افغانستان

امنیتي ځواکونو باندي دتیلو او مرستو درول د امنیتي تړون لپاره فشار دی – ارګ

د ارګ څخه صادره شوې اعلامیه وايي چي د ملي امنیت په شورا کی چي د ولس مشر حامد کرزي په مشرۍ تیره ورځ په ارګ کي ترسره شول، وویل شول چی امریکایانو په ځینو ځایونو کي پر پولیسو او اردو باندي د تیلو مرسته بنده کړې، او هم یې د ځینو حمایوي خدماتو څخه بې برخي کړي.
اعلامیه زیاتوي چي امریکایان غواړي په دې سره پر افغان حکومت فشار راولي تر څو د امریکا سره د امنیتي تړون سند په پټو سترګو ژر تر ژره لاسلیک کړي.

په دغه شورا کي یو ځل بیا ټینګار وشو، چي امریکایان باید افغانستان ته امنیت او سوله راولي، او بیا د افغانستان سره د اوږد مهاله امنیتي تړون په اړه خبره وکړي.

اعلامیه زیاتوي چي افغانستان د دوه اړخیزه همکارۍ پر بنسټ د امریکا سره د اړیکو او تړون غوښتونکې ده، امریکا باید خپل د پخوانیو ژمنو سره سم د امنیتي ځواکونو مرسته د پخوا په شان جاري وساتي.

باید وویل شي چي ددې تر مخه هم ځینیو شنونکو ویلي وه چي که افغانستان حکومت د امریکا سره د امنیتی تړون سند لاسلیک وځنډوي، نو امریکا به په ځینو انتقامي عملیاتو لاس پوري کړي، چي د هغو څخه یې په هلمند کي د بی پلوټه الوتکي په مټ بمبار کول او پر امنیتي ځواکونو باندي د تیلو او نورو مرستو درول، او همداسي د ورځو په تیریدو سره پر افغان ولس مشر حامد کرزي باندي ډول ډول سیاسي او اقتصادي فشار اچول دي.

باید وویل شي چي ددې تر مخه د مشورتي جرګې مشر صبغت الله مجددي د همدې تړون د نه امضا کیدو له کبله د هیواد څخه هجرت وکړ، او داسی خبرونه هم شته چي د ولس مشر د ملي امنیت سلاکار او پخوانۍ وزیر خارجه ښاغلي سپنتا هم د همدې کبله خپل پخواني ټاټوبي المان ته کډه کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x