نړۍ

د بلوچستان په تعلیمي نصاب کی به د بګټي او صمد خان سوانح شامل شي

نن ټکی آسیا: په پاکستان کي د بلوچستان صوبې حکومت اعلان وکړ چی دوی به د هغو پښتنو او بلوڅانو مشرانو نومونه د مکتبونو د تاریخ په کتابونو او نصاب کي ځای پر ځای کوی چی د دغه ولایت په تاریخ کي لويي کارنامې کړي.

د بلوچستان وزیر اعلی ډاکټر عبد المالک پاکستاني رسنیو ته په دې اړه وویل چي د بلوچستان ماشومان حق لري تر څو خپل د صوبې تاریخي مشران وپيژني.

او زیاته کړې چي په نصاب کي به د پاکستاني فوځ په لاس وژل شوي پخواني سیاسي او وروسته انقلابي مشر نواب اکبر بګټي په اړه معلومات هم شامله وي، او د هغه تر څنګ به نور تاریخي مشران لکه میر غوث بخش بزنجو، خان شهید عبد الصمد خان اچکزی، میر یوسف عزیز مګسي، او نور ورته مشران به هم شامل کړي.

باید وویل شي چي نواب اکبر بګټي چي دبلوچ نیشنل عوامي ګوند مشر وو، په کال ۲۰۰۶ د پرویز مشرف له خوا په خپل ابائي علاقه کي د فوځ په عملیاتو کي ووژل شو، ځکه چي نوموړي د خپل صوبې د حقوقو د غوښتني په خاطر د ډیرو سیاسي هلو ځلو وروسته په فوځي عملیاتو لاس پوري کړی وو، او د پرویز مشرف د حکومت څخه یې د بلوچستان لپاره د هغوی د معادنو او نورو اقتصادي مواردو په بدل کی زیاته حصه غوښتل.

د بلوچستان وزیر اعلی ډاکتر عبد المالک بلوچ وویل چي مونږ غواړو خپل ماشومان د هغو مشرانو په سوانحو خبر کړو چي ددوی لپاره یې خپل ژوند قرباني کړی.

باید وویل شي چي د پاکستان نیشنل اسمبلی کي د هري صوبې لپاره د ځانګړي نصاب جوړولو د اختیار په اړه قانون تصویب شوی، چی له امله یې هره صوبه کولای سی تعلیمي نصاب خپل د صوبې د ضرورت او مناسبت سره سم ترتیب کړي.

د یادوني وړ ده چي په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کي اوس هم پښتانه او بلوڅان حق نه لري چي په حکومتي مکتبونو کي په پښتو ژبه لیک لوست وکړي، چي له کبله یې ددغو سیمو اکثره پښتانه او بلوڅان خپل د ژبي او کلتور سره نا اشنا کیږي، او همداسي په تعلیمي او ثقافتي میدان کي ددغو ژبو د شاتګ باعث ګرځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x