کور پاڼه / مقـــــالی او تبصرې / امریکایان د بې ګناه افغانانو قاتلان دي !!!

امریکایان د بې ګناه افغانانو قاتلان دي !!!

لیکوال : قاضي اسدالله عزت

نن سهار له نهو بجود مازدیګر تر څلورو بجو له بېلابېلو تصويري او غږيزو رسنيو څخه راته ټلېفونونه کېدل ،چې په سیاسي بحث کې ورسره ګډون وکړم او د خبرو په پیل کې به یې ویل،چې  د بحث موضوع مو ده ( په افغانستان کې د امریکایانو د جګړې له پیل څخه پنځلس کاله تیریږي خولا تر اوسه هم ورځ تربلې د اور سکروټي په تازه کېدو دياو ورځ تر بلې ښارونوته جګړه نږدې کیږي، حتا ځیني ولایتونه دسقوط په حال کې دي) دا چې په سفر کې وم نو؛ځکه خو مې  له یوې رسنۍ سره هم په بحث کې د ګډون ژمنهونه کړه؛مګر د دې خپرونې د ليدو او تعقیب هيله مې په زړه کې وه، ښايي علت به يې هم اړينوالی وو مانا دا چې موضوع را ته ډېره مهمه او د مباحثې وړ ښکاره شوه،نو د همدې هیلې د ترسراوي له پاره مې ځان خپلې مېنې ته په بيړه را ورساوه له ستړیاوو سره سره مې په لپټاپ کمپيوتر کې د ټي وي کارډ په نصبولو تلوېزون چالان کړ، سمدلاسه مې د امريکا او امريکايانو کلمې تر غوږ شوې، دا نو هماغه خپرونه وه،چې ما يې د ليدو هيله درلوده، درې کسه مېلمانه له يوه کوربه سره پر همدې موضوع ښه ګرم ول. په مېلمنو کې يو د کندهار دخلکو استازی اوپه ولسي جرګه کې د دفاعي کمېسیون غړی خالد پښتون وو.

خالد پښتون په خپلو بې منطقو او بې ترتیبو خبرو کې وویل:چې له امریکایانوسره په ګډو مجلسونو کې موږ(د ولسي جرګې د دفاعي کمېسیون رییس او غړو)له امریکایانو څخه دافغانستان د جګړې د اوږدېدو په اړه پوښتنه وکړه، امریکا یانو ځواب داوه،چې جګړه موږ خپله اوږده کړې ده او غواړو چې په تدریجي ډول سره طالبان له منځه یوسو.

پښتون دخپلو خبرو په دوام کې داسې موضوعاتو ته هم اشاره کوله،چې د امریکا یانو جنایتونه یې تثبيتول؛خو بدبختانه ،چې خالد پښتون هم دامریکایانو له جنایتونو څخه پرده پورته کوله اوهم یې بیرته دفاع ترې کوله ،چې د یو افغان په توګه یې دخارجیانو پر ډېرو جنایتونو باندې سترګې پټولې او په وار وار یې دفاع ترې کوله.

زه غواړم ،چې دهمدې بحث پرموضوع لږ تم شم ،ترڅو ګران هېواد وال اوپه ځانګړې توګه خپلواک سیاسیون ښه وپوهیږي،چې په افغانستان کې جګړه له کومه وخته دکومو اهدافو او دچا دګټو لپاره روانه ده او پای به یې څه وي.

۱ـد سپټمبر د یولسمې نېټې  د پېښي په اړه به فقط دومره ووایم ،چې د سپټمبر پېښه  افغانستان ته د امریکایانو د راتګ  لپاره  یوه جوړه شوې  ډرامه وه،چې پکې افغانانوهیڅ لاس نه درلود او له حقوقي اړخه امریکایانو هیڅ حق نه درلود،چې په افغانستان باندي برید وکړي،که ورباندي زیات بحث کوم نو لیکنه ډېره اوږدېږي،په بله لیکنه کې به ورباندي تفصلي بحث ولرم.

۲ـ په افغانستان کې دجګړې د دوام لپاره د امریکایانو لومړنی پلان دا وو،چې د بعضو مغرضو او پردي پالو په اشاره یې له پښتون مېشتو سیموڅخه (د ډې ډې آر)پروسې تر نامه لاندې وسلې ټولې کړې ،ترڅو ددې اکثریت قوم لاس او پښې وتړي ،چې دهمدې کار په کولو سره داکثره افغانانو په کوروکې د کورساتني چره يیز ټوپک هم پاتي نشو.

پوښتنه دلته پیدا کیږي ،چې جګړه چا پیل کړه ؟ اوپه کومه وسله یې پيل کړه ؟او د څه لپاره یې پيل کړه ؟.

زما په اند، چې د هر خپلواک سیاسي شنونکي دنده ده ،چې خپل ملت ته رښتینی وضاحت ورکړي او مثبت لوري ته یې سوق کړي.

۳ـ فساد ځکه یادوم ،چې مستقیم یې پرجګړه باندي تاثر شته. امریکایانو،چې کومي پیسې له ځان سره راوړې؛نو په خپلو قرارګاوو کې یې له ځان سره کېښودلې او دخپلې خوښې کسانو سره یې قرار دادونه پیل کړل او هغه څه یې جوړ کړل ،چې ددوی خوښه وه نه د افغانانو ضرورت .

۴ـ همدغو ښکېلاکګرو یوازې د اکثریت پښتون قوم پر کور و کاله باندې شپني خپل سري عملیات پیل کړل. هيڅ داسې بې عزتي پاتې نشوه ،چې امریکایانو ونه کړه ،چې جګړې ته دافغانانو دهڅولو لپاره د دوی په اند غوره لاره وه.

۵ـ د طالبانو د مهال خالي صلاح پرکور ناست قومندانان،قومي مشران او بې ګناه افغانان شهیدانول او بنديانول د جګړې د تودېدو لوړ مهارت وو د امریکایانو لپاره .

۶ـ په سولې شورا کې دداسې کسانو ګمارنه ،چې دهغوی ځانګړې غوښتنه  پر طالبانو باندې دغټو بمونو غورځول وه ؛دې کار داسې انګېزه ورکوله چې افغانان اوږده جګړه په مخکې لري ،چې د سونګ توکې بې موږ خپله یو.

۷ـ پاکستان ته دافغاني سولې تر نوم لاندي امتیاز ورکول په دې معنی وو ،چې یوازې دا ،چې امریکا په افغانستان کې د اوسنۍ جګړې رهبري په غاړه لري ؛بلکې دا یې راته ثابته کړه ،چې موږ د روس په مقابل کې جهاد د امریکا د قوت او زموږ د تلپاتې دوښمن پاکستان د ژوغورني لپاره کړی دی.

۸ـ په لومړیو ورځوکې د امریکایانو اعلان،چې موږ د ځمکې پرسر دوه اینچه څېز لیدلی شو،مګر وروسته بیا پر ودونو،جنازو،روغتونونو، دملي اردو او ملي پولیسو پر پولستو باندي بمبار کول په دې معنی دي ،چې زموږ لپاره په جګړه کې دپرمختګ تمه هیڅ شتون نلرې .

۹ـ د ملي اردو،ملي پولیسو،ملي امنیت او طالبانو په لاس کې یو ما ډل وسله،مرمۍ ضد ټانکونه ،رنجرموټر د ولایت په منځ کې د څلور لارې له منار سره دشپې له مخې د طالبانو سیلفي انځورونه او سهار دکمانډویانو سیلفي انځورونه دا را ښیې ،چې افغانان به تر هغه وخته  د جګړې دسونګ توکي وي کوم وخت چې امریکا له افغانستان څخه چین چلنج اوپر ایران او رویسه باندي برید وکړي.

۱۰ـ دافغان حکومت دا کړني ،چې قاتل ته قهرمان ،جاسوس ته ډپلوماټ ،غله ته زړور او بې ګناه ته ګنهګار وایې.
او ددې ترڅنګ وزارتونه ،سفارتونه ،معاونیتونه ،ولایتونه ،ریاستونه ،امریتونه،ولسوالۍ او حتی دمعلمي بست ځانګړي نرخونه لري؛ نو داسې جوتیږي ،چې هیڅ یو بست په تعلیم او پوهه لاسته نه رسیږي.

د رئيس جمهور ځیني مشاورین یا د ویاند مرستیالان داسې کسان دي ګمارل شوي دي ،چې د خپلې دندې مطابق  یوه ورځ کاري تجروبه نلرې اوهغه کسان،چې د نوموړي په کمپاین کې یې زیاتي پيسې مصرف کړي دي هغه ترټولو ارشد مشاورین دي.

د دولت پورته کړنوته په کتو سره او زموږ پټه خوله پاته کیدل افغانانو ته د ډاکتر عبدالله هغه لقب ،چې د ټاکنو د کړکېچ  پرمهال یې راکړی وه(پسونه) رسمیت رابښي.

یادونه !

له خالد پښتون سره کومه شخصي ستونزه نلرم اونه هم د نوموړي په اړه زیات معلومات لرم ،چې څومره زده کړې لري،د کوم حزب غړی دی اومخکې له وکالت څخه چیرته استوګن وه،خو د یو افغان په صفت دا هیله ترې کوم ،چې د نورو افغانانو قرباني دي  پرېږدي یوازې د هغو خلکو قرباني دي وریاده کړې کومو،چې نوموړي ته رایه ورکړې ده ،هغه بمبارۍ دي وریاده کړي ،چې په کندهار کې پر ودونو باندي وشوې اوهغه پېښه دي وریاده کړي ،چې یو امریکایا یې سرتیري ۱۷ تنه بې ګناه کندهاریان په یوه شپه  په شهادت ورسول.

خالد پښتون مې د لومړي ځل لپاره د ټلوېزیون پرسکرین په ولسي جرګه کې د شخړې پرمهال ولید ،چې کله په ولسي جرګه کې یو تعداد پردي پالو غوښتنه درلوده،چې دپوهنتون کلمه دې په دا نشګاه باندي بدله شي،چې دا خبره دیو شمیرنورو افغان پالو وکیلانو له کلک غبرګون سره مخ شوه؛ خو خالد پښتون دخوست ولایت له یوتن وکیل سره شخړه وکړه اوزیاته یې کړه ،چې موږ د دانشګاه له نوم سره کومه  ستونزه نلرو او دپوهنتون پرځای دې دا نشګاه ولیکل شي.

۱۳۹۵/۷/۱۷


یادونه: په نن ټکی اسیا کې خپرې شوي لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه
د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ