ټولنیزه برخه

خلکو ته په دوکه کې خاتمی نه ویره پکار ده

موده  پخوا یوه دوست مې راته په یوي انجلۍ د مېنتوب خبره وکړه، په دغو مجازی مېنو مې چندان باور اوس هم نه راځي، هماغه مهال  مي  دهغه په اړه اټکل سم ختلي ؤ، زما دوست ته چا د یو ګوډګر پته ورکړي وه زه يي هم دیته مجبور کړم چې ورسره ملتیا وکړم او د ګوډګر ترکوره ورسره لاړ شم، نږدی نیمه ګړي مو په ګاډی کې مزل وکړ، د ګوډګر ناستځای  پورته بالاخانه کې ؤ، د وره مخته يي یوهلک د مراجعینو د راتګ لپاره مؤظف کړي ؤ ترڅو له میلمنو وپوښتې چې له چاسره  ېې کار دی! خونی ته د ورننوتو وروسته مو هغه ته سلام وکړ، هغه مخ په څادر کې تاو کړي وو، د سلام ځواب يي په  ارامه ساه راکړ اوښه راغلاست يي وویلې ، د هغه د معطربدن وږمو د ګردی خونی فضاء بدله کړي وه، مخ ته يي  پر یو واړه میز څو زاړه اوشلیدلې  کتابونه او وړو بوتلونوکې بوټي (سپیرکۍ، سووا سڼ او داسې نور …) پراته وو،

د ده د ناستې خونی ترڅنګ بله خونه  وه، چې د ښځینه مراجعینو لپاره جوړه شوي وی. دوست مې ورته خپله د جعلې عشق کیسه په غوږ کې په پټه بیان کړه، ګوډګر خپل زاړه کتابونه پرانیستل اود تعویذ په لیکلو يي پیل وکړ، زما زړه صبرونکړ ورڅخه مې وپوښتل په تعویذ کې څه لیکي؟ د سترګوکنج کتوکې راته ويي ویل دا ځینې ځانګړي الفاظ دی چې هرچاته معلوم ندي( انترمنتر ….) .

 زه هم غلي شوم اوخپل سوچ کې لاړم، ذهن کې مې د څوکلونو پخوا د یوچا نه اوریدل شوي کېسه رایاد شوه.

 په بنی اسرائیلو کې  یو زاهد او متقې سړي د بلثیثا په نوم اوسیده. د هغه د زهد او تقوا کېسې او انګازي تر لیری لیری تللي وی، نوموړي د خلکو په منځ کې  د خورا باور سړي ؤ، یوه ورځ ورته شیطان راغې او د ملګرتیا دغوښتنې ترڅنګ يي ورته د ځینو خبرو د منلو وړاندیز وکړ، خو نوموړي ورته په کلکه د رد ځواب ورکړ، شیطان چرت ووهه چې د بلثیثا د بي لاري لپاره باید پر یوه ستراتیژې اوپلان  کار وکړي بالاخره يي سرخلاص شو شیطان تل سر تر نورو  ژر خلاصیږي، شیطان د جن په بڼه د یو شتمن او نوموتي سړي پرښکلې لور کیناست د هغې روغتیا يي د ګواښ سره مخ کړه.

د انجلۍ پلار يي هم په چرت کې کړ چې اوس باید د خپلې محبوبې لور لپاره باید یوه ممکنه لاره ولټوي ترڅو لور يي شفاء یاب شي.

شیطان له ځان سره فکر وکړ چې اوس خو دی غوا لنګه شوه راځه بله ورځ دی ساده خلکو ته ووایه چې ناروغ باید یو داسې کس چې د ګوډو او سحر حذف کې کافي  تجربه ولري ور ولي چې له زاهد بلثیثا پرته دا کار څوک نشي ترسره کولي، د ښکلې انجلۍ په څنګ راټول کسانو په سپین لباس کې د شیطان خبره خوښه شوه او هوډمن شو چې ناروغه په بیړه  د بلثیثا تر مزدکه ورسوي.

 لنډه داچې هغوي هم دغه  کار په بیړه ترسره کړ شیطان بلثیثا ته وویل چې ګرانه دوسته !  دا انجلۍ ژر نه رغیږي لږ تر لږه باید اوږده موده له تا سره په ګوښه مکان کې تیره کړی کله چې زاهد د نامحرمې نجلۍ  سره د ډیر وخت لپاره پاتي شو، شیطان ورته په زړه کې وسوسه واچوله او ناروا (زنا) ته يي وهڅاوه بالاخره يي پر زاهد دغه فعل تر سره کړ د جنسې اړیکو د مودو وږي بزرګ هم خپله خوا پری سړه کړه او په نامشروع اړیکه لرلو روږدي شو، تردی چې انجلۍ بلاربه شوه، بل ورځ له زاهد سره اندیښنه پیدا شوه که اوس يي خپلوان راباندي خبر شي نو بی مرګه به مي پری نږدي د سرخوړلي زاهده لاره ورکه وه.

شیطان ورته بیا راغې او ورته يي وویل هیڅ غم مه کوه زما غوندي دوست لري د هرې مغلقې اوپیچلې مسله کونجې له ماسره ده.

 دغه نجلۍ ووژنه!  او همدلته يي پخپله عبادتخانه کې دفن کړه زاهد نجلۍ د په ګیډه کې دماشوم سره په قتل ورسوله، زاهد د شیطان د دوستې په ټس کې  سر له اوسه دوه ګناوي وکړي، موده وروسته شتمن سړي د خپلې ناروغې لور پوښتنې ته ورغي:
 شتمن:  زما لور چیرته ده .؟
زاهد: هغه د ورپیښې ناروغې له کبله وفات شوه.
شیطان: داسې يي  ورسره مه منه.
شتمن: نوڅه وکړم لاره راښایه.
شیطان: د قبر پوښتنه ځنې وکړه.
 قبر يي راوسپړه او ګیډه ېې وګوره چې بلاربه ده که یا !
 شیطان:  ته ورته ووایه چې دا ولي.؟
بالاخره له زاهده لاره ورکه شوه، نور ورته د خلاصون هیڅ لاره نه وه پاتي، پرته لدی چې د دښمن په جامه کې له دوست نه سلا مشوره وانخلي.
 د وخت حکامو بلثیثا ته د پانسې سزا واوروله، زاهد خپل مشاور ته وویل چې اوس څه وکړم؟
شیطان: زه کولي شم چې د دغه عذابه دی وژغورم، خو یوازي یوه سجده ماته وکړه.
[اوبو اخیستې ځګ ته هم لاس اچوی]
زاهد دغه کار په ترسره کولو کې د پانسې وخت پوره شو او له بده مرغه د زاهد  څو کلن زهد يي د تل لپاره په سیند لاهو کړ.

لیکوال : همایون بابر
۳۰/۱۱/۲۰۱۳

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x