کور پاڼه / مقـــــالی او تبصرې / او تنظيمي ګڼوالی پای ته ورسېد

او تنظيمي ګڼوالی پای ته ورسېد

 لطف الله خیرخوا

حزب پای تر اخره بريده بې ډسپلينه او بې واکې ادارې غېږې ته ولوېد. خلک په دې موضوع ډول ډول بحث کوي، مګر زه که د حزب په تاريخي شرم خفه يم، په دې من من غوښې اخلم، چې افغانستان کې اسلامي لوری له تنظيمي تعدده خلاص شو…نور نو يوازې دوه لوري سره مخامخ دي : اسلامي او امريکايي.

موږ له مودو مودو راهيسې دې تعدد وځورولو. تنظيمونه که څه هم د سايکس بيکو- ۱۹۱۶- له تقسيمه راوروسته د اسلامي حکومتونو پر ځای د اسلامي خلافت د اعادې لپاره جوړ شول، مګر کرار کرار تنظيمونه همغه حدودي لوري ته لاړل، چې سايکس بيکو غوښت.

زموږ تنظيمونه بيا د نورو په پرتله ډېر خونړي ول، ځکه چې يوازې د ليدلوري اختلاف په کې تر مرګونو ورسېد. دا که څه هم ښه نه شوه، چې په جهاد بنسټ شوی تنظيم دې د کفر غېږې ته مات ولويږي، خو دا بيا زر وارې ښه شوه، چې اسلامي لوری د يوه «يکه‌تاز» ليدلوري پام ته پاتې شو. له دې وروسته دې څوک بغاوتونو ته بهانې نه ګوري او له دې وروسته دې څوک سليقه پر اتفاق لوړه نه بولي.

زه که څه هم په فکري لحاظ د جهاد له پيله تعدد ته قانع نه وم، مګر وضعيت ايجابوله، چې انحصاري اظهارات ونه شي، اوس نو بويه، چې د هرې سليقې او منهج سړی څنګه ځان د اسلامي لوري حاکم چوکاټ کې ځايوي. اوس هغه وخت دی، چې ذاتي تمايلاتو، سليقوي رجحاناتو او پرېوتو جرياناتو ته «نه» ووايو.

که څوک خپل حس نه لري، نړۍ‌وال کفر دې وګوري،چې څنګه يې د مسلمانانو پر ضد خپل اختلافونه هېر کړي. څنګه د مسلمانانو د مقابلې لپاره پر يوه مېز راټوليږي. څنګه د ويښو مسلمانانو د ځپلو لپاره هر تاوان ته ولاړ دي. نړۍ په افغانستان کې په دې شپاړس کلنه جګړه يو سل او دېرش مليارده ډالره مصرف کړي او دا دی نوره هم لګيا ده، نه نهيلې کيږي، نه ستومانه کيږي او نه يې هوډ کميږي.

وګورئ، چې د چين او امريکا په څېر مخالفين دې جګړه کې څه مشترکات لري؟ هند او چين ته وګورئ، څه مشترکات لري؟ هند او پاکستان څه مشترکات لري؟ سعودي او ايران؟ اويا هېوادونه سره پر يوه مېز راټول شول، چې هر يو هېواد بل سره اصولي مخالفتونه لري. درځئ همدې ته وګورو او يوازې له سليقې تېر شو.

داسې بريښي، چې الله جل جلاله اسلامي امت سختو امتحانونو ته وغورځاوه، چې دوی خپل اصل(يووالي) ته راګرځي که نه. څوک چې په خپله اراده له مخالفتونو او اختلافونو تېر شول، هغوی ميدان يوړ او هغه، چې په پرېوتو يې اختلاف پای ته ورسېد، حساب يې الله جل جلاله سره دی.

زه د يوه مسلمان په توګه د اسلامي لوري مشرتابه ته يوه خبره مخې ته کوم. زموږ د امت رمز يووالی دی. زموږ پېغمبر صلی الله عليه وسلم فرمايي : «المسلمون أمة واحدة من دون الناس». ای مشرانو! موږ ته يووالی وساتئ. څنګه چې موږ خلکو ته وايو له سليقو تېر شئ، تاسې ته هم ځولۍ نيسو، چې له سليقوي برداشتونو تېر شئ. الله جل جلاله درته د يووالي داسې فرصت برابر کړ، چې اصل امتحان په کې ستاسو دی. افاقي فکر وکړئ، محدوديتونه ونړوئ او هر مسلمان ته غېږه پراخه ونيسئ.


یادونه: په نن ټکی اسیا کې خپرې شوي لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه
د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ

8 تبصرې

  1. وروره نظر د ښه دی لاکن په یاد ولره چه اسلامی تاریخ چه ته یی مولود یی مختلفی تجربی تکرار کړی ، سوله ، جګړه ، تربیه او حوصله . همدا مختلفو تجربو هم بعضی وخت ښه کار ورکړی او بعضی وخت تری زیان لیدل شوی ، نو دا به تاریخ روښانه او ثابت کړی چه ستاسی یواځنی د جنګ لار نتیجه ورکوی او که د حکمتیار صاحب د سولی ، ولی د یو فرد په حیث ستاسی تحلیل به ډیر اعتبار ونلری

  2. ډېر عالي خیرخواه صاحب

    په قلم ، فکر او ځوانی مو برکت شه

  3. عزت الله

    سلیمان وروره !
    سوله !!!!!!!
    د چا سره سوله ؟؟؟؟؟؟
    که د امریکایانو سره سوله کیږی د روسانو سره ولی نه کیدله ؟؟؟؟
    که د غنی کمونست او سکولریست سره سوله کیږی چه افغان تابعت نه خپله او نه یی میرمن لری سوله کیږی ، یواځی کمونست نجیب سره سوله ولی جایز نه وه ، نه به ۶۰ زره کابلیان وژل کیدی ، نه به امریکایان راتلی چه د نورو میلونو خلکو د شهادت سبب شوی او سبب کیږی
    سلیمان وروره که د حیا او ایمان لږه برخه هم لری ، په منطقی لغاتونو او جمالاتو خلک تیرویستلی شی مګر نه خدای تیرویستلی شی که عقیده پره ولری او نه وجدان تیرویستلی شی که تر اوسه وجدان لری .
    حکمیار کله جنګ کړی چه سوله کوی هغه ته د داعشی ملیشو مشری ورکول شوه ،

  4. غوربندی

    سلیمان صاحب

    د عامو خلکو غولول به نه کوو

    حکمتیار صاحب د خپلی تسلیمی په ویدیویی پیغام کی په لاندی آیت شریف استناد وکر.

    بسم الله الرحمن الرحيم
    و ان جنحوا لسلم ….. الی آخر

    مفسر صاب خپله په دی پوه دی چی دا آیت له کفارو سره د سولی باره کی راغلی دی نو چی داسی ده نو بیا خو مفسر صاب لیونی ده چی خپل د سولی طرف افغانان یادوی او دده په زعم سوله د بین الأفغاني خبرو نتیجه کی له خپل مسلمان ورور سره کوی.

    که مفسر صاب زآن لدی تناقض سخه وباسی نو له دوه حالتونو سره یی پرتوگ خیژی:

    اول: که د سولی طرف دده په زعم مسلمانان أو سوله بین الأفغاني وی نو د ده مخالفت په ماضی کی خپله شرعی صبغه له لاسه ورکوی او د یو خاین أو باغی صفت خپلوی چی باید محاکمه شی. به گناه یی دا چی د سیاف په شان د قرآن کریم آیت تحریفوی.
    دوهم: که مفسر صاب حقیقت له مخی دا ومنی چی دده سوله له د پورته آیت شریف په رنا کی له اشغالكرانو سره شوی نو دا چی له کفارو سره په سوله کی خودگذری او انعطاف زای نلری نو دده سوله په حقیقت کی مطلقه تسلیمی ثابتیژی.

    خدای مو دی له داسی ذلتباره حالت او موقف سخه وساتی چی هم تسلیمیژی هم د قرآن کریم آیت تحریفوی او هم دروغ وایی .

  5. (محمد عبدالله)

    قینا چی دمسلمانانو یووالی او اتحاد دمسلمانانو لپاره دیر مهم دی خصوصا پدغه اوسنی شرایطو کی چی مسلمانان دیر خطرناک او مکار کافر دښمن سره مخ دی اتحاد کول دیر مهم دی او همدغه نن که مسلمانان سره یو زای شی مادیات او فانی ژوند قدرت او چوکی نوم او شهرت قومیت او وطنیت ته اهمیت ورنکړی او ددغو شیانو پخاطر یو بل سره اختلاف ونکړی نو بیا راغلی کفار همدی ته مجبوریږی چی بیرته خپلو سوړو ته ننوزی او بیا دا دفاعی او خپلمنځی جنګونه نه وی او داسلامی امت ځوانان بیا بیزایه نه وژل کیږی بلکی صرف او صرف دکفارو سره ددوی په ځمکو کی جنګ وی بیا به دا جنګونه دکفارو په سرحدونو کی وی بیا دکفارو ځمکی دالله ج په نصرت فتح کیږی خو افسوس او بیا هم افسوس دهغو خلکو په حالت چی مستقیم یا غیر مستقیم دکفارو سره ولاړ دی او دکفر خدمت د یو څو ناچیزو مادیاتو لپاره کوی او بیا زان ته مسلمان او بعضی لا زان ته مجاهد وایی که دپاکستان عسکر دی یا دافغانستان یا بل او بل په نوم اسلامی حکومتونه دولتونه او فوجونو ته که وکتل شی نو دوی خو زان ته مسلمان وایی او د کفر اقرار خو هیڅکله نکوی نو دا مسلمانی به داسی وی چی هیڅ قربانی ورکولو ته ورته تیار نه وی او خپلی شخصی ګتی څخه ورته تیر نه وی که اوس دپاکستانی فوج یا افغانی فوج څخه وپوښتل شی چی د څه لپاره جنګ کوی نو سمدستی وایی وطن لپاره. نو بیخ دی ووزه اسلام مهم دی که وطن؟ او بیا دا کافر سره ولاړ یی دکفر په غیږه کی دوطن خدمت کوی؟حالانکه د وطن لپاره هم دوی نه جنګیږی صرف د یو څو روپو چی دکفارو لخوا ورته تاکل شوی دهغه پخاطر جنګیږی یو مسلمان ته که دوطن دخدمت خبره وی خو اسلام ته دقربانی ورکولو په واسطه اصلی خدمت وطن او وطنوالو ته کیږی دهمدغو خلکو عملونه داسی دی چی ګته خو یی سه کوی تاوان یی لا په څو چنده اسلامی امت ته رسیږی او حتی دمسلمانانو دتاریخی زوال شکشت او دربدری او ګمراهی سبب همدغسی خلک کیدلای شی نو دغسی حالت کی باید تول په اسلام مین اشخاص دمسلمانانو د اتحاد او یو والی لپاره شپه او ورځ یو کړی دهغو خلکو چی خطا وتلی دی د پوهولو کوشش وکړی دمسلمانانو په منځ کی چی کومه بی اعتباری شته هغه دی له منځه وباسی او دا هغه وخت امکان لری چی په شریعت عمل وشی او خه په اخلاص سره قران خپل لارخود کړی و دکفارو په مقابل کی یو محکم او مثبوت دریځ غوره شی دشرق څخه تر غربه او دشمال څخه تر جنوبه پوری مسلمانان متحد شی او داتحاد جوړولو کوشش شروع شی دشرق څخه تر غربه پوری هر مسلمان دی د بل مسلمان سره داسی زان وبولی لکه خپل اصلی ورور دا خبری چی دا تاجک دی دا پښتون دا افغانی دی دا پاکستانی دا عرب دی دا عجم او پدغو خبرو تعصب کول او یو بل سره جنګ جګړی کول دا پریخودل لازمی دی تزلزل او سستی نده پکار لکه چی لیکوال صیب اشاره کړی ده کفار دخپلو باطلو عقایدو لپاره ملیاردونه بلکی بیشمره دالرونه مصرفوی کوششونه کوی تکلیفونه وباسی دانګریزانو جینکی لس هاوو زره کیلو متره لری رازی دجنګ میدان ته رازی خپل دعیش او ارام ژوند پریږدی حتی دانګریزانو شهزاده غواړی عملا جګړه کی برخه واخلی او اخلی او بیا ما وتاته وایی بس دی دیر جنګ دی وکوو تباه وبرباد شوی جنګ خه ندی اوس سوله وکه(تسلیم شه) او بیا لا ځنی دا مبارکه ایت ووایی او اصلی مطلب یی بدل کړی اعوذ باالله من الشیطن الرجیم بسم الله الرحمن الرحیم وَإِن جَنَحُوا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ ۚ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ (61) دا به هله کیږی چی کفار تسلیمی ته غاړه کیږدی او هغوی(کفار) زمونګ(مسلمانانو) څخه قضایی مصونیت دخپلو جرمونو وغواړی بیا به هله مونګ دحالت مطابق فیصله وکړو داسی خو نده چی مونګ به قضایی مصونیت وغواړو دسر امن وغواړو او بیا ووایو دوی تسلیم شول یا تسلیمی او سولی ته لیوال شوی الله ج مونګ او باقی تول مسلمانانو ته هدایت وکړی او اخره خاتمه مو خه کړی دا دجالی دور دی دا یهود او زایونستی کفار یی هم ددجال پیروان دی چی دخلکو څخه په سل مکر او فریب دحق او باطل لیاری ګدوی

  6. (محمد عبدالله)

    یقینا چی دمسلمانانو یووالی او اتحاد دمسلمانانو لپاره دیر مهم دی خصوصا پدغه اوسنی شرایطو کی چی مسلمانان دیر خطرناک او مکار کافر دښمن سره مخ دی اتحاد کول دیر مهم دی او همدغه نن که مسلمانان سره یو زای شی مادیات او فانی ژوند قدرت او چوکی نوم او شهرت قومیت او وطنیت ته اهمیت ورنکړی او ددغو شیانو پخاطر یو بل سره اختلاف ونکړی نو بیا راغلی کفار همدی ته مجبوریږی چی بیرته خپلو سوړو ته ننوزی او بیا دا دفاعی او خپلمنځی جنګونه نه وی او داسلامی امت ځوانان بیا بیزایه نه وژل کیږی بلکی صرف او صرف دکفارو سره ددوی په ځمکو کی جنګ وی بیا به دا جنګونه دکفارو په سرحدونو کی وی بیا دکفارو ځمکی دالله ج په نصرت فتح کیږی خو افسوس او بیا هم افسوس دهغو خلکو په حالت چی مستقیم یا غیر مستقیم دکفارو سره ولاړ دی او دکفر خدمت د یو څو ناچیزو مادیاتو لپاره کوی او بیا زان ته مسلمان او بعضی لا زان ته مجاهد وایی که دپاکستان عسکر دی یا دافغانستان یا بل او بل په نوم اسلامی حکومتونه دولتونه او فوجونو ته که وکتل شی نو دوی خو زان ته مسلمان وایی او د کفر اقرار خو هیڅکله نکوی نو دا مسلمانی به داسی وی چی هیڅ قربانی ورکولو ته ورته تیار نه وی او خپلی شخصی ګتی څخه ورته تیر نه وی که اوس دپاکستانی فوج یا افغانی فوج څخه وپوښتل شی چی د څه لپاره جنګ کوی نو سمدستی وایی وطن لپاره. نو بیخ دی ووزه اسلام مهم دی که وطن؟ او بیا دا کافر سره ولاړ یی دکفر په غیږه کی دوطن خدمت کوی؟حالانکه د وطن لپاره هم دوی نه جنګیږی صرف د یو څو روپو چی دکفارو لخوا ورته تاکل شوی دهغه پخاطر جنګیږی یو مسلمان ته که دوطن دخدمت خبره وی خو اسلام ته دقربانی ورکولو په واسطه اصلی خدمت وطن او وطنوالو ته کیږی دهمدغو خلکو عملونه داسی دی چی ګته خو یی سه کوی تاوان یی لا په څو چنده اسلامی امت ته رسیږی او حتی دمسلمانانو دتاریخی زوال شکشت او دربدری او ګمراهی سبب همدغسی خلک کیدلای شی نو دغسی حالت کی باید تول په اسلام مین اشخاص دمسلمانانو د اتحاد او یو والی لپاره شپه او ورځ یو کړی دهغو خلکو چی خطا وتلی دی د پوهولو کوشش وکړی دمسلمانانو په منځ کی چی کومه بی اعتباری شته هغه دی له منځه وباسی او دا هغه وخت امکان لری چی په شریعت عمل وشی او خه په اخلاص سره قران خپل لارخود کړی و دکفارو په مقابل کی یو محکم او مثبوت دریځ غوره شی دشرق څخه تر غربه او دشمال څخه تر جنوبه پوری مسلمانان متحد شی او داتحاد جوړولو کوشش شروع شی دشرق څخه تر غربه پوری هر مسلمان دی د بل مسلمان سره داسی زان وبولی لکه خپل اصلی ورور دا خبری چی دا تاجک دی دا پښتون دا افغانی دی دا پاکستانی دا عرب دی دا عجم او پدغو خبرو تعصب کول او یو بل سره جنګ جګړی کول دا پریخودل لازمی دی تزلزل او سستی نده پکار لکه چی لیکوال صیب اشاره کړی ده کفار دخپلو باطلو عقایدو لپاره ملیاردونه بلکی بیشمره دالرونه مصرفوی کوششونه کوی تکلیفونه وباسی دانګریزانو جینکی لس هاوو زره کیلو متره لری رازی دجنګ میدان ته رازی خپل دعیش او ارام ژوند پریږدی حتی دانګریزانو شهزاده غواړی عملا جګړه کی برخه واخلی او اخلی او بیا ما وتاته وایی بس دی دیر جنګ دی وکوو تباه وبرباد شوی جنګ خه ندی اوس سوله وکه(تسلیم شه) او بیا لا ځنی دا مبارکه ایت ووایی او اصلی مطلب یی بدل کړی اعوذ باالله من الشیطن الرجیم بسم الله الرحمن الرحیم وَإِن جَنَحُوا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ ۚ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ (61) دا به هله کیږی چی کفار تسلیمی ته غاړه کیږدی او هغوی(کفار) زمونګ(مسلمانانو) څخه قضایی مصونیت دخپلو جرمونو وغواړی بیا به هله مونګ دحالت مطابق فیصله وکړو داسی خو نده چی مونګ به قضایی مصونیت وغواړو دسر امن وغواړو او بیا ووایو دوی تسلیم شول یا تسلیمی او سولی ته لیوال شوی الله ج مونګ او باقی تول مسلمانانو ته هدایت وکړی او اخره خاتمه مو خه کړی دا دجالی دور دی دا یهود او زایونستی کفار یی هم ددجال پیروان دی چی دخلکو څخه په سل مکر او فریب دحق او باطل لیاری ګدوی

  7. غوربندی صاب فکر دا لمړی تبصره د ده چی ځما خوشه شوه ډیره مستدله او علمی ده

  8. ورونو منتقدینو ! وای (چه مړه خیټه فارسی وای) ، تاسی خپله به د اسلام اباد ، دوبی ، قطر، کويټی او پیښور له ارامو مانیو څخه چه د امریکای مرستو او احساناتو په نتیجه کی ابادی شوی خبری کوی ، کیدای شی ستاسی کولمی د هغو خلکو په وینو غوړی وی چه په جنګ له دواړو خواؤ مری ، خو پوه شی چه اکثریت ملت مو له لوږی ، در بدری د مرګ غوښتونکی دی، له اسلام او مجاهد له کلمو سره مو حساسیت ورته پیداکړی ، نن ستا هیوادوال د کفر ملکو ته د پناه لپاره ځانته عیسوی او یهودی او همجنس پال وای ، اسلامی نړی حالات او دوربینی دومره وړه ندی چه ته یی په خپلو ړندو سترګی ولیدلی شی . ستا به د جرمنی د صدراغظمی پیغور حتمآ اوریلی وی چه ویلی وه[ که څه هم مکه د سوریانو او افغانانو ته ډیره نژدی ده ،نو مونږ بیا پدی باید فخر کو چه دوی دلته مونږ ته پناه راوړی ] . نو ستا ضمیر په د هکله کوم قضاوت وکړ .