fbpx

او تنظيمي ګڼوالی پای ته ورسېد

 لطف الله خیرخوا

حزب پای تر اخره بريده بې ډسپلينه او بې واکې ادارې غېږې ته ولوېد. خلک په دې موضوع ډول ډول بحث کوي، مګر زه که د حزب په تاريخي شرم خفه يم، په دې من من غوښې اخلم، چې افغانستان کې اسلامي لوری له تنظيمي تعدده خلاص شو…نور نو يوازې دوه لوري سره مخامخ دي : اسلامي او امريکايي.

موږ له مودو مودو راهيسې دې تعدد وځورولو. تنظيمونه که څه هم د سايکس بيکو- ۱۹۱۶- له تقسيمه راوروسته د اسلامي حکومتونو پر ځای د اسلامي خلافت د اعادې لپاره جوړ شول، مګر کرار کرار تنظيمونه همغه حدودي لوري ته لاړل، چې سايکس بيکو غوښت.

زموږ تنظيمونه بيا د نورو په پرتله ډېر خونړي ول، ځکه چې يوازې د ليدلوري اختلاف په کې تر مرګونو ورسېد. دا که څه هم ښه نه شوه، چې په جهاد بنسټ شوی تنظيم دې د کفر غېږې ته مات ولويږي، خو دا بيا زر وارې ښه شوه، چې اسلامي لوری د يوه «يکه‌تاز» ليدلوري پام ته پاتې شو. له دې وروسته دې څوک بغاوتونو ته بهانې نه ګوري او له دې وروسته دې څوک سليقه پر اتفاق لوړه نه بولي.

زه که څه هم په فکري لحاظ د جهاد له پيله تعدد ته قانع نه وم، مګر وضعيت ايجابوله، چې انحصاري اظهارات ونه شي، اوس نو بويه، چې د هرې سليقې او منهج سړی څنګه ځان د اسلامي لوري حاکم چوکاټ کې ځايوي. اوس هغه وخت دی، چې ذاتي تمايلاتو، سليقوي رجحاناتو او پرېوتو جرياناتو ته «نه» ووايو.

که څوک خپل حس نه لري، نړۍ‌وال کفر دې وګوري،چې څنګه يې د مسلمانانو پر ضد خپل اختلافونه هېر کړي. څنګه د مسلمانانو د مقابلې لپاره پر يوه مېز راټوليږي. څنګه د ويښو مسلمانانو د ځپلو لپاره هر تاوان ته ولاړ دي. نړۍ په افغانستان کې په دې شپاړس کلنه جګړه يو سل او دېرش مليارده ډالره مصرف کړي او دا دی نوره هم لګيا ده، نه نهيلې کيږي، نه ستومانه کيږي او نه يې هوډ کميږي.

وګورئ، چې د چين او امريکا په څېر مخالفين دې جګړه کې څه مشترکات لري؟ هند او چين ته وګورئ، څه مشترکات لري؟ هند او پاکستان څه مشترکات لري؟ سعودي او ايران؟ اويا هېوادونه سره پر يوه مېز راټول شول، چې هر يو هېواد بل سره اصولي مخالفتونه لري. درځئ همدې ته وګورو او يوازې له سليقې تېر شو.

داسې بريښي، چې الله جل جلاله اسلامي امت سختو امتحانونو ته وغورځاوه، چې دوی خپل اصل(يووالي) ته راګرځي که نه. څوک چې په خپله اراده له مخالفتونو او اختلافونو تېر شول، هغوی ميدان يوړ او هغه، چې په پرېوتو يې اختلاف پای ته ورسېد، حساب يې الله جل جلاله سره دی.

زه د يوه مسلمان په توګه د اسلامي لوري مشرتابه ته يوه خبره مخې ته کوم. زموږ د امت رمز يووالی دی. زموږ پېغمبر صلی الله عليه وسلم فرمايي : «المسلمون أمة واحدة من دون الناس». ای مشرانو! موږ ته يووالی وساتئ. څنګه چې موږ خلکو ته وايو له سليقو تېر شئ، تاسې ته هم ځولۍ نيسو، چې له سليقوي برداشتونو تېر شئ. الله جل جلاله درته د يووالي داسې فرصت برابر کړ، چې اصل امتحان په کې ستاسو دی. افاقي فکر وکړئ، محدوديتونه ونړوئ او هر مسلمان ته غېږه پراخه ونيسئ.

avatar
8 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Suliman Zahid
میلمه
Suliman Zahid

وروره نظر د ښه دی لاکن په یاد ولره چه اسلامی تاریخ چه ته یی مولود یی مختلفی تجربی تکرار کړی ، سوله ، جګړه ، تربیه او حوصله . همدا مختلفو تجربو هم بعضی وخت ښه کار ورکړی او بعضی وخت تری زیان لیدل شوی ، نو دا به تاریخ روښانه او ثابت کړی چه ستاسی یواځنی د جنګ لار نتیجه ورکوی او که د حکمتیار صاحب د سولی ، ولی د یو فرد په حیث ستاسی تحلیل به ډیر اعتبار ونلری

غوربندي
میلمه
غوربندي

ډېر عالي خیرخواه صاحب

په قلم ، فکر او ځوانی مو برکت شه

عزت الله
میلمه
عزت الله

سلیمان وروره ! سوله !!!!!!! د چا سره سوله ؟؟؟؟؟؟ که د امریکایانو سره سوله کیږی د روسانو سره ولی نه کیدله ؟؟؟؟ که د غنی کمونست او سکولریست سره سوله کیږی چه افغان تابعت نه خپله او نه یی میرمن لری سوله کیږی ، یواځی کمونست نجیب سره سوله ولی جایز نه وه ، نه به ۶۰ زره کابلیان وژل کیدی ، نه به امریکایان راتلی چه د نورو میلونو خلکو د شهادت سبب شوی او سبب کیږی سلیمان وروره که د حیا او ایمان لږه برخه هم لری ، په منطقی لغاتونو او جمالاتو خلک تیرویستلی شی مګر… نور لوستل »

غوربندی
میلمه
غوربندی

سلیمان صاحب د عامو خلکو غولول به نه کوو حکمتیار صاحب د خپلی تسلیمی په ویدیویی پیغام کی په لاندی آیت شریف استناد وکر. بسم الله الرحمن الرحيم و ان جنحوا لسلم ….. الی آخر مفسر صاب خپله په دی پوه دی چی دا آیت له کفارو سره د سولی باره کی راغلی دی نو چی داسی ده نو بیا خو مفسر صاب لیونی ده چی خپل د سولی طرف افغانان یادوی او دده په زعم سوله د بین الأفغاني خبرو نتیجه کی له خپل مسلمان ورور سره کوی. که مفسر صاب زآن لدی تناقض سخه وباسی نو له دوه… نور لوستل »

(محمد عبدالله)
میلمه
(محمد عبدالله)

قینا چی دمسلمانانو یووالی او اتحاد دمسلمانانو لپاره دیر مهم دی خصوصا پدغه اوسنی شرایطو کی چی مسلمانان دیر خطرناک او مکار کافر دښمن سره مخ دی اتحاد کول دیر مهم دی او همدغه نن که مسلمانان سره یو زای شی مادیات او فانی ژوند قدرت او چوکی نوم او شهرت قومیت او وطنیت ته اهمیت ورنکړی او ددغو شیانو پخاطر یو بل سره اختلاف ونکړی نو بیا راغلی کفار همدی ته مجبوریږی چی بیرته خپلو سوړو ته ننوزی او بیا دا دفاعی او خپلمنځی جنګونه نه وی او داسلامی امت ځوانان بیا بیزایه نه وژل کیږی بلکی صرف او… نور لوستل »

(محمد عبدالله)
میلمه
(محمد عبدالله)

یقینا چی دمسلمانانو یووالی او اتحاد دمسلمانانو لپاره دیر مهم دی خصوصا پدغه اوسنی شرایطو کی چی مسلمانان دیر خطرناک او مکار کافر دښمن سره مخ دی اتحاد کول دیر مهم دی او همدغه نن که مسلمانان سره یو زای شی مادیات او فانی ژوند قدرت او چوکی نوم او شهرت قومیت او وطنیت ته اهمیت ورنکړی او ددغو شیانو پخاطر یو بل سره اختلاف ونکړی نو بیا راغلی کفار همدی ته مجبوریږی چی بیرته خپلو سوړو ته ننوزی او بیا دا دفاعی او خپلمنځی جنګونه نه وی او داسلامی امت ځوانان بیا بیزایه نه وژل کیږی بلکی صرف او… نور لوستل »

ضمیر
میلمه
ضمیر

غوربندی صاب فکر دا لمړی تبصره د ده چی ځما خوشه شوه ډیره مستدله او علمی ده

Suliman Zahid
میلمه
Suliman Zahid

ورونو منتقدینو ! وای (چه مړه خیټه فارسی وای) ، تاسی خپله به د اسلام اباد ، دوبی ، قطر، کويټی او پیښور له ارامو مانیو څخه چه د امریکای مرستو او احساناتو په نتیجه کی ابادی شوی خبری کوی ، کیدای شی ستاسی کولمی د هغو خلکو په وینو غوړی وی چه په جنګ له دواړو خواؤ مری ، خو پوه شی چه اکثریت ملت مو له لوږی ، در بدری د مرګ غوښتونکی دی، له اسلام او مجاهد له کلمو سره مو حساسیت ورته پیداکړی ، نن ستا هیوادوال د کفر ملکو ته د پناه لپاره ځانته عیسوی… نور لوستل »