افغانستان

حکمتیار کرزي ته: د واکمني په دې وروستیو شیبو کی داسی څه وکړه، چی ماضي دي جبران شي

نن ټکی آسیا: د حزب اسلامي د ګوند مشر حکمتیار د افغانستان ولس مشر حامد کرزي ته په یوه لیږل شوي پيغام کی ویلي چي د خپل واکمنۍ په دې وروستیو شیبو کي داسی یو کار وکړه چي ماضي دي جبران شي، او په تاریخ کی درته نیک نوم پریږدي.
ښاغلی حکمتیار ولس مشر کرزي ته په خطاب کي وایی د امریکا سره د غلامۍ تړون مه لاسلیکوه، او زیاتوي چي ددې سند تر لاسلیک ورته مرګ شرف لري، او باید خپل پر شرایطو ټینګار وکړي، او یا هم دغه سند لاسلیکول تر راتلونکو انتخاباتو وځنډوي، او پری ږدي چي د راتلونکی ولس مشر په غاړه کي دغه د شرم او عار پيټۍ ولویږي.

باید وویل شي چي د افغانانو اکثریت د امریکایانو د دایمي اډو سره اختلاف لري، او نه غواړي چي د افغانستان غیر قانوني اشغال قانوي بڼه اختیار کړي، او په هیواد کي د امریکایانو لپاره د افغانانو کورونو ته ننوتل، او پر هغوی باندی بی موجبه بمباری کول قانوي شي.

د حکمتیار لیک ښاغلي کرزي ته په لاندي توګه دی:


د حكمتيار له لوري جمهور رئيس ښاغلي حامد كرزي ته
01.12.2013

سلام او الهي رحمت پر هغو چي له الله تعالى پرته بل ته سر نه ټيټوي او عزت په اسلام او خپلواكۍ كي لټوي.

      ښاغليه!

       دا راته مناسبه وبرېښېده چي د مشورتي جرگې په پاى كي او له امريكا سره د امنيتي تړون تر لاسليك وړاندي ځيني ضروري مطالب ستاسو مخي ته كښېږدم، دا مطالب مي د يوه پيغام له لاري ستاسو دفتر ته ولېږل، دا دئ د يوه ليك له لاري ئې هم تاسو ته لېږم:

ښه به وي چي د خپلي واكمنۍ په دې وروستيو شېبو كي داسي څه وكړې چي ماضي جبران كړي او په تاريخ كي تا ته نېك نوم پرېږدي، معلومه نه ده چي ژوند به څومره نور درسره ياري وكړي، د امنيتي تړون تر نامه لاندي د هېواد د پلورلو وثيقه مه لاسليك كوه، باور وكړه چي د غلامۍ د دې شرمناكي وثيقې ترلاسليك مرگ ډېر ډېر شرف لري، پر خپلو شرائطو ټينگار وكړه، له دې هيڅ وېره او اندېښنه مه لره چي امريكا خپل فوځونه وباسي او خپلي مرستي بندي كړي، د هغو ذليلو وطن پلورو مشوره مه منه چي وايي: كه بهرني ځواكونه ووځي نو پر افغانانو به تندر راپرېوځي، كه دا اندېښنه سمه هم وي چي هيڅكله نه ده؛ نو غوره دا ده چي ته ئې راتلونكي حكومت ته پرېږدې.

يوازي هغه ذليل او سپك انسان به د دې ننگين سند د لاسليك حمايت كوي چي يا كمونيستان دي يا هغه چي نه دين او مذهب لري او نه شرف او غيرت، هيڅ باشعور او له حقائقو خبر انسان به دا ادعاء ونه كړي او له هيچا به ئې ونه ومني چي ناټو افغانانو ته صلح او امنيت راوستى يا به ئې راولي، او د بهرنيو ځواكونو په شتون كي به جگړه پاى ته ورسېږي، د تېرو دولسو كلونو جگړو وښوده چي دا ادعاء دروغجنه او بې بنسټه ده. دا هم خوشې او پوچه وينا ده چي د اته څلوېښتو هېوادو ځواكونه موږ د دوه وو گاونډيو له شره ژغوري، گواكي لوى او پراخ شر د وړوكي احتمالي شر مخه نيسي!! دا مسخره وينا همغه د كمونيستانو پرونۍ پوچه وينا ده چي نن ئې د دوى تر څنگ نور وطن پلوري هم زمرزمه كوي، حقيقت دا دئ چي گاونډيانو هغه مهال موږ ته زيات تاوان رسولى چي د اشغالگرانو ملگرتيا ئې كړې، د اشغالگرانو له ملتيا پرته هغوى موږ ته د تاوان رسولو توان نه لري.   

 موږ دې ته چمتو يو چي د بهرنيو ځواكونو د وتلو په صورت كي د ډاډمني صلحي په تأمين كي او د هر بهرني تجاوز په وړاندي د افغان ولس په مقاومت كي په خپل ټول توان او طاقت سره فعاله او رغنده برخه واخلو.
افغانان دومره هم د پرديو مرستو ته اړ نه دي لكه چي ځيني ئې وايي، او زموږ د بقاء اساسي عامل ئې گڼي، كه صلح تأمين شي نه به بهرنيو مرستو ته اړ وو او نه دومره لوى شمېر اجير امنيتي ځواك ته، د عوائدو ډېر مدارك لرو، يوازي د مخابراتو او گمرك د ډاډمن كنټرول له لاري دومره څه ترلاسه كولى شو چي ډېري ستونزي مو حل كړي، كه افغانان همدا نن شل مليونه مبايل ولري، او هر يو د ورځي لس پنځلس دقيقې له خپل مبايل استفاده وكړي او مصرف ئې يو ډالر حساب كړو نو د كال اوه مليارډه دوه سوه مليونه ډالر كېږي، دا مبلغ نن يا په شخصي جيبونو كي لويېږي، يا د هغو كمپنيو په كڅوړه كي چي د دوى د هېوادونو فوځونه د افغانستان په اشغال كي د امريكا ملگرتيا كوي، په دې توگه په تېرو دولسو كالونو كي نږدې (86400000000) ډالر له افغانانو ترلاسه شوي، آيا همدا د دولت لپاره كفايت نه كوي؟!! پر دې سربېره د افغانستان موقعيت، معادن او تر زمكي لاندي ذخائر… داسي دي چي د امنيت په صورت كي به ډېر شتمن هېوادونه زموږ له شرائطو سره سم مرستي ته راوړاندي كېږي.
كه څه هم د رزق خزانې له الله تعالى سره دي، الله تعالى له كافر هم خپل رزق نه سپموي له مؤمن به ئې څنگه سپموي، كه احياناً د درې وخته پر ځاى دوه وخته ساده خواړه ولرو دا تر دې ډېر غوره دئ چي پر دسترخان مو د خيرات رنگ رنگ حرام خواړه پراته وي، يقيناً چي تر موړ غلام وژى آزاد ډېر شرف لري.    
                                                            په احترام

                                                              حكمتيار
                                                             افغانستان
                                                           قوس 1392

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x