کور پاڼه / پښــــتو ادب / شعـــــرونه / ترانه/ نصيب رحماني

ترانه/ نصيب رحماني

نصيب رحماني

اخ څومره تنکي ګلان
سره لکه غاټول ریحان
څنګه قربانۍ کـــوي
ځان نه سپموي ګلان، ځان نه سپموي ګلان

دار ته هر کلی وایې
ژوند ته دپاي ټکی ږدي
خدایه! ور نصیب یه کړه
حورې او که دي غلمان، حورې او که دي غلمان

ټول دي پتنګان د دین
شمعه یې لیلا غوندې
زلفې او چشمانې یه
ښکاري عنبري ګلان، ښکارې عنبري ګلان

صف،صف په ژړا ولاړ
مینه یې سپیڅلې ده
ځي په ازادۍ پسې
ژوند یې ابدي اسان، ژوند یې ابدي اسان

بیا را جمعه شوي دي
ځي مخ په اُحد باندي
رب یې نصرتونه کړي
ځکه ګړندي روان، ځکه ګړندي روان

تورې او اســونه دي
ځی ټول د حمزه په لار
مل مې کړه د دوی خدایه
دا د رحمانی ارمان، دا د رحمانی ارمان
ـــــــــــــ
نصیب رحمانی


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ