کور پاڼه / ټولنیزه برخه / د انتوني را بینز یو ویشت انرژي زېږونکې جملې

د انتوني را بینز یو ویشت انرژي زېږونکې جملې

ژباړن : عطا محمد میاخېل

دا متن د انتوني رابینز مؤسسې له خوا ستاسو د بریالیتوب له پاره را لېږل شوی دی او تر اوسه لس ځلې ټولې نړۍ ته استول شوی دی . دا پیغام له ځان سره وساتئ .

۱ ـــ له خلکو سره له هغه څه څخه ډېره مرسته وکړئ، کوم چې دوی یې تمه لري او دا کار په ډېرې خوښۍ او خوشالۍ سره ترسره کړئ .

۲ ـــ له هغه نر یا ښځې سره واده وکړئ، چې له هغې یا هغه سره خبرې کول مو خوښېږي. کله چې زړېږئ، د نورو مهارتونو په څېر د خبرو اترو مهارت هم مهم کېږي .

۳ ـــ هر څه چې اورئ باور مه پرې کوئ؛ هر څه چې لرئ، ټول مه لګوئ او هماغومره چې غواړئ مه ویده کېږئ .

۴ ـــ کله چې وایئ :  مینه درسره لرم، باید موخه مو همدا وي .

۵ ـــ کله چې وایئ : خواشینی یم . د مقابل لوري سترګو ته وګورئ .

۶ ـــ مخکې تر دې چې واده وکړئ، لږ تر لږه د شپږ میاشتو له پاره کوژده پاتې شئ .

۷ ـــ په مینه باندې په لومړي لید سره باور ولرئ .

۸ ـــ هېڅکله د چا په خوبونو باندې ملنډې مه وهئ . هغه کسان چې خوبونه نه لري، هېڅ نه لري .

۹ ـــ په ژوره توګه او په احساس سره مینه وکړئ . ښایي زیان ووینئ، مګر دا یوازینۍ لاره ده، چې کولای شئ، په بشپړه توګه ژوند وکړئ .

۱۰ ـــ په اختلافاتو کې په عادلانه توګه وجنګېږئ او د هیچا نوم مه اخلئ .

۱۱ ـــ خلکو ته د هغوی د خپلو خپلوانو له لارې لارښوونه وکړئ .

۱۲ ـــ په آرامه توګه خبرې وکړئ او چټک فکر وکړئ .

۱۳ ـــ کله چې  له تاسو څخه څوک پوښتنه کوي، نه غواړئ، چې ځواب یې ورکړئ، موسکي شئ او ووایئ، ولې غواړې په دې باندې پوه شې ؟

۱۴ په یاد ولرئ، چې ستره مینه او ستره بریا د ستر خطر سبب دي .

۱۵ ـــ کله چې څوک پرنجی کوي، نو تاسو ورته ووایاست چې روغتیا دې وي .

۱۶ ـــ کله چې کوم څه له لاسه ورکوئ، له هغه څخه درس اخیستل له لاسه مه ورکوئ .

۱۷ ـــ دا درې ټکي په یاد ولرئ : خپل ځان ته درنښت، نورو ته درنښت او د خپلو ټولو کارونو مسؤولیت منل .

۱۸ـــ اجازه مه ورکوئ، چې یو کوچنی اختلاف مو سترې دوستۍ او ملګرتیا ته زیان ورسوي .

۱۹ ـــ کله مو چې پام کېږي، تېروتنه مو کړې ده، نو د سمون له پاره یې ژر تر ژره اقدام وکړئ .

۲۰ ـــ کله چې ټیلیفون پورته کوئ، نو موسکا وکړئ، چا چې ټیلیفون کړی، هغه به یې ستاسو په غږ کې واوري .

۲۱ ـــ خپل یوازې توب ته وخت ځانګړی کړئ .


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ