دعاشوراء له درسونو څخه

ځواکمن طالب

دعاشوراء ورځ د بشريت دتاريخ ډيره عظيمه او تاريخ سازه ورځ ده ، په همدې ورځ الله جل جلاله الله جل جلاله خپل نبي ته نجات او دهغه ستر دښمن يې هلاک کړی و، الله جل جلاله موسی عليه السلام او له هغه سره مؤمنانو ته دفرعون له ظلمونو څخه نجات ورکړی و، فرعون او دهغه قوم يې هلاک کړی و، موسی عليه السلام د رب تعالی ددغې سترې لورينې دشکر ويستلو لپاره ددې ورځې روژه نيوله .

عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُمَا ، أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَدِمَ الْمَدِينَةَ ، فَوَجَدَ الْيَهُودَ صِيَامًا يَوْمَ عَاشُورَاءَ ، فَقَالَ لَهُمْ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ( مَا هَذَا الْيَوْمُ الَّذِي تَصُومُونَهُ ؟ ) .

فَقَالُوا : هَذَا يَوْمٌ عَظِيمٌ ، أَنْجَى اللهُ فِيهِ مُوسَى وَقَوْمَهُ ، وَغَرَّقَ فِرْعَوْنَ وَقَوْمَهُ ، فَصَامَهُ مُوسَى شُكْرًا ؛ فَنَحْنُ نَصُومُهُ .

فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ( فَنَحْنُ أَحَقُّ وَأَوْلَى بِمُوسَى مِنْكُمْ ) ؛ فَصَامَهُ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ، وَأَمَرَ بِصِيَامِهِ . رواه البخاري ومسلم

په بخاري او مسلم کې له حضرت عبد الله ابن عباس رضي الله عنهما څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم چې کله مدينې منورې ته راغی ، يهود يې وليدل چې دعاشورې دورځې روژه يې نيوله ، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وويل: دا کومه ورځ ده چې تاسې يې روژه نيسئ ؟

هغوی وويل: دا يوه عظيمه ورځ ده چې الله تعالی پکې موسی او دهغه قوم ته نجات ورکړی وو ، فرعون او دهغه قوم يې غرق کړی وو، نو موسی عليه السلام دشکر ويستلو په موخه ددې ورځې روژه نيوله نو موږ يې هم ځکه نيسو.

رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: دموسی عليه السلام سره موافقت باندې خو له تاسې څخه موږ زيات حقدار او وړ يو .

بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم ددې ورځې روژه ونيوله او دنيولو امر يې وکړ .

 

د عاشورې ورځ هر کال له عبرتونو ډک درسونه له ځان سره راوړي ، هغه درسونه چې د مستضعفو مسلمانانو لپاره پکې د هيلو څرک له ورايه معلوميږي .

هغه ذات چې مستضعفو بني اسرائيلو ته يې د ظالم او وحشي فرعون له اشغال څخه نجات ورکړی و همغه ذات به دنن عصر مستضعفو ولسونو په ځانګړې توګه افغان مسلمان ولس ته له امريکايې اشغال څخه نجات ورکوي ځکه نننۍ استعمار له فرعوني استکبار سره ډير ورته والی لري .

  • فرعون هم ځان نه ماتيدونکی ځواک ګاڼه ، هيڅ کله يې هم دا فکر نه کاوه چې يوه ورځ به دبدبه له لاسه ورکوي او له زوال سره به مخ کيږي ، او نورو ولسونو ته يې په ډيره سپکه کتل د شِرْذِمَةٌ قَلِيلُونَ خطاب او ناوړه چلند يې ورسره کاوه ، او په ټوله نړی يې دخپلې باطلې رايې منل (مَا أُرِيكُمْ إِلَّا مَا أَرَى) او خپل راج چلول غوښتل ، او معاصر فرعونيان هم همدا فکر او همدا موخې لري . د احمق بوش خبرې به ستاسې يادې وي چې زموږ ستاسې په ګران ټاټوبي يرغل کاوه نو په ډير غرور يې ویل : ((موږ به ستړی نشو ، موږ به مات نشو ، موږ به پرشا ولاړ نشو ، موږ به خپل دښمن د ځمکي له مخي ورک کړو ، له غارونو به یې را وباسو ، هرځای ته به پسی ورشو )).
  • فرعون هم دخپلې واکمنی دبقاء لپاره ډير بې ګناه انسانان او ماشومان قتل او ذبحه کړل اوسنی استکبار هم دخپلې بقاء لپاره له هيڅ جرم څخه درېغ نه کوي او دا فکر کوي چې څومره زيات وحشت وکړو هغومره به داهدافو تحقق راته اسانه شي .
  • فرعون هم دخپل تبليغاتي ماشين له لارې داسې پروپاګند کاوه چې ښکاره او پوچ درواغ به وه دخلکو په عقلونو به يې ملنډې وهلې ، پرمختللي فرعونيان له پخواني فرعون څخه په دې کار کې څو قدمه وړاندې دي .

او ګڼ شمير نور شباهتونه خو الله جل جلاله دهمدغه دهلاکت لپاره يو موعد ټاکلی و او دهلاکت اسباب يې ورته برابر کړي وو دالله شان ته وګورئ هغه فرعون چې ويل به يې دغه ويالې زما له امر لاندې چليږي هماغه ويالې الله رب العالمين پاس پرې وبهولې او پکې غرق يې کړ.

 

هغه کسان چې امريکا نه ماتيدونکی ځواک ګڼي او له همدې امله يې په څنګ کې ولاړ دي هغوی بايد دالله جل جلاله له لوري له ورکول شوي مهلت څخه په استفادې حق ته غاړه کيږدي او له کفارو او دهغوی له اجيرانو څخه برائت اعلان کړي ، هغوی بايد دفرعون له هلاکت څخه درس واخلي ، له موسی عليه السلام سره دفرعون کيسه له ډيرو عبرتونو ډکه ده ځکه خو په قران کريم کې په مکرر ډول ذکر شوې .

دا دی وګورئ هغه فرعون چې طغيان او سرکښي يې کوله او د الوهيت دعوه يې کوله او دانا ربکم الاعلی او ما علمت لکم من اله غيري شعارونه يې پورته کول ، په خپله پاچاهي او دنيوي متاع يې فخر کاوه او پرې نازيده ، له هر لوري يې اوبه پرې راتاويږي ، او په دې يې يقين راځي چې نور يې دهلاکت وخت رارسيدلی نو زاری کوي ، دلا اله الا الله چيغې وهي خو اوبه له ورخه تېرې دي هيڅ ګټه نه ورته رسوي ، او په اوبو کې غرقيږي .

د فرعون هلاکت موږ ته دا درس راکوي چې که ظالم هرڅومره پرمختللی ځواک او وسائل ولري او که دخپلې بقاء لپاره له هرڅومره وحشت او استبداد څخه کار واخلي ، دقهار ذات له عذاب څخه ځان نشي خلاصولی ، خامخا به يوه نه يوه ورځ په سخت عذاب اخته او دزمکې له مخ څخه پنا کيږي.

 

افغان مجاهد ولسه! ستا دغه دښمن به هم ذليل او له هلاکت سره مخ کيږي ، که هر څومره زور لري که هر څومره ځواک او وسائل ورسره دي ، که هر څومره زيات له وحشت څخه کار اخلي ، که هرڅومره زياتې او له لوړې فضاء څخه بمباريانې کوي موږ په الهي وعدو ايمان لرو.

ځکه دا الهي حقه وعده ده، چې الله جل جلاله دمؤمنانو نصرت او مرسته کوي :

الله تعالى فرمايې : ( إِنَّا لَنَنْصُرُ رُسُلَنَا وَالَّذِينَ آمَنُوا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ يَقُومُ الْأَشْهَادُ ) ، او الله تعالی فرمايې : ( وَكَانَ حَقًّا عَلَيْنَا نَصْرُ الْمُؤْمِنِينَ ) .

موږ ډاډه يو چې الله تعالی له موږ سره دی ، او وروستی بری به زموږ وي دا دی دعاشورې دغه مبارکه ورځ په موږ تاسې باندې په داسې مهال راځي چې دهيواد په لروبر کې دسترو او عظيمو فتوحاتو شاهدان يو .

دا سمه ده چې نصرت ځنډيږي خو هرومرو راځي ، په دنيا کې ازميښتونه په انبياؤ اورسولانو هم راغلي خو وروستی بری يې په برخه وي ، هرقل چې کله له ابو سفيان ته وويل: چې ما له تا څخه وپوښتل چې ستاسې (قريشو) او ددغه نبي ترمنځ دجګړې څه حال وي ؟ نو تا ځواب راکړ چې جګړه زموږ او دهغه ترمنځ دڅاه دډولچې په څير ده ، (کله يې هغه ګټي او کله موږ) نو پوه شه چې په رسولانو همدغه راز ابتلاوې راځي ، خو وروستی بری بيا دهغوی په برخه وي . رواه البخاري (7)، ومسلم (1773) .

او دا هم دا يو واقعي حقيقت دی چې الله رب العزت ظالمان خامخا هلاکوي ولو که په عذاب کې دکوم حکمت له امله تاخير راشي الله تعالى فرمايې : ( وَكَأَيِّنْ مِنْ قَرْيَةٍ أَمْلَيْتُ لَهَا وَهِيَ ظَالِمَةٌ ثُمَّ أَخَذْتُهَا وَإِلَيَّ الْمَصِيرُ ) . مفسرين وايې چې فرعون ته دموسی عليه السلام دښيراو او د فرعون دهلاکت ترمنځ ۴۰ کاله فاصله وه يعني دموسی عليه السلام ښيراوې څلويښت کاله وروسته قبولې شوې او فرعون هلاک شو .

اوس راځئ ښه په اخلاص خپل رب ته لاس لپه کړو او دمعاصر فرعون دهلاکولو زارئ ورته وکړو .

الهي ته موږ ته د دغې زمانې دفرعون (امريکا) په هلاکولو سره دخپل قدرت عجائب راوښايه ، ای الله امريکا په هغه يوه جرم هم صرفه ونکړه چې تا ناراضه کوي ای الله ته انتقام ترې واخله دمسلمانانو زړونه پرې يخ کړه ، دمظلومانو زړونه پرې ټکور کړه .

الهي ته يې په خپل قهر او غضب ګرفتاره کړه او له ظلم څخه يې مظلومو مسلمانو ولسونو ته نجات ورکړه

الهي دوی خو تا نشي عاجزه کولای ، الهي ستا قدرت له هرڅه بالاتر دی ..

الهي دنړی په ګوټ ګوټ کې مستضعفو ولسونو ته له ظالمانو څخه نجات ورکړه ، مرسته يې وکړه .

الهي د افغانستان ، فلسطين ، شام ، بورما ، صومال ، يمن ، او عراق په مظلومو مسلمانو ولسونو باندې خپل ځانګړی رحم وکړه له ظالمانو نجات ورکړه ،  سوکاله او ارامه عزتمن ژوند يې په نصيب کړه .

الهي دنړی په ګوټ ګوټ کې ستا ددين داعلاء لپاره د جهاد کوونکو مجاهدينو نصرت وکړه ، حافظ يې شه ثبات او استقامت ورته نصيب کړه .

امين يارب العالمين وصلى الله وسلَّم على نبيِّنا محمَّد ، وعلى آله وأصحابه أجمعين .



یوه تبصره

  1. آمین یا ربالعالمین

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.