نظــر

له يهودو يې بايد زده کړو..

مسلمانان د خپلو بدبختيو له پاره د نورو په ملامتولو عادت دي، هره بدبختي چې په اسلامي نړۍ کې ده، موږ نورو ته لاس نيسو او له خپلو اوږو بار او مسؤوليت لرې کوو!

په دې کې شک نه شته چې اسلامي نړۍ مخالفين لري او همدوى دي چې خلافت يې له منځه يوړ او د اسلامي نړۍ پر مختګ نه غواړي، خو موږ بايد د خپلې بدبختۍ له پاره يوازې ځانونه ملامت کړو او د حالاتو د ښه کېدو له پاره بايد يوازې ځانونه مسؤول وګڼو.

استاد حبيب الله رفيع يو وار راته وويل چې جرمنيانو ته مې وويل چې تاسې بايد د افغانستان په بيا رغونه کې ډېره زياته مرسته وکړئ ځکه. وايي دوى راته وويل چې تاسې بايد د افغانستان جوړونې له پاره په ځانو باور ولرئ نه په نورو.

موږ مسلمانان هم بايد د خپلې تباهۍ لاملونه په ځان کې وګورو او د ښه کولو له پاره يې يوازې ځان ته تمه ولر او په خپله بايد کار وکړو.

قرآني لارښوونه هم همدا ده، وايي تر هغې چې يو قوم په خپله خپل حالت بدل نه کړي، خداى يې حالت نه بدلوي.

په فلسطينې دولت او فتح کې اسرائيل ډېر زيات جاسوسان لري. دغه جاسوسان په ډېرو اوچتو کسانو کې هم دي. آن محمد دحلان چې په فتح کې ستر مسؤول و، په دې تورن دى چې د اسرائيل جاسوس دى او د فلسطين پخواني مشر ياسر عرفات په مړينه کې هم د فتح مشران تورن دي!

په اسرائيل کې د دويمې انتفاضې له پيل سره، اسرائيل يو لک فلسطيني جاسوسان لرل! چې اوس به څومره وي! مسلمان په خپله د نورو له پاره جاسوسي کوي، نو څنګه به يې حالت ښه شي او ولې به نور ملامتوي؟! له دښمنه خو هېچا د نېکۍ تمه نه ده کړې.

موږ يې بايد له يهودو زده کړو. يهود که څه هم ډېر لږ نفوس لري خو په نړۍ حاکميت کوي. ځکه چې ځانونه يې رسولي او پوهه لري.

البرټ اينسټاين يهودي و، فرويډ يهودي و، مارکس يهودي و، نوم چومسکي يهودى دى، هانس کلسن يهودى و، رونالډ ډوارکن يهودى و، ريچارډ کارنر يهودى و، اچ ال اې هارټ يهودى و.. يهود دومره پوهان لري او لرل يې چې که د ټولو نومونه وليکو شايد دغه ليکنه کې ځاى نه شي.

دومره پوهانو د د يهودو ټول نفوس سره مقايسه کړئ! يهود د ټولې نړۍ ٠،٢ فيصده تشکيلوي! او مسلمانان د ټولې نړۍ پنځمه برخه تشکليوي!

يهود د مسلمانانو په مقابل کې داسې دي لکه مېږى او فيل. خو يهود پلان لري او مسلمانان يې نه لري، بلکې خپلو کې سره نښتي. يهودو سوونه کاله پلان جوړ کړ او اسلامي خلافت يې ختم کړ، د همدغه پلان په نتيجه کې په فلسطين کې سره راټول شوي او يهودي دولت يې جوړ کړ!

دا د نړۍ په تاريخ کې ډېره عجيبه حادثه ده، ځکه له ټولې نړۍ يهودان راټول شول او يو داسې اسلامي هېواد يې جوړ کړ چې آن د دوى له فطرت سره جوړ نه و. نه يوازې د فلسطين محدودې برخې، بلکې په ١٩٦٧ ميلادي کې يې د ټولو مسلمانانو مقدسه خاوه، لومړۍ قبله اقصى جومات يې اشغال کړ. چې دا کار آن د نړيوال قانون له نظره جواز نه لري!

دا څه وړه خبره نه ده او نه آسان کار دى. خو يهودو د دغه کار له پاره ځانونه پوهان کړل، په سترو حکومتونو کې يې ځانونه دننه کړل او غټو پوسټونو ته ورسېدل، بيا يې له ١٨٨٠ وروسته منظم حرکت د صهيونېزم په نامه جوړ کړ چې خپل اهداف تر لاسه کړي. موږ په مسلمان افغانستان کې په پښتو او فارسي سره وران يو، مګر يهودو دې ته ونه کتل چې څوک د کوم هېواد دى. له امريکې، روس، عربي هېوادونو او نورې نړۍ راټول شول څو يو ځواکمن اسرائيل جوړ کړي.

د مالي مرستې وخت چې ورسېد دوى ښه مرسته وکړه. د اسرائيل د جوړېدو پر مهال دوى ته د جګړې له پاره شل مېليونه روپۍ په کار وې. ګولډا مائير اسرائيل ته لاړه، يهودي اسرائيليانو د شل مېليونه ډارو په ځاى پنځوس مليونه ورکړل!

کله چې د قربانۍ وخت شو، داسې يې ونه ويل چې زه پوځي يم او دا کار نه شم کولاى، بلکې هر يوه خپل زوى وړاندې کاوه. د اسرائيل پخوانى لومړى وزير اېريل شارون له ځوانۍ د اسرائيل په جوړولو کې جنګېدلى او دومره وژنې يې کړې وې چې د وخت دولت مجرمين اعلان کړي وو. همدا رنګه د کامپ ډېوېډ معاهدې په امضا کوونکى د اسرائيل لومړۍ وزير بېګن او د دفاع وزير موشې دايان خو بيخي د اعدام په حکم محکوم وو.

دوى د اسرائيل د جوړېدو له پاره، پوهه لاسته راوړه، سره يو شول، هر ډول مالي او ځاني قرباني يې ورکړه، بيا يې اسرائيل جوړ کړ.

موږ که غواړو اسلامي ځمکې بېرته راوګرځوو، خلافت راژوندى کړو او خپل ټول ټپونه دوا کړو، بايد له يهودو يې زده کړو.

جاوېد غوربندى

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x