افغانستان

ډاکتر عبد الله: ټول افغانان د امنيتي تړون پلویان دي

د شمال ټلوالي مهم غړی او د ولسمشرۍ کانديد ډاکتر عبدالله عبدالله د روان نومبر میاشتې په ۲۶ نیټه له سي ان ان تلویزوني شبکې سره په خپلو خبرو کې وويل چې د افغانستان او امريکا تر منځ د امنيتي تړون لاسليک ولسمشر کرزي د شخصي ګټو او موخو په خاطر ځڼدولى دى. عبدالله سي ان ان ته وويل د افغانستان ټول ولس ددغه تړون غوښتونکى دى او افغانان له امريکايي سرتيرو پرته افغانستان نه غواړي، او بايد امريکايي ځواکونه په افغانستان کې پاتې شي او دلیل يې دا و چې دا تېر دریالس کاله موږ سره امریکایانو ډېره مرسته کړې او باید نوره هم دغه دوستي دوام وکړي.

ښاغلي عبدالله ولسمشر کرزي په دې تورن کړ چې له خپل ولسه لرې دی او نه دی خبر  چې افغان ولس د دې تړون ملاتړی دی. د یادونې وړ ده  چې حامد کرزي ويلي، تر چې د افغانانو پر کورونو چاپې او د افغانانو وژل روان وي؛ امنيتي تړون به امضا نه کړي. باید و ويل شي چې ډاکتر عبدالله  سره له خپلو ملګرو د خپل منځي جګړو د اصلي عاملینو څخه شمېرل کيږي او ولسي محبوبیت يې ټولو افغانانو ته څرګند دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x