نن ټکی اسیا

او تنظيمي ګڼوالی پای ته ورسېد

 لطف الله خیرخوا

حزب پای تر اخره بريده بې ډسپلينه او بې واکې ادارې غېږې ته ولوېد. خلک په دې موضوع ډول ډول بحث کوي، مګر زه که د حزب په تاريخي شرم خفه يم، په دې من من غوښې اخلم، چې افغانستان کې اسلامي لوری له تنظيمي تعدده خلاص شو…نور نو يوازې دوه لوري سره مخامخ دي : اسلامي او امريکايي.

موږ له مودو مودو راهيسې دې تعدد وځورولو. تنظيمونه که څه هم د سايکس بيکو- ۱۹۱۶- له تقسيمه راوروسته د اسلامي حکومتونو پر ځای د اسلامي خلافت د اعادې لپاره جوړ شول، مګر کرار کرار تنظيمونه همغه حدودي لوري ته لاړل، چې سايکس بيکو غوښت.

زموږ تنظيمونه بيا د نورو په پرتله ډېر خونړي ول، ځکه چې يوازې د ليدلوري اختلاف په کې تر مرګونو ورسېد. دا که څه هم ښه نه شوه، چې په جهاد بنسټ شوی تنظيم دې د کفر غېږې ته مات ولويږي، خو دا بيا زر وارې ښه شوه، چې اسلامي لوری د يوه «يکه‌تاز» ليدلوري پام ته پاتې شو. له دې وروسته دې څوک بغاوتونو ته بهانې نه ګوري او له دې وروسته دې څوک سليقه پر اتفاق لوړه نه بولي.

زه که څه هم په فکري لحاظ د جهاد له پيله تعدد ته قانع نه وم، مګر وضعيت ايجابوله، چې انحصاري اظهارات ونه شي، اوس نو بويه، چې د هرې سليقې او منهج سړی څنګه ځان د اسلامي لوري حاکم چوکاټ کې ځايوي. اوس هغه وخت دی، چې ذاتي تمايلاتو، سليقوي رجحاناتو او پرېوتو جرياناتو ته «نه» ووايو.

که څوک خپل حس نه لري، نړۍ‌وال کفر دې وګوري،چې څنګه يې د مسلمانانو پر ضد خپل اختلافونه هېر کړي. څنګه د مسلمانانو د مقابلې لپاره پر يوه مېز راټوليږي. څنګه د ويښو مسلمانانو د ځپلو لپاره هر تاوان ته ولاړ دي. نړۍ په افغانستان کې په دې شپاړس کلنه جګړه يو سل او دېرش مليارده ډالره مصرف کړي او دا دی نوره هم لګيا ده، نه نهيلې کيږي، نه ستومانه کيږي او نه يې هوډ کميږي.

وګورئ، چې د چين او امريکا په څېر مخالفين دې جګړه کې څه مشترکات لري؟ هند او چين ته وګورئ، څه مشترکات لري؟ هند او پاکستان څه مشترکات لري؟ سعودي او ايران؟ اويا هېوادونه سره پر يوه مېز راټول شول، چې هر يو هېواد بل سره اصولي مخالفتونه لري. درځئ همدې ته وګورو او يوازې له سليقې تېر شو.

داسې بريښي، چې الله جل جلاله اسلامي امت سختو امتحانونو ته وغورځاوه، چې دوی خپل اصل(يووالي) ته راګرځي که نه. څوک چې په خپله اراده له مخالفتونو او اختلافونو تېر شول، هغوی ميدان يوړ او هغه، چې په پرېوتو يې اختلاف پای ته ورسېد، حساب يې الله جل جلاله سره دی.

زه د يوه مسلمان په توګه د اسلامي لوري مشرتابه ته يوه خبره مخې ته کوم. زموږ د امت رمز يووالی دی. زموږ پېغمبر صلی الله عليه وسلم فرمايي : «المسلمون أمة واحدة من دون الناس». ای مشرانو! موږ ته يووالی وساتئ. څنګه چې موږ خلکو ته وايو له سليقو تېر شئ، تاسې ته هم ځولۍ نيسو، چې له سليقوي برداشتونو تېر شئ. الله جل جلاله درته د يووالي داسې فرصت برابر کړ، چې اصل امتحان په کې ستاسو دی. افاقي فکر وکړئ، محدوديتونه ونړوئ او هر مسلمان ته غېږه پراخه ونيسئ.