کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / معصوم ستانکزي د کندز پر سقوط بخښنه وغوښته

معصوم ستانکزي د کندز پر سقوط بخښنه وغوښته

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۱۹مه ۱۳۹۵ل): د ملي امنیت عمومي رئیس معصوم ستانکزي نن د مشرانو جرګې دفاعي چارو کميټې ته د وینا پر مهال د کندز دخلکو څخه بخښنه وغوښته.

نوموړي وویل چې د کندز د سقوط د مخنیوي په خاطر مونږ هغه څه ونه کړای شوه څه چې په کار وه.

ستانکزی نن د افغانستان د مشرانو جرګې دفاعي چارو کميټې له لوري د کورنیو او دفاع وزیر په شمول ور غوښتل شوی وو او د کندز د سقوط په اړه ددوی څخه د توضیحاتو غوښتنه وشوه.

د امنیتي ادارو درې مشرانو خپل خپل نظرونه وړاندي کړه او جګړه یې پر افغانستان تپل شوې وبلل چې ریښې یې له هیواده بهر دي.

معصوم ستانکزي وویل: مونږ د کندز د خلکو څخه بخښنه غواړو، مونږ ټولي ادارې باید بخښنه وغواړو، ځکه چې مونږ د طالبانو د بریدونو د مخنیوي په خاطر هغه څه نه دي کړی کوم چې په کار وه، مګر اوس مونږ د جګړې په وروستي پړاو کې یو.

نوموړي دفاعي کمیټې ته وویل چې د رسنیو څخه لیري به هغه لاملونه هم ورسره شریک کړي چې ولي په دې وروستیو کې د هیواد په بیلا بیلو برخو کې جګړې توندي شوي دي.

بل خوا د دفاع وزیر عبدالله حبیبی وویل چې د دولت مخالف وسلوال په افغانستان کې دننه د خوندي ځای په لټه کې دي.

نوموړی اندیښنه وښودله چې دا به ددوی وروستی هڅه نه وي، بلکي ددې تر مخه هم دولتي ځواکونو مکرره ماتې ورکړې خو دوی بیا بیا راګرځي.

باید وویل شي چې نن اتمه ورځ هم په کندز کې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ جګړه روانه وه.

د کورنیو چارو وزیر دفاعي کمیټې ته وویل، چې د جګړې اوږدوالي وجه داده چې دوی په کندز کې کور په کور عملیات کوي او هڅه کوي چې د ملکي تلفاتو مخنیوی وکړي.

بل خوا طالبان وايي چې دوی اوس هم په کندز ښار کې پر ځینو مرکزي سیمو واکمن دي او توانیدلي چې د دولتي ځواکونو قواوي پر شا وتمبوي.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ