نړۍ

سي ای اې له اسلام اباده خپل مهم مشر ویستل غواړي

 اسلام اباد: وروسته له هغه چې امریکايي بې پيلوټه د پښتونخوا په په هنګو سیمه کې پر يوه دیني مدرسه برید وکړ؛ د عمران خان په مشرۍ پاکستان تحریک انصاف د هنګو تاڼه کې د سي ای اې پر خلاف دعوه دایره کړه او ويلي يې دي چې په دغه دعوه کې به په اسلام اباد کې دسي ای اې د مرکز مشر کریګ اوست نوم هم شامل کړي؛ له همدې امله سي ای اې د اسلام اباد دفتر مشر له پاکستانه ویستل غواړي.

د امریکا دغه اقدام کيدای شي د سي ای اې او ای ایس ای تر منځ د سړې جګړې یوه برخه وي؛ خو پاکستاني استخبارات وايي چې دوی په دې اړه هيڅ نه دي ويلي. د پنجاب ایالت د قانون وزیر رانا ثناءالله ويلي

چې کيدای شي ای ایس ای د سي ای اې د سمیز مشر نوم افشا کړی وي.

بل پلو د تېرې پنجشنبې په ورځ يو مهم امریکايي ديپلومات د تحریک انصاف يو لوړپوړي مشر شاه محمود قریشي سره په پارلمان کې کتلي. د رسنیو په استناد د خبرو محوري نطقه يې د سي ای اې سیمیز مشر کریګ اوست و.

د يادونې وړ ده چې د سي ای اې د داسې مشرانو نومونه تل په پرده کې ساتل کيږي او امریکايي رسنۍ دا د سي ای اې لویه کمزوري بولي چې د یو مهم سیمیز مشر نوم يې افشا شوی دی.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x