
د تیر کال په پرتله په ایډز مبتلا مریضان ۳۸ سلنه زیات شوي
د افغانستان د صحت وزارت وایی چی په هیواد کي د HIV یا ایډز مریضان زیات شوي دي.
د دغه وزارت مرستیالي آغلي ناجيه طارق نن د یک شنبې په ورځ وویل چي په هیواد کي د دغه ناوړه او لا علاجه مرض باندي اخته کسانو شمیر د تیر کال په پرتله ۳۸ سلنه زیات شوی.
نوموړي د ایډز د نړیوالي ورځي په ویاړ را غونډ شوي کانفرانس ته په وینا کي وویل چي تیر کال ۱۱۷ تنه په دغه مرض اخته شوي کسان د حکومت سره راجسټر وه، خو سږ کال دغه شمېر ۱۶۲ تنو ته پورته سو، چي د تیر کال په نسبت ۳۸ سلنه زیاتوب دی.
د صحت د نړیوال سازمان د شمیر سره سم په افغانستان کي شاوخوا ۵۰۰۰ کسان د ایچ آی وی (HIV) یا ایډز په ناروغي اخته دي چي د هغو څخه یوازي ۳۰ سلنه د حکومت سره ثبت دی.
د صحت د چارواکو په وینا د ایډز لومړی پيښه په کال 1989 کي ثبت شوې، او زیاتوي چي همسایه هیوادونو ته د سفر کونکو افغان مهاجرینو له لوري دغه مرض افغانستان ته د لومړي ځل لپاره انتقال شوی، او همداسي په افغانستان کي د نشیانو د زیادت له وجي دغه مرض مخ په زیاتېدو دی.
باید وویل شي چي په افغانستان کي د چارواکو او نړیوال سازمانونو په وینا په تیره یوه لسیزه کي تر دوه نیم ملیونه زیات پر هیروینو او چرسو روږدي نشیان پيدا شوي، او ځکه چي هغوی د خپل صحت خیال نه شی ساتلی، او اکثره په مشترک ډول یو قسم آلې یا استعمال شوي پيچکاری کاروي، چي له کبله یې د یوه مرض بل ته انتقالیږی، او په هغو کي ایډز او آیچ آی وی وایرس هم شامل دی.