د نن سرلیکنه

د افغانیت او اسلام خلاف د مشرانو جرګې وروستۍ پریکړه

نن ټکی اسیا – سرمقاله: د ليندۍ پر (۵)مه نېټه  د کرزي د مشرانو جرګې  پریکړه وکړه چې د هویت له تذ کرې (پیژند پاڼې) څخه دي  د افغان او اسلام يا (مليت(او (دين) کلیمه لیري کړای شي .

 

که څه هم چې  د اشغال په ۱۲ کلنه دوره کې د هیواد له  ملي حاکمیت نه نیولې تر ځمکني  تمامیت او اسلامي مقدساتو پوري هیڅ هم  د یرغلګرو له شره محفوظ نه دې پاتې ، خو  دا چې  خپله د کرزي تش په نوم اسلامي دولت لخوا دي  د دې هیواد  د مسلمان ولس  د دین او هویت په  اړه دا ډول بربنډ تیری وشي  واقعا چې  دا یو هیښوونکې خبر دی.

د امریکایانو په دستور  د کرزي د مشرانو جرګې دغه  د افغانیت او اسلامیت ضد عمل په خپل ذات کې داسې یوه پریکړه ده  چې  له  افغاني ، اسلامي  حقوقي او فرهنګي اړخه  د کرزې د مزدور رژیم  دټولو تقنیني ، قضايي او عدلي مراجعو حیثیت تر پوښتنې لادې راولي.

په فرض محال سره که چیري  د امریکایانو د اشغال په مټ همدغه پریکړه په افغانستان کې عملي کیږي نو  افغانان به دځمکې په سر لومړني انسانان وي چې نه به خپل مستقل اسلامي تشخص لري او نه هم  ملي هویت ، حال داچې د نړۍ په مخ  هیڅ داسې ملت او قوم شتون نه لري چې  هغه دې  د دغو دوو اساسي  مشخصاتو  فاقد وي .

د افغانانو له تذکرو څخه  د مذهب او هویت مشخصه حذفول په مجموع کې د ټول ولس او هیواد  د حذفولو په معنا ده .

ځکه چې افغانستان د افغانانو ځای دی ،نوکله چې افغانیت من حیث د هویت حذف کیږي افغانستان خود بخوده  په طبیعي لحاظ  ورسره له منځه ځي .

د کرزي د مشرانو جرګې دغه پریکړه په حقیقت کې  د امریکايي اشغال  د اهدافو دتحقق تر ټولو هغه ستر هدف دی چې  هغوئ یې د  تیرې دولس کلنې دورې په جریان کې له ترلاسه کولو عاجزوو.

هغوئ له تیرو دولسوکلونو راهیسې په فزیکي لحاظ د افغانانو د ټاټوبي د ورانولو، د افغانانو دشهیدانولو او دهغوئ د مقدساتو دله منځه وړلو هڅې وکړې ، په ملیاردونو ډالریې ولګول ، په سلګونو زره پوځیان یې مړه او ژوبل شول  او په  لس ګونوزره نوریې په ذهني ناروغیو اخته شول ، خو له دې ټولو سره   نه  د افغانستان په لاندې کولو وتوانیدل  ، او نه  د مسلمانو افغانانو  د اسلامي او افغاني تشخص په له منځه وړلو قادرشول ، بلکې د دوئ د همدغو ټولو وحشتونو په مقابل کې لا  د افغانانو  افغاني او اسلامي جذبات را وپاریدل او د همدغې روحیې له مخې یې له خپل هیواد او معتقداتو څخه  له یرغلګرو امریکایانو  او د هغوئ له نورو نړیوالو صلیبي اشروالو سره حیرانوونکی مقاومت وکړ .

اوس چې هغوئ په پوځي لحاظ  د افغانانو له تسخیرولو عاجزه شوي ،نو غواړي د خپلو هغو بي ضمیره مزدورانو چې هغوئ تش په نوم افغانانو او مسلمانانو ته منسوب دي خپلو ناولیو استعماري اهدافو ته ځان ورسوي او د هیواد  د پلورل شویو تقنیني ارګانونوپه وسیله په خپلو مزدورانو داسې پریکړې عملې کړي چي هغه  د افغان مسلمان غیرتي ولس په منځ کې نفرتونه او تفرقې ایجاد کړي .

افغانان  د نړۍ په مخ  ترټولو هغه غیرتي  ولس دی چې  د خپل دین  او افغانیت  د تحفظ لپاره یې تربل هرچا ډیرې قربانۍ ورکړې او اوس هم له یرغلګرو امریکایانو سره په همدغه روحیه مقاومت کوي ، همدغه  توریالی او غیرتي ولس به  په هیڅ ډول  د اسې  پریکړه او فیصله  ونه مني چې  په هغه کې د دوئ  اسلامي تشخص او ملي هویت زیانمن کیږي ، امریکایان او د هغوئ ضمیر پلورلي مزدوران به خپلې پریکړې کوي  خو  د مسلمانو افغانانو په هیواد کې به  یواځې هغه څه  دتطبیق وړوي  چې هغه   د دغه غیرتي ولس  له ملي ،اسلامي او افغاني  غوښتنوسره  مطابق وي .

ټيټ مې مه بوله غورځنګ راباندې مه کړه
زه پــه دې افــتادګــۍ کــې لوی ګـړنګ يـم

——–

د نن ټکی آسیا سرمقاله

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x