کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / طالبانو یو ځل بیا د فراه پر ښار برید کړی

طالبانو یو ځل بیا د فراه پر ښار برید کړی

نن ټکی اسیا (سې شنبه، تلې ۲۰مه ۱۳۹۵ل): طالبانو نن سهار یو ځل بیا د فراه ولایت پر مرکزي ښار برید کړی او ویل کیږي چې جګړه د برنګتوت او شوراباد په نامه سیمو کې په شدت سره روانه ده.

د سیمي څخه عیني شاهدان او خبري سرچیني وايي چې طالبانو د فراه او هرات تر منځ یوازیني لاره هم د «دهک» په سیمه کې د ترافیک پر مخ تړلې او ددغه سیمي خلکو ته یې ویلي چې د جګړې څخه د ځان ژغورني په خاطر دي له سیمي څخه ووزي.

باید وویل شي چې تېره ورځ د فراه ولایت چارواکو وویل چې د فراه ښار د سقوط اندېښنه له منځه تللې، ځکه چې په وروستیو جګړو کې طالبانو ته سخته ماتې ورکړې او هغو یې له ښاره څخه لیري شړلي دي.

بل خوا د طالبانو سرچیني او د ښار یو تن اوسیدونکي نن ټکی اسیا ته وویل چې نن یو ځل بیا طالبانو پر ښار د څلور اړخونو څخه برید کړی.
دغه سرچینو ویلي چې طالبانو د باغ پل، ریګي، دهک او کورجي له طرفه پر ښار باندي بریدونه پيل کړي دي.

د فراه ولایت څخه یوې بلي سرچیني نن ټکی اسیا ته وویل چې طالبانو د «دهک» په کلي کې د جمال استاذ عسکر له کورونو څخه را ایستلي دي او له ځانه سره یې بندیان کړي دي.

همداسي د روکین په نامه سیمه کې ملي اردو خپله قرارګاه تخلیه کړې او له سیمي یې پښې سپکي کړي دی.

یادي سرچیني ویلي چې په دغه سیمو کې طالبانو خپل چیک پوسټونه هم جوړ کړي او کرار کرار پرمختګ کوي، چې اوس مهال د ښار اړوند د ریګي کورجي او قلعه زمان په نامه سیمو ته رسیدلي دی.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ

یوه تبصره

  1. اسلاعلیکم موژ خبر ترلاس کره دی چی تاسو یوملا په فراه وژلی چی هغه دیر خلک راتله آیا دا ریشتی دی