
عاجل: د شیعه ګانو پر زیارت ډله ایز برید شوی
نن ټکی اسیا (سې شنبه، تلې ۲۰مه ۱۳۹۵ل): د کابل په دریمه حوزه کې د کارته سخي پر زیارت نامعلومو وسلوالو ډله ایز برید کړی.
د عیني شاهدانو په قول د وسلوالو بریدګرو شمېر څلور تنه وو.
تر اوسه پيښه جریان لري، خو ځیني خبري سرچینو ویلي چې تر اوسه په دغه برید کې د یوه پولیس په ګډون اته کسان وژل شوي او تر ۳۰ زیات نور ټپيان دي.
یوې بلي سرچیني ویلي چې یوه بریدګر د خلکو په منځ کې ځان ته چاودنه ورکړه، دوه د پولیسو له لوري وژل شوي او یوه بل په زیارت کې دننه خلک برمته کړي.
ویل کیږی چې په دغه جګړه کې د دریمي حوزې پولیسو مشر سید محمد اغا خاکسار هم د ۳ پولیسو په ګډون ټپي شوی دی.
د کابل امنیه قومندان رسنیو ته ویلي چې دوی هڅه کوي چې د کارته سخي زیارت څخه خلک په امن را وباسي.
دم ګړی دغه زیارت ته تللي ټولي لاري د پولیسو له لوري بندي شوي دی.
د کورنیو چارو وزارت رسنیو ته ویلي چې د بریدګرو شمېر درې کسه دی، په زیارت کې یو شمېر کسان برمته کړي.