کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / حکومت اختر له سعودي سره، عاشورا له ایران سره لمانځي

حکومت اختر له سعودي سره، عاشورا له ایران سره لمانځي

نن ټکی اسیا (سې شنبه، تلې ۲۰مه ۱۳۹۵ل): د کار او ټولنیزو چارو وزارت د یوې خبرپاڼي په خپرولو سره اعلان کړی چې سبا د محرم میاشتي یولسمه ورځ به په ټول افغانستان کې رخصتي وي.

په دې وروستیو کې د ایران او سعودي حکومت تر منځ پر دیني مناسباتو د اختلاف وروسته ایران روژه، اختر او اوس عاشوراء یوه ورځ وروسته کړې ده.

باید وویل شي چې افغانستان هر کال روژه، اختر او نور دیني مناسبات د سعودي سره لمانځي، خو سږ کال چې د ایران او سعودي تر منځ د دیني مناسباتو اختلاف راغلی، حکومت د عاشوراء رخصتي د ایران سره اعلان کړه چې په کابل کې د ځینو ایران ضد عناصرو غوصه یې را پارولې ده.

دغه کسان وايي چې ایران پر افغانستان د کلتوري یرغل سربېره اوس پر افغانستان مذهبي یرغل هم پيل کړی، دوی وايي چې د ملي وحدت حکومت کمزوري او په دغه حکومت کې د ایران پراخ نفوذ ددې لامل شوی چې د عادت سره سم د محرم لسمي ورځي (عاشوراء) رخصتي د محرم یولسمي ته واوړي.

باید وویل شي چې په ایران کې د افغانستان په څېر هجري شمسي کال په رسمي ډول کاریږي ، خو دیني مناسبات بیا د هجري قمري پر نیټه ټاکل کیږي، کوم چې د میاشت د لیدو سره تعلق لري.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ