افغانستان

ننګرهار کي د بهرنیانو بې پلوټه الوتکه غورځېدلې

نن ټکی آسیا: نن د شنبې په ورځ ( 30-11-2013) د ننګرهار ولایت د چپرهار په ولسوالۍ کي د بهرنیو ځواکونو یوه بې پلوټه الوتکه غورځېدلی.

د چپرهار ولسوالۍ ولسوال حاجي محمد صادق دولتزي رسنیو ته د پيښي تصدیق کړی، او زیاته کړې چي الوتکه د تخنیکو عوارضو له کبله را غورځېدلې.

 

باید وویل شي چي امریکا د بی پلوټه الوتکو څخه د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کي استخباراتي استفاده کوي، او هم باندي د افغانانو او پښتنو کورونه بمباروي.

د طالبانو ویاند ویلي چي دا الوتکه ددوی مجاهدینو په ډزو ویشتلې، او را غورځولې ده.
او زیاته کړې چي دوی دغه الوتکه د جمعې مبارکې په تیري ورځي د چپرهار په ولسوالۍ کي را غورځولې وه.

او په عین وخت کي په دغه ولسوالۍ کي طالبانو نور عملیات هم کړی چي له امله یې یو شمېر بهرني عسکر مړه او ټپیان شوي دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x