شعـــــرونه

د جانان خدرخېل نوی غزل

جانان خدرخېل

د لاهور ښار کې به کاړ وي، زه به نه یم
پاکستان به وران ویجاړ وي، زه به نه یم

پنجابیان به له غروره وي لوېدلي
جوړ کورونه به یې شاړ وي، زه به نه یم

پښتانه به لکه وروڼه یو لښکر وي
تر ډهلي پورې به لاړ وي، زه به نه یم

په اټک او په جیلم او آن په سیند به
افغاني بیرغ ولاړ وي، زه به نه یم

سپینې توري به د ستورو غوندې ځَل کا
د دوی شوبلې به کباړ وي، زه به نه یم

د خوشال روح به خوشحال وي “خدرخېله”
افغانیت به هلته ویاړ وي، زه به نه یم !!!
ــــــــــــــــــــ
لنډیکوتل/پوځي اډه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x