کور پاڼه / دیني، سیرت او تاریخ / محرم الحرام میاشت او عاشورا

محرم الحرام میاشت او عاشورا

احمد الله عاطفي

دکال په میاشتو اوتر تیب کې همداسي تصرفات روا ن وو تر هغی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دهجرت په لسم کال خپله دحج مناسکو اداکولو لپاره تشریف یووړ ، او الله سبحانهُ وتعالی دا کال دمشرکینو ، اهل کتابوو او ټولو ذی دخلو اړ خونو په بی ارادی خوښه داسی برابر کړی و،چې کوم تر تیب الله تعالی دزمکی او اسمان دپیدایښت په وخت کې دکال ۱۲ میاشتو او په

دی کې د محترمو میاشتو ترتیب ایښی و!!

رسول الله صلی الله علیه وسلم دحجة الوداع په کال(دهجرت لسم) په منی کې دتشریق ورځو (اخترورځ) دخطبی په ترڅ کې
دمیاشتو ترکیب او ترتیب په اړوند وفرمایل:زمانه اوښته راوښته تردی چې سږکال دحج وخت په صحیح ډول په خپل هغه نیټه کې راغی،چې دالله جل جلاله دحساب له مخې دهغه اصلي نیټه ده.

داحترام وړدري پر له پسی میاشتو (ذی القعده، ذی الحج او محرم ) په باب ټول عربان په اتفاقي ډول په یوه خوله وو،خو درجب
المرجب په اړوند يې اختلاف درلود، یوه ډله عربانو درمضان میاشت ته درجب میاشت ویل او دمضر قبیلی په نږد، رجب هغه میاشت وه چې دجمادی الثانی او شعبان تر مینځ ده،په همدی مناسبت دالله رسول، صلی الله علیه وسلم دذهنونو دلا روښنايې په خاطرداحترام وړ څلورمی میاشت ته درجب مضر خطاب وکړ،کوم چې دجمادی الثاني او شعبان ترمینځ ده همدا
درجب میاشت دی.
دکال ۱۲ میاشتو او په ځانګړی ډول دحرمت څلورو میاشتو پاکوالی او حرمت الله سبحانهُ وتعالی بیان کړی ، هرڅوک پکی ناوړه تصرف وکړی هغه خپل تاوان ته لاره پرانیزی ،دمیاشتو ترتیب او په میاشتو کې احکام هم دالله جل جلاله په ازلي حکم ایښودل شوي دي،داحکام القرآن مفسر امام جصاص رحمهُ الله لیکې:ددی څلورو میاشتو فضیلت او حکمت دادی ،کوم بنده په دی میاشتو کې په منظمه او پر له پسي توګه عبادت او مناسک ادا کړی دکال په نورو میاشتو کې دعبادت توفیق تر لاسه کول او له ،ګناهونو ځان ساتل ورته اسان شي!
الله سبحانهُ وتعالی دکال دورانیه حساب لپاره لمریز او سپوږ میز نظامونه خلق کړي، تر څو دالله بندګان دورځو ،میاشتو او کلونو په حساب پوه او هر حکم په خپل ځای کي ادا کړئ.
أعوذ بالله من الشيطان الرجيم.
هُوَ الَّذِي جَعَلَ الشَّمْسَ ضِيَاء وَالْقَمَرَ نُوراً وَقَدَّرَهُ مَنَازِلَ لِتَعْلَمُواْ عَدَدَ السِّنِينَ وَالْحِسَابَ مَا خَلَقَ اللّهُ ذَلِكَ إِلاَّ بِالْحَقِّ يُفَصِّلُ الآيَاتِ لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ(یونس سورت، ۵ ایت )
ژباړه:دی هغه ذات دئ چې لمر يې رڼا ګرځولی او سپوږمئ يې روښانايې، او هر یوه ته يې دتګ ځای ټاکلی،تر څو دکلونوپه شمیر او حساب پوه شئ، الله دانه دي پيداکړي مګر په حقه سره، هغو وګړوته چې پوهیږی ایتونه په تفصیل سره بیانوئ.
الله سبحانهُ وتعالی پخپل حکمت ښه پوه دی ،دکایناتو هر مخلوق ددی ګواهی ورکوئ چې الله واحد لاشریک ذات دی ، دکایناتو هر مخلوق دبل سره یو ډول نه یو ډول اړیکه لرئ او ټول دانسان خدمت لپاره مطیع ګرځیدلئ ، خو انسان چې په رښتیا دانسانیت معیارخپل او دالله بندګې غوره کړئ ، په مخ دزمکې کې دالله جل جلاله خلیفه او په اخرت کې بریالی او پخپل چاپیریال کي واکمن.
داچې الله سبحانهُ وتعالی لمریز نظام او سپوږمیز نطام خلق کړی ددي په ځانګړیو حکمتوو هماغه پاک ذات ښه پوهیږی مګر مونږ او زمونږ پوهانو همدومره تر لاسه کړئ چې څومره موږ ته دالله سبحانهُ وتعالی له لورۍ پیرزوینه شوئ.
……. نوربيا

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ