نيمګړى ارمان : لنډه كيسه

ليكوال : محمدهارون فيضي.
۱۳۹۰-۴-۶
ميوند د مځكو څخه د شپيشتو (رشقه) د غوټي سره كورته راننوت، شپيشي يې و خپلو بزو ته، ور واچولې  او ستړي ستومانه د خپلي خوني مخي  ته،كښېناست ، مور يې د يوې زړې او توري چاي جوشي څخه ،چاي ور واچولې، ميوند مور ته مخ ور واړوه او وي ويل

(( مور، حاجي غني اكا خو هم، خپل زوي ته كوزده وكړه ))

(( هو خبره سوم، خداي به ستا بخت هم درخلاص كړي ))

(( د كلي ټولو هلكانو ودونه كړي ، هغه دي د غني اكا زوي  چې زما همزولي دي كوزده يې وكړه ))
(( زويه ما دې هم ماما ته څو ځلي ويلي دي ، بيا به هم ورته ووايمه، خداي مهربانه دي  ))
(( موري، ماما به مې، زموږ سره دوستي وكړي ؟))
(( ولي يې نه كوي، ته خو يې خوريي يې حتما يې كوي))

سبا سو او ميوند، د تل به څېر خپلي كروندې ته ولاړ ، مور يې په كور كې ،د بزو او چرګانو روزنه كوله او د شيدو او هكيوپه  خرڅولو يې ،يو څه پيسې تر لاسه كولې او د زوي د كوزدې لپاره يې ټولولې. د مېړه د مرګ وروسته د دې د ژوند مقصد همدا ميوند و او دهغه لپاره يې ژوند كاوه .
بله ورځ چې ميوند كور ته راځي ،د سراي په دروازه كې خپل ماما ويني ،چې د كور څخه دباندي ځي.
(( سلام ماماجانه ))
((عليكم سلام څنګه يې زويه ؟))
((ښه يمه راځي كښېني چيري ځي ؟ ))
(( زويه ناست وم ،چاي مې هم وڅښلې ،ځم چې ناوخته كيږي، خپل خواري كاږه زويه، د خداي په امان))
ميوند د خپل ماما د راتګ څخه حيران  سوي و، ژر يې مور ته ور ږغ كړل.
(( مور. آ. مور ))
(( څه وايه زويه ))
(( ماما مې دلته؟ ))
(( هو زويه خداي دې ناره واورېده ماما دې راضي سوي دي، چې خپله لور دركړي هغه هم په لږ ولور . ))
ميوند ډېر خوشحاله و، خو دا ټآكل سوي ولور  هم د ده لپاره ډېر و، مګر، د كلي په پرتله يې ،ماما ډېر ښه ورسره كړي وه .زوي او مور ډېر خوشحاله ول .

هلك په ډېره مينه كار كاوه او د شېدو او هكيو په  خرڅولو يې هم پيسې ټولوې، دوه  كاله تير سول، ميوند پيسې برابرې كړي او ډېر خوشحاله و، د مور سره ناست و ، د واده د تياري لپاره يې خبري كولې.
(( موري ما خو خپله خونه جوړه كړه او خپل عكس مې هم پر دېواله وځړاوه ، كوم بل شي خو به نوي پكار؟))
(( نه زويه، هر څه سم دي ،خو يو څه سودا بۀ د بازار څخه راوړي ))
(( هو موري، زه به سبا ګرشك ته ولاړ سم او ټوله سودا به راوړم، بيا به د خيره سره واده وكړم ))
(( ډېر دي   د واده ارمان درلودي زويه ، پريشانه وې ګوره خداي هر څه سم كړل، واده به وكړي او ژوند بدې سم سي. )
(( مور دا هر څه خو ستا له بركته دي ،كله  چې زه كوچيني يتيم پاتې سوم ،نو تا په دې غريبې كې وروزلم، خپله ځواني دې زما په سر خاوري كړله ،موري ته ډېره راباندي ګرانه يې ))
(( هو زويه ،ټولي خواري تېري سوي، خو شكر دي چې ته خداي راته ځوان كړي، زه ډېره خوشحاله يمه ))
(( مور اوس نو ته خواري ته اړتيا نلري ،زه يم ټول د كروندې او د څارويو كارونه زه كوم ، ټوله ورځ خواري كاږمه ،كوښښ كوم چې، پاتې ژوند دې په هوسايي  سره تير سي،خداي دې نور دغم ورځي ستا څخه ليري ولري))
مور يې دميوند د ماما كور ته ورغلله ، د ولور پيسې يې وركړې ، د واده خبري يې وكړي، ورور  يې چې يو پوه سړي و، ډېر بار يې نه پر اچاوه،  د خپلي بې وزلي خور ژوند ته په كتو سره به يې  هر څه ورسره منل ،مور او زوي  په همدې سره سلا سول، چې سبا به ميوند ګرشك ته ځي او د واده لپاره به ځيني د اړتيا سامان  راوړي .
سباسو ،ميوند چې ډېر خوشحاله معلومېده او ټوله شپه يې د خوشحالي څڅه خوب نه و كړي ، پيسې يې جيب ته كړې  ، د مور څخه يې ،خداي په اماني واخيستله او د بازار په لوري روان سو .
مور يې د كور په پاكولو بوخته سوه، د ميوند خونه يې پاكه كړه ،سراي يې جارو كړ، ورځ تېره سوه مازديګر سو د ميوند د راتګ وخت رانږدې سوي و، دروازه وټكېده موريې له ځانه سره  وويل (( هغه دې ميوند راغي، ستړي سوي به وي چاي مې هم نه دې ايښولي))
كله چې دروازه يې خلاصه كړه ،ګوري چې ورور يې ولاړ دي ، سترګي يې هم سرې سوي دي، ځيني نور كليوال هم د دېواله بغل ته ولاړ وه، دميوند مور وويل.
(( راځي ،ما ويل ميوند دي، راځي نور څوك درسره دي ؟))
خو هغه څه و نه ويل ، تر سترګو يې مړې اوښكي راوبهېدې زرمينه ورخطا سوه ، چيغي يې كړي (( څه خبره ده! ولي چپ يې ؟ په ميوند خو به څه نه وي سوي ؟)) ورور يې مخ ته ورغي  او خپلي خور ته يې وويل .
(( چپ سه، ناري مه وهه ،پدې كې به د خداي رضا وه، موږ ميوند له لاسه وركړ،زموږ ميوند شهيد سو. ))
(( نه نه ميوند خو د خپل واده لپاره په سودا پيسې تللي و، نو دا هر څه څنګه پيښ سول ))
(( د ګرشك په بازار كې هغه ځاي ته نږدې چاودنه وشوله، كوم چې ميوند شيان رانيول او د نور ځوانانو سره، ميوند هم خپل ارمانونه  ګور ته يوړل. ))

(( آه خداي دا ورځ دې ولي په ما ليدله، ميونده! سبا ستا واده دي ته چيري يې، ژر راسه مور دې تا ته سترګي په لارې ده، ميونده اااااااااااا))
دې چې خپل ټول ژوند په غمونو تېر كړي و، يو بل لوي غم هم پرې اضافه سو، د سراي په كونج كې كښېناسته، كليوالو د ميوند كټ پورته كړ او د هدېرې په لوري ، روان سول . كلونه تېر سول د ميوند مور هر سهار چې به د خپلي خوني راووتله ،نو دميوند خوني ته به ولاړه شاوخوا به يې وكتل او بيا به د هغه عكس ته ځېر سوه او مړې مړې اوښكي به يې له سترګو راو بهېدلې، بس د خپل زوي د نيمګړى ارمان سره يې خپل پاتې ژوند تيراوه .



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.