کور پاڼه / د نن سرمقاله / له لیرې پرتو سیمو څخه ښارونو ته د جګړې د غزیدو لامل څه دی؟

له لیرې پرتو سیمو څخه ښارونو ته د جګړې د غزیدو لامل څه دی؟

نن ټکی اسياـ سرليکنه

د روان میلادي کال له اګست میاشتې راهیسې د دولت او طالبانو ترمنځ د جګړې ډیر تمرکز د ښارونو په منځ د ولایاتو په مراکزو باندې دی.

د ښاري جګړو د غه لړۍ له نا آرام ولایت هلمند څخه پیل شوه چیرته چې د هیواد په کچه تر بل هرولایت زیات بهرني پوځیان میشت وو.

د سږکال په پیل کې چې کله د هلمند پرمرکز لښکرګاه ښار باندې د طالبانو د محاصرې کړۍ تنګه شوه د دغې محاصرې د ماتولو او داخلي ځواکونو د ملاتړ په غرض هلته ۱۰۰ کسه تازه دمې امریکايي عسکر واستول شول چې په لومړۍ ورځ یې دوه تنه له طالبانو سره په مخامخ جګړه کې ووژل شول.

له لښکرګاه وروسته د اروزګان ، کندوز، بغلان، فراه ، بادغیس او ځیني نور ولایتي مرکزونه دي چې د دولت او طالبانو ترمنځ د جګړې ډګر ګرځیدلی او د هرې ورځې په تیریدو سره هلته د جګړې د پراخیدو له وجې ولسي خلګو ته په ځاني تلفاتو سربیره درانه مالي تلفات هم وراوښتل کیږي.

په نړیوالو کنفرانسونو کې د بهرنیو مرستو د راټولولو لپاره ولسمشر اشرف غني د حکومت اړوند امنیتي ارګانونه داسې معرفي کوي چې په ټول هیواد مسلط او امنیتي وضعیت کاملا د دوی تر مدیریت لاندې دی ، خو د هیواد په داخل کې لیدل کیږي چې دولتي ځواکونه د بهرنیانو له مشارورت او د هغوی له هوايي ملاتړ سره سره اوس د هیواد د مرکزي ولایتونو په منځ کې محاصره او له ځانه د دفاع توان نه لري.

د کندوز ، لښکرګاه ، فراه او اوروزګان ښارونه یې ژوندۍ بیلګې دي چې له تیرو څو اونیو راهسیې د طالبانو تر محاصرې لاندې او نړیوالې رسنۍ په یادو ښارونو کې د طالب ځواکونو د پرمختګ رپوټونه خپروي.

اوس پوښتنه داده چې ایا په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې د ۱۵ کلن پوځي حضور پایله دا شوه چې د هیواد له لیرې پرتو سیمو څخه جګړه نن د ښارونو منځته راورسیده؟

هغه ۳۵۰۰۰۰ د ملي اردو روزل شوي پوځیان چیرته دي چې په تجهیز او روزلو یې زرملیارده ډالره لګول شوي؟

ولي دغه ځواکونه دومره ناتوانه دي چې په ۹ ورځې کې یواځې د کندوز ښار د طالبانو له محاصرې څخه نشي ژغورلی؟

که حقیقت ته وکتل شي نو د ګډ حکومت او دهغه د ټولو امنیتي ارګانونو موجودیت یواځې په افغانستان کې د جګړې د تداوم لپاره دی نه په افغانستان کې د امنیت د تأمین او افغان ولس د سوکالي لپاره.

د یاد حکومت د ټولو مجهزو دفاعي تشکیلاتو له شتون سره سره د ښارونو په منځ کې د جګړې د اور لمبې هم د دغه واقعیت تر ټولو روښانه انځور دی.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ