کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / عاجل: په کابل کې د شیعه ګانو د ماتم پر مراسمو دوهم برید شوی

عاجل: په کابل کې د شیعه ګانو د ماتم پر مراسمو دوهم برید شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۲۱مه ۱۳۹۵ل): د نن شپې دوهم برید د کابل په کارته چار کې د چار یار په نامه د شیعه ګانو پر تکیه خانې باندي شوی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې دغه سیمي ته ځانګړي ځواکونه رسیدلي تر څو بریدګر سره وجنګیږي.

نوموړي ویلي چې تر اوسه د بریدګرو شمېر نه دی ورته معلوم، کیدای سي یو کس یا زیات وی.


ددې تر مخه صدیق صدیقي ویلی وه چې د کارته سخي په زیات کې پيښه د یوه بریدګر په وژل کېدو پای ته ورسیدله. نوموړي د وژل شویو کسانو شمېر په اړه ویلي وه چې وروسته به یې کره شمېره رسنیو سره شریک کړي.

خو د کورنیو چارو وزارت یوې بلي سرچیني ویلي چې ۱۶ کسان وژل شوي او تر ۳۰ زیات نور ټپيان دي.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ

یوه تبصره

  1. Kidashi chi Gulbudeen da di la para rashi chi da shia aw soni tafriqa wachawi.Da kho la Gulbudeen tar ossa raghalei nadi chi da hal di,da chi rashi no sa hal ba wi,da e Amricaiano ta awala tohfa wa,na ghwaram chi tohmat wakam kidaishi chi ghalat wa ossam