نړۍ

سوريې کيميايي وسلې به د امريکايي بحري بیړيو دننه له منځه یوړل شي

د كيمياوي وسلو د بندولو د نړيوالې ټولنې مشر احمد اوزومجو وويل چې د سوريې نه د ترلاسه شوو كيمياوي وسلو د لمنځه وړولو په موخه د امريكا د متحدو ايالتونو چارواكو د مرستې وعده كړې ده.
ځينو سرچينو بي بي سي ته ويلي چې په دغه بېړۍ کې به يوه گرځنده فابريکه لگېږي چې د اوبو په کارولو دغه زهرجن مواد تر يوې خوندي کچې پورې رقيق کړي.د کيميايي وسلو د بندولو ټولنې د ډسمبر ٣١مه له سوريې نه د زهرجنو موادو د ايستلو د وروستۍ نېټې په توگه ټاکلې وه.تر اوسه د نړۍ هېوادو د دغو موادو له منلو څخه کلکه ډډه کړې ده.په سمندر کې به د دغو موادو له ويجاړۍ نه نژدې اووه نيم ميليونه ټنه کثافات جوړېږي چې د نړيوالو کاروپوهانو په وينا به په ٤٠٠٠ کانتينرو کې ساتل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x