
آذان کډه وکړه/ حمدي
حمدي
جومات شهید، محراب شهید، حجره موهم شهیده
زمونږ له کلي ښکلا ولاړه، آذان کډ ه وکړه
اما م له ژونده مرور دی ژوند له مونږ مرور
د جهل توره شپه خوره شوه، عرفان کډ ه وکړه
زمونږ په کلي خو قیامت دی، بل ځای شته اوکنه؟
اسلام کړی، کړی پریکیږي، قرآن کډ ه وکړه
ړنده فتنه راغله ړانده شول سترګور سرونه
له ځینو ډ یرو خو په ژوند کښې ایما ن کډ ه وکړه
بریښي چې نور نو اسرافیل شپیلۍ ته پوک ورکوي
د آدم زوی بیا د الله له فرمان کډ ه وکړه
بغاوت دومره فرعوني شو، ځان بې واګو ګڼي
بنیادم بیا د شیطان مل شو ندمان کډه وکړه
حمدي دا نښې دقیامت دي قیامت ډیر نژدې شو
انسان وحشي شو له انسان نه حنان کډه وکړه