
د خوند خبرې ندي/ سيد شاه سعود
سيد شاه سعود
غرونه ورو ورو راټیټیږي سمندر په وچیدو دی
د صحرا لمنه څیرې بیابان په ورکیدو دی
نړیوالو مشرانو جوهري جنګونه راکړل
هیوادونه راپریوتي ټول جهان په نړیدو دی
د جاپان په تله ناپ کړه د ړندو سترګو څپیړه
ترابان په خوب ویده دی وه ظالمه مه یې چیړه
د نوټونو مشینونه د مزدور سړي لاسونه
دا توپونه تفنګونه دا زخمونه او لاشونه
دا د خوند خبرې ندي کاروبار دی د اورونو
ځان تیار کړه چې زخمونه دي په بیعه د زخمونو