شعـــــرونه

یادونه او منزلونه

landscapeهغه بله ورځ می خپله یوه پخوانی کتابچه راواړوله. په هغی کی می ځینی هغه خپل پخوانی شعرونه  ترسترګو شول چی ما د شوروی اتحاد په خلاف د افغان مجاهد ولس د جهاد په وخت کی لیکلی و. ددغو شعرونو  یوڅو یی په هغه وخت کی  چاپ شوی خو ځینی نوریی تراوسه  په مطبوعاتو کی نه دی راغلی.  ددی وجه داده  چی د ډیر وخت  راهیسی می یوازی لیکنو ته مخه کړی او دشعرونو لیکل می پریښی نو ځکه همغسی په کتابچه کی راسره پاته شوی دی.

باید ووایم چی  د هغه وخت ممیزه دا وه چی په مجموع کی افغانانو د دین او وطن سره خورا زیاته مینه درلوده.

متآسفانه  اوس د تیرو لسیزو په تیریدو سره، د یوه معلوم تعداد نه پرته ډیرو دغه دواړه مینی له لاسه ورکړی دی. ښایی د غمیزو سبب هم همدا وی.   دلته خپل یو پخوانی شعرچی  په   ۱۳۶۴  ه- ش کال کی می  لیکلی، درسره شریکوم.

                                                 

جګ سرونه

محمد سهیل شاهین

ای  وطنه ستالمنی که صحراوی یا شیلی دی

 له ځانه په ما ګرانی له جهان ماته خوږی دی        

ستا غرونه لکه ولونه ، د نیکو می سنګرونه

پکښی اوسی جګ سرونه اسمان څکی یی شملی دی

تن می ستا په تن کی وینم ای ټاټوبیه د غازیانو

ستاغرونه زما تاریخ دی، ستا دشتی یی صفحی دی

ستا چمن صحت افزادی لکه جنت پدی دنیا دی

ستا خاوره زموږ توتیا ده،  ستا چینی مو میخانی دی

ستا ښکلا لکه د حوری موږ پری لوی واړه مین یو

ستا سینه میدان د توری ، پکښی نغښتی حماسی دی

ستا پلو کی  جوماتونه،  لکه چمن کی نرګسونه

پکښی ویل کیږی تکبیرونه،  کفرشکن یی مناری دی

 د اتل افغان وطنه، زما په وینه کی ستامینه  

زما سترګو ته وګوره پکښی اوڅار ستا نظاری دی

په اسلام باندی ویاړمنه،  شاهین ته ګران له خپله تنه

په ځواب دندان شکنه،  په عالم دی انګازی دی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x