کور پاڼه / دیني، سیرت او تاریخ / رانجه (سرمه) په اسلام او ساینس کي (اخري برخه)

رانجه (سرمه) په اسلام او ساینس کي (اخري برخه)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

پر رانجو باندي نوي ساینسي څېړنې:

په نړیوال طبي ژورنال Analytical Chemistry کي د رانجو په هکله یوه ساینسي پلټنه په ۲۰۱۵ میلادي کال کي خپره شوه، په دې پلټنې کي ویل شویدي چي رانجه د سترګو د صحت لپاره بهترین شی دﺉ، د سترګو دفاعي نظام قوي کوي، و بل لور ته د CNRS research institute او Louvre Museum له لوري یوه بله څېړنه شوېده، په دې څېړنه کي راغلي دي چي هغه رانجه چي په لږه اندازه سره سرپ ولري هغه د سترګو لپاره مثبتې اغیزي لري.

http://news.bbc.co.uk/2/hi/health/8447851.stm

څېړنې ښیي چي مخکنیو خلکو د رانجو سره مشک هم یو ځای کول، دغه رانجه به معمرو خلکو استعمالول تر څو د سترګو دید یې کمزوری نشي، او همدارنګه یې ددې لپاره استعمالول چي د سترګو لیمه ګونجې و نکړي. و بل لور ته رانجه په لرغوني وختونو کي هغو خلکو هم استعمالول چي داسي یو کار به یې کاوه چي سترګي به ډیرې په دقیق ډول پکښې استعمالېدلې، سترګي به وچي شوې، نو د سترګو د استراحت په موخه هم رانجه استعمالېدل. ددې لپاره یې هم استعمالول تر څو چي سترګې له دوړو او ګرځ څخه و ساتي، په ځانګړي ډول سره عسکرو او کاریګرو، دا ځکه عسکر به تل په اسانو سپاره وه، دوړي به وې نو د ډیرو دوړو لپاره بیا رانجه غوره طبعي درملنه ده، رانجه سترګې غوړي او لندې ساتي او تل یې پاکي او صفا ساتي، نو ځکه کرځ او غبار پر رانجو باندي کومه اغېزه نلري.

http://www.therevival.co.uk/forum/general/6191

رانجه او نوي طبي څېړني:

هغه رانجه چي معیاري جوړ شوي وي هغه دغه درې عمده ګټي لري:

۱: رانجه وینه بندوي (Astringent)

۲: دافع ضد عفونیت ( Anti- Infective)

۳: طاقتور جاذب (Absorptive)

که چیري و سترګو ته ګرځ، غبار او خاشې ولویږي او سترګي خوږ شي، داچي په رانجو کي سلفر شتون لري هغه سلفر سترګي کلکوي او وینه یې بندوي، هغه نور مواد چي لري هغه جراثیم وژني او زخمونه سموي، هغه سترګي چي خوږ شوي وي او د زخمونو له کبله تعفن لري، رانجه هغه بد بویي د سترګو ختموي.

Islam & Science/ Cosmetics. Pp243

پای.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ