
هلمند کې ۲۳۰ تنه امنيتي ځواکونه تسليم ، اسيران او وژل شوي
نن ټکی اسیا (سې شنبه، تلې ۲۰مه ۱۳۹۵ل):د هلمند مرکز لشکرګاه ته څېرمه د بشران هديرې په سيمه کې هغه پوځي قطار چې د تيري شپې راهيسي د طالبانو تر محاصرې لاندي وو له دروند مالي او ځاني زيان سره مخ شوی.
طالبانو نن ټکي اسيا ته په رالېږل شوې خبر پاڼه کې ويلي چې د يادي قوې ۱۲۵ تنه پوليس او اربکيان ورته تسليم شوي.
طالبان وايي د ۵ تنه قومندانانو په شمول ۶۹ عسکر يې وژلي چې جسدونه يې لا د جګړې په ډګر کې پراته دي او زياتوي چې ۳۳ تنه نور عسکر يې په زخمي حالت کې نيولي.
طالبان وايي زخمي اسيران د دوی له لوري تر تداوي لاندي دي خو د برخليک اړوند يې څه نه دي ويلي.
خبر پاڼه ليکي (( په جګړه کې د دښمن ۸ شوبلې اویو کامازموټرسوځول شوي ، ۲۲۰ میله سپکه اودرنه وسله ، ۱ زغروال ټانګ ، ۲۲ شوبلې ، ۲۰ عرادي رینجرموټر، ۳ ټوډي موټر او ډول ډول نور په زیاته اندازه مهمات غنیمت شويدي)).
هاشم الکوزي د يادي قوي د محاصرې اړوند د يو مرکې په مهال وويل چې طالبانو ۶۰۰ کسيزه قوه محاصره کړې او د يادي قوې نژدې سل تنه سرتيري يې وژلي.
په هلمند کې د دې خونړۍ پېښي خبر داسي مهال ور کول کيږي چې په ګاونډ کې پروت ولايت روزګان هم د ورته پيښي شاهد وو.
د اريانا تلويزون د خبر له مخي په ارزګان ولايت کې ۲۵۰ سرتيري له پرېمانه مهماتو سره نن طالبانو ته تسليم شوي.