کور پاڼه / خبرونه / نړۍ / پاکستان : د محرم په نهم او لسم به تلیفوني شبکې کار نه کوي

پاکستان : د محرم په نهم او لسم به تلیفوني شبکې کار نه کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۱۹مه ۱۳۹۵ل): د پاکستان د کورنیو چار وزارت پرېکړه کړې چي د دې هیواد په ۵۲ ښارونو کي به د موبایل شبکې د امنیت د خوندیتوب په موخه د سه شنبې او چهارشنبې په ورځو کي بندي وي.

سه شنبه د محرم نهمه او چهارشنبه د محرم لسمه ورځ ده، په دې ورځ شیعه وګړي ماتمي جلوسونه را باسي او ځانونه وهي.

د شعیه مذهبو په ماتمي جلسونو اکثره وخت د پاکستان د وسلوالو شیعه ضد تنظیمونو له لوري مرګوني حملې کیږي، د دې هیواد حکومت تېرو خونړیو پېښو ته په کتو سره له تېرو دریو کلونو راهسي هر کال د محرم په لسمه ورځ د موبایل تلیفون شبکې بندوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د مبایل شبکو له بندولو سره – سره په هیواد کي پراخ امنیتي تدابیر نیولي دي، نن ماښام په اسلام اباد کي هم بیړني حالات اعلان شول، تر دې مخکي د محرم له لومړی نېټې څخه په اکثرو نورو ښارونو کي بېړني حالات اعلان شوي وو.

د محرم په لسمه ورځ د رسول الله صلی الله علیه وسـلم د لمسي، د حضرت علي کرم الله وجه او حضرت بي بي فاطمې رضي الله تعالی عنها زوی حضرت حسین رضي الله تعالی عنه د عراق د کربلا په سیمه کي په شهادت رسیدلی، شیعه مذهبه دا ورځ له همدې امله په ویر او ماتم لمانځي.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ