غمجنه بوډۍ – لنډه كيسه

old_women_AFGHANليكوال : محمدهارون فيضي – ۱۳۹۰-۴-۱۸
د دفتر څخه  كور ته ولاړم، د مور په خوني كې كښېناستم ،چاي مې واچولې ،لا مې څښلي نه وې، مور مې  چې زما مخي ته ناسته وه ، كښته يې كتل  او پر  پر غالي يې لاس تېراوه ، په مات زړه يې راته وويل ((خبر سوې ؟ ))
(( يه  څه خبره ده ؟))
((  ا .  ببو خو يې بيا له كوره ايستلې ده ))
((چا؟ ))
(( هغه جنت ګل  ځوانيمرګ، اول يې ښه وهلې ده او بيا يې له كوره ايستلې ده  ))
(( نو اوس چيري ده ؟))
((د خپلي بنزي  په كور كې ده  ))
***
څو ورځي وروسته ،كله چې كور ته ولاړم، د تل په څېر د مور خوني ته  د سلام ادا كولو لپاره ورغلم كښېناستم، مور مې بيا راته وويل .
(( نن مې  ببو وليده )۰
((چيري ؟))
((زما د خورزې واده  و  ورغلې ومه  او ببو مې هم وليده، په بد حالت كې وه ))
(( راوستلې به دې واي))
(( هو حتما يې راولمه . ))
(( دا سپين سرې بوډۍ پدې آخر عمر كې داسي ….))

د ببو دوه زامن او شپږ لوړني دي، مشر زوي يې په عصبي ناروغي اخته سوى و او په پنځوس كلني كې ومړ، كشر زوي يې سردار محمد،  هم په  مهاجرت كې  په ورته ناروغي اخته سوى وو، او د كار كولو توان يې له لاسه وركړي دي .د سردار محمد مشر زوي  ، چې د ببو نازولي لمسي دي، او هرڅه يې تر ده قربانول ، د ببو درو  لوړنو د خارج  څخه   د دې  سره  د پيسو مرسته كوله،  او ببو به د پيسو ټول اختيار دروېش ته وركړي و،ځكه مشر او نازولي لمسي يې و، ببو به تل دوستانو ته ويل (( جنت ګل  مې هوشيار،لايقه ،با ادبه او  نازدانه لمسي دي، ټوله ورځ خپل درسونه وايي په څو كورسو كې يې ځان شامل كړي دي ،نام خدا ښه اشتها هم لري))

جنت ګل  درې كاله پر لپسي د كانكور په آزموينه كې ناكامه پاتې سوي و.

چې وروسته يې په يوه خصوصي پوهنتون كې ځانته يو ځآي پيدا كړ.

ببو چې د خپلو لوړنو د مرسته سويو پيسو څخه، اته زره ډالره ټولي كړي وې ،د دروېش په واك يې وركړي وې،او د يوه سوداګر سره وې يو څه ګټه به يې هم دوي ته وركوله ، ببو به د خپل او ناروغ زوي لپاره پرې پرهېزانه برابروله ، ،زوي يې چې د چا سره خبري نه كولې ،كه به يې ډوډي ورته كښېښوله خوړل به يې كه نه نو ..، خو ببو د ډاكټرانو په وينا ، غوښتل چې د ځان او زوي د خوړلو  لپاره پرهېزانه اوكله كله  مېوه برابره كړي ،نو جنت ګل  ته يې  د تل په څېر وويل. ((زويه  يو څه پيسې راكړه په كار مې دي ))
(( پيسې نسته څه يې په كوې ؟))
(( زويه لږ غوښي راوړم ،زه او پلاردې بل ښي نسو خوړلاي))
(( نسته زما څخه پيسې نسته ))
((ولي د  هغو پيسو گټه  دې څه كړله ؟))
(( هغه اوس ستا ندي ))

(( مه كوه زويه داسي مه وايه، ستادي ،خو يو څو روپي راكړه ،سودا راغواړم ))
(( ځه ځه ))

جنت ګل  له كوره ووت، د ببو زړه چې د درد او غم څخه، ډګ سوي و، نو ښكنځل او ښراوي يې پيل كړې او خپل زړه يې تش كړ. دې حال ډېر وخت دوام وكړ.

جنت ګل  به كله كله د خپلي كشري عمه سره د خپل واده په اړه خبري كولې  چې پلانكى غواړمه او يا پلانكى غواړمه، خو دوستانو يې د ده د بدچلند او ظالمانه كړنو څخه خبروه .
د ببو دې بې وسي ته په كتو سره لوړنو يې په پټه يو څو زره افغاني د خپلي مور او د ناروغ  ورور، د پرهېزانې لپاره د بل چاپه لاس رالېږلي وې ،خو بيا هم لمسيانو يې دا پيسې ولېدلې او كله چې جنت ګل  راغي نو كشري خور يې ورته وويل.
(( ببو ته بيا پيسې راغلي دي))
د ببو د  خوني دروازه په زوره ووهل سوه او جنت ګل و رننوتي اوببو ته يې وويل .

(( راكړه پيسې څه دې كړې ))
((پيسې! پيسې بيا چيري وې زويه))
(( وايمه را يې كړه ))
(( نسته زويه پيسې د كومه سوې ))
(( راكړه ! ژر سه د بكس كلي راكړه ))
(( نسته پيسې چا راوړې، چيري دي ))
ببو چې د بكس كلي، په خپله غاړه ځړولې وي، تر كميس لاندي يې پټي كړې، خو جنت ګل  ور حمله كړه ،او كلي چې د ببو په غاړه ځړېدې ونيو او را كش يې كړې.
(( مه كوه زويه مړه دې كړمه ))
(( درته ومې ويل چې را يې كړه ))
(( مه كوه زويه پدې پيسو دې زه پلار ته غوښي رانيسمه ))
(( په سمه يې راكړه! كلي راكړه ))
((ښه دي ښه دي! خپه دې كړمه، الله مړه سومه ،  دركوم يې، واخله ))
جنت ګل  بكس خلاص كړ او پيسې يې واخيستلې.

ببو پداسي حال كې چې  تر سترګو يې  اوښكې بهېدلې او پر خپلي  بې وزلي او بې وسي يې ژړله، د زړه له درده به يې  جنت ګل ته ښكنځلي او ښراوي كولې خو دا ښراوي يې د زړه  له تله  نوې ځكه دې  جنت ګل  د خپل زوي په څېر لوي كړي و او بده يې پرې پېرزو نه وه .
د ببو سره د دروېش دغه بد چلند ته په كتو سره ،د ده  مور،وړونو او خويندو يې هم ،بد چلند كاوه چاي ډوډي يې پر وخت، نه ورته راوړلې  او چې رابه يې وړلې ، نو د خوني د دروزې په خوله كې به يې ورته كښېښودې .
ببو چې تر اتيا كاله  اوښتې وه او په ملا كړوپه وه، نو په څكېدو، به يې ځان و ډوډي ته ورساوه .
جنت ګل    داسي انګېرله چې ببو د ده د ژوند او كوزدې  په فكر كې نده .
جنت ګل  ځوان و خو دوستانو يې په كورنۍ كې  د ده د بد چلند له كبله دوستي نه ورسره كوله او كومه ګټه وټه يې هم نه وه .
يوه ورځ بيا ببو د پيسو غوښتنه وكړه خو جنت ګل  يې جواب په بدو او توهين آمېزو  خبرو وركړ او د وهلو هڅه يې وكړه.
ببو چې د وهلو طاقت نه درلود، وږې  تږې  وه ،نو د كوره څخه يې د وتلو اراده وكړه ،كله چې ببو د خوني څخه ووتله، د سراي تر دروازې پوري پنځلس متره لاره وه، په لاره كې د جنت ګل  كشري خور جارو كاوه، جنت ګل  چې د ببو په وتلو سره د دوستانو په وړاندي خپله بې عزتي وليدله، نور هم په غصه سو او  راووتي، خپلي خور ته يې ور ږغ كړ.
(( راسه! ببو په جارو باندي په سر سر ووهه))
خور يې  چې د ورور څخه ډېره وېرېده، خو بياهم  د دې خبري په اورېدو سره حيرانه سوه، چې څه وكړي
. هغه بيا ږغ كړ.
(( راسه! تاته وايم، په جارو باندي يې، په سر سر ووهه))

ببو چې دا خبره واورېده حيرانه سوه، ځكه د ده څخه يې  دا اميد نه درلود، نود  اوښكو ډكي سترګي يې جنت ګل  ته ورواړولې ، ببو خپله بې وسي ، بيچاره ګي او مجبوريت په خپلو سترګو كې جنت ګل ته ورښكاره كړ ، او همداسي يې د جنت ګل  دا ګردېي ونه (قد) غټ بدن ،شنې سترګي او سور مخ چې  له ډېري غصې نه نور هم سور سوي و ، د كوچنيوالي څخه ،بيا تر ځواني پوري، هغه ورځي چې دې به په ناز سره روزه او د سيال سره يې سيال كړي و، خپل د زړه ويني يې ورسره خوړلي وې په څو ثانيو كې ،تر نظر تېر كړل، په ډېره مايوسي سره د سراي د دروازې په لوري روانه سوه. او د جارو د  وهلو   انتظار يې كاوه.
جنت ګل  بيا ږغ كړ((ورسه! وې وهه ))
خور يې  د ورور له وېري څو ګامه ببو ته ورنږدې سوه ، دا  كه څه هم ماشومه وه او د ببو سره يې اړيكي هم ښې نوې ، خو د هغې وجدان او عاطفې ،دا اجازه ور نه كړه ،چې د يوې بې وسي بودۍ انساني كرامت ته سپكاوي وكړي ، نو هم هلته آرامه ودرېده او د ورور وهل يې پرځان ومنل.
***

ببو به هر وخت ويل (( زوي مې ياديږي سردار به پر وخت ډوډي خوړلي وي كه نه ؟))
پدې وخت كې د ببو يوه لور د جرمني څخه راغلې وه، د خپلي مور د دې حالت څخه ډېره غمجنه سوه او ژر يې سل ايرو وركړې ، او جنت ګل  ته يې د دې د پيسو د وركړي غوښتنه وكړه هغه به  نن او  سباته كول، په جنت ګل  كې دومره وس  او غيرت نه و چې پيسې وركړي، ځكه چې دى تل په  مفتو پيسو او مفتو خوړو آموخته سوي و . هغې غوښتل چې دا موضوع پوليسو ته راجع كړي خو ببو پرې نه ښودله، ځكه پر جنت ګل  يې بده نه وه پېرزو.

ببو  د كشري لور كورته تللې وه ،چې ناڅاپه زنګ ورته  راغي (( بلي ))
(( بلي ببو زه يم ذبيع ))
(( آ ..ذبيع زويه څۀ خبره ده؟ پلار خو به دې ښه وي؟))
(( ببو  پلارمې سخت ناروغه دۍجنت ګل  هغه جمهوريت  روغتون ته بېولي دي))
(( الله خدايه! ما ويل چې زوي مې ښه ندي، د هغه روزنه څوك سم نه كوي، څوك پام نه ورته كوي .))

دې به هر وخت د خپل زوي په هكله پريشاني كولې، او هڅه يې كوله ،چې خپل كورته ولاړه سي ، خو نورو ورته ويل  ،چې بيا به دې و وهي او وبه دې شړي، خو دا ځلي  يې په ژړا وويل .
(( سردار ناروغه دي   زه بايد ولاړه سمه ، كه مې وهي كه ښكنځل راته كوي ودې كړي ،خو زه د خپل زوي په خاطر ځمه، هغوي يې سمه روزنه نه كوي ، زه به  دا هر څه د خپل ناروغ  زوي لپاره وزغمم))

ببو كورته ولاړه اود خپل زوي په پاملرنه او خدمت  بوخته سوه، د لمسيانو مسخرې او ملنډي يې پرځان ومنلې د خپل عمر وروستي شپې او ورځي يې په بې عزتي تېره ولې او د مرګ په انتظار وه .
جنت ګل  چې د ببو د پيسو د اخيستلو ګواښ ورته سوى و، له وېري يې خپله  خوله پټه ساتلې وه .

[email protected]



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.