افغانستان

جنرال طاقت: د امریکا سره امنیتي تړون د افغانستان په ګټه نه دی

نن ټکی آسیا: د فوځي چارو ماهر جنرال عبد الواحد طاقت د یو بهرنۍ رسنۍ سره په خبرو کي وویل چي د افغانستان او امریکا تر منځ د استراتیژیک تړون سند د افغانستان د ولس په ګټه نه دی.

نوموړي زیاته کړه چي په اوس وخت کي د افغانستان ولس ددې لپاره نه دي اماده چي د امریکا سره تړون امضا کړي، ځکه چي دا تړون باید پر یو مشخص شروطو باندي باید امضا شي.

طاقت زاتوی: د کابل او واشنګټن تر منځ په استراتیژیک تړون کي د افغانستان د ولس د مصالحو هیڅ خیال نه دی ساتل شوی، او هرکله چی دغه تړون امضا شو، ولس به متضرر کیږي.

جنرال طاقت وایی تر اوسه د افغانستان ولس د امنیتي سند په محتویاتو نه دی خبر، په کوم کی چي ۹۰ سلنه مادې د امریکا او باقي لس سلنه مادې هم تر شک لاندی دی، او په ظاهره د افغانستان د ولس په ګټه نه دي.

امریکا غواړي چي خپل په اقتصادي او فوځي مرستو افغانستان او د کرزي حکومت تهدید کړي، او دا تهدید خپله دا څرګندوي چي دا تړون د افغانستان په ګټه نه دی، ځکه امریکا یی د تهدید په زور اخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x