افغانستان

د ولسي جرګې دوهم مرستیال له الیکترونیکي تذکرو د افغان او اسلام کلمې په خپل سر ایستلې

په ولسي جرګه کې دا خبره افشا شوه چې د دې جرګې دوهم مرستیال په الیکترونیکي تذکره کې د افغان او اسلام کلمې په خپل سر ایستلې او مشرانو جرګې ته مکتوب یې لېږلی دی.

صالح محمد سلجوقي، چې د هرات د خلکو وکیل دی، له افغانیت او اسلام سره د شخصي اختلاف له کبله د ولسي جرګې د پرېکړې خلاف مشرانو جرګې ته په استولي مکتوب کې دا دوه کلمې د جرګې له پرېکړې ایستلي دي.

ولسي جرګې څو میاشتې وړاندې په الیکترونیکي تذکرو کې د وګړو د مشخصاتو ترڅنګ د هغوی د دین او ملیت یادونه ضروري بللې وه.

د جرګې په غونډه کې یو شمېر وکیلانو، چې د ملت پر ځای یې پر قومیت تاکید درلود، د افغان کلمې له لیکلو سره مخالفت کړی و.

د ولسي جرګې ځینوغړوو پرون د جرګې په غونډه کې په زغرده وویل چې ښاغلي سلجوقي مشرانو جرګې ته په استولي لیک کې خپل شخصي اغراض شامل کړي دي.

ولسي جرګې په خپله پرېکړه کې ویلي و چې د قومونو د ذکر کولو پر ځای د افغان او مسلمان کلمې لیکل کافي دي او د هر فرد قومیت دې په ډتابېس یا اسنادو کې ولیکل شي.

د يادونې وړ ده چې سناتور بسم الله افغان پرون کابل نیوز سره په خپلو خبرو کې وويل چې دا کار د د دې لپاره کيږي چې پر هغو افغانانو پرده واچوي چې عیسایان شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x