نړۍ

نیو یارک ټایمز: د بې پيلوټه بریدونو له امله د پاکستان او امریکا اړيکې ترینګلې دي

drone-attacksامريکايي اخبار نیویارک ټایمز ويلي چې د اوسینو بې پيلوټه بریدونو له امله د پاکستان او امریکا اړيکې ډېر ترینګلې دي. یاد اخبار وايي چې د سي ای اې لخوا دغه بریدونه په داسې حال کې وشول چې د پاکستان يو ستر ګوند تحریک انصاف په دغه هيواد کې د ډرون پر خلاف د احتجاج په حال کې دی. په هلمند ولایت کې د بې پيلوټه د برید له امله امریکايي قومندان د ولسمشرۍ ماڼۍ کې له افغان ولسمشره بښنه وغوښته. د نيویارک ټایمز له قوله دغه برید په امنيتي تړون د ولسمشر د نه لاسلیکولو له امله شوی دی. د يادونې وړ ده چې د مشورتي جرګې له ختمېدو وروسته امریکايي بې پيلوټه په هلمند ولایت کې پر يو کور برید کې يو ماشوم شهید شوی او دوه نور ټپيان وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x