کور پاڼه / پښــــتو ادب / شعـــــرونه / غزل/ مطيع الله جواد

غزل/ مطيع الله جواد

مطيع الله جواد

تا چی پر زړګې د هجر داغ راکړی
خلګو نوم دستې د بې دماغ راكړی

زما معصوم آرمان چی یی شهید کړلو
ربه که په لاس دی هغه زاغ راکړی

روغ لکه یعقوب درپسې ړوند شومه
وخت راته په لاس کی اوس څراغ راكړی

یو ځل چی په یو ګل پسې مړ شم زه
څې كوم که بیا د ګلو باغ راکړی

ستا د دین پکار یې هم مصروفه کړه
خدایه چی ېو مست بشر دی چاغ راکړی

ما جواد خو خپل هدف ته وه دانګل
ربه که سند دی د بلاغ راکړی


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ