کلمې ونه ليکل شي. نن سلګونو تنو د يادې پرېکړې پر ضد د کابل ښار له بريکوټ څلور لارې څخه لاريون پيل او د ملي شورا ودانۍ مخې ته را ټول شول. ياد لاريون د افغانستان د ملي تحريک له خوا ترسره شو او هغوى په الکترونيکي تذکروکې د يادو کلمو نه درجول د اسلامي او افغاني هويت خلاف کار وباله. لاریون کوونکو ګوتڅنډنه وکړه چې که په تذکرو کې د افغان او ملت نو بیرته پر ځای نشو نو خپلو لاریونونه به نورو ولایتو ته هم وغځوي

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x