افغانستان

دوستم د کندز پر ځای فاریاب ته ولاړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۲۱مه ۱۳۹۵ل): د طالبانو له لوري په فاریاب ولایت کې د غورماچ ولسوالۍ نیول ددې لامل شوه چې جنرال دوستم د کندز پر ځای فاریاب ته مخه کړي.

تېره ورځ د غورماچ ولسوالۍ طالبانو ونیوله او ورسره یې شاوخوا پوستې تر خپل کنټرول لاندي راوستلې.
طالبان وايي چې د غورماچ ولسوالۍ په نیولو سره یې زیات شمېر وسلې او مهمات هم د غنیمت په توګه تر لاسه کړ.

د غورماچ ولسوالۍ د سقوط د خبر خپرېدو وروسته د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم په اړه ویل کیږي چې د کندز د عملیاتو خبره یې شاته غورځولې او یو ځل یې بیا فاریاب ته مخه کړې ده.

د نوموړي ویاند بشر احمد تهینج نن رسما اعلان وکړ چې د غورماچ ولسوالۍ د بیا نیولو لپاره لومړی مرستیال فاریاب ته رسیدلی دی.

باید وویل شي چې جنرال دوستم مخکې ویلي وه چې د کورنو چارو وزیر او ملي امنیت د مرستیال په ګډون به کندز ته سفر کوي او هلته به د طالبانو پر ضد پراخ عملیات کوي.
نوموړي ویلي وه چې په کندز کې د دولتي ځواکونو په قومانده کې ستونزي دي، چې دی به یې په خپل ورتګ سره له مینځه یوسي.

د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال دوستم په فاریاب، جوزجان او سرپل ولایت کې خپلي ملیشې جوړي کړي او ملګرو ملتونو د حقوق بشر ادارې د راپور سره سم هلته د طالبانو په خلاف د عملیاتو په پلمه د پښتنو پر ضد جنګي جرمونه تر سره کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الجاج استاذ بیانزی

همدا به یی انشالله د لیلی د دشتی د سپیحلو شهیدانو او د امریکایانو سره په ګده د څو زرو کانتینرو ( اوبه خواړه خو بریږده ، دهوا اکسیجن د بندولو له امله ) په شهادت ورسول ، د غچ اخستنی نوبت رارسیدلی وی . کله چه کمونستانو به داود خان کودتا وکړه او بیا یی داود د هغه د کورنی سره په داسی ډول ووژلو چه دهغه او د هغه دکورنی د لویو وړو دوجود غوښی د ارګ به ونو کی تر څو ورځو زوړندی وی ، به اوایلو دوه دری ورځو کی ارګ د هر جا په مخ… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x