افغانستان

طالبانو ۱۲ تنه اربیکان د وسلو سره نیولی

arbk555نن ټکی آسیا: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له لوري رسنیو ته په لیږل شوي لیک کي ویل شوي چي د طالبانو مجاهدینو تیره ورځ ناوخته د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د لنګړ ډاګ په سیمه کي د اربکیانو په یوه ټولۍ باندي برید وکړ، او تر څو ساعته پوري مسلسل محاصره کړې وه، چي په پایله کي ټول تسلیم او خپلي وسلې یی طالبانو ته وسپارلې.

نوموړی زیاتوي چي په دغه اربکیانو کي د هغوی دوه تنه قومندانانان هم شامل دي چي حبیب الله د میر شریف زوی، او مستري نومیږي، او د یاد ولایت د نرخ ولسوالۍ اوسیدونکي دي.

مجاهد وايي چي دوی ته په دې عملیاتو کي ۳ میله پيکا، ۷ میله کلاشنکوف او یو شل ډزی په لاس ورغلی، او ټول نیول شوي کسان محفوظ ځای ته انتقال شوي.

تراوسه امنیتي چارواکو ددې پيښي په اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x