افغانستان او مثلي جنسپال

لطف الله خیرخوا

سړی دوو کې حيران شي، چې ويې وايي که نه؟ که يې وايي د خلکو ورپام کيږي او که يې نه وايې، مهمه خبره بې ځوابه پاتې کيږي، خو که يې نه وايي هم سړی يې له غمه وايي. درې ورځې پرله‌پسې بي بي سي پښتو راديو او تلوېزيون د مثلي جنسپالو په اړه راپور او مرکې خپرې کړې. په راپور او مرکو کې د مثليانو غږونه نه شته، د بي بي سي د خبريالانو غږونه دي، خو وايي چې دا پلانی مثلي دی. که فکر وکړو، چې افغانستان کې د دوی غږ ته انعکاس ورکول څه معنی لري؟ رښتيا هم افغانستان کې داسې څوک شته؟

راپور ښيي، چې افغانستان کې په تمامه معنی مثليان نه شته، بد فعلي به وي، خو داسې چې خپل ژوند دې د مثليانو په څېر تېر کړي، داسې څوک نه بريښي او ښځو کې بيخي نه بريښي.

يوه خبره امکان لري چې غرب کې زېږېدلي افغانان يې راوستي وي او په دې ډول يې
ښکاره کړي، لکه نرښځی نعمت سادات، چې د مفکر د کانديداتورۍ وخت کې يې د افغان مثلي جنسپالو په استازيتوب د ده ملاتړ اعلان کړی و. د دوی خپل راپور وايي، چې افغانستان کې د دوی ځای نه شته، خو د خپلو حقونو لپاره به هلې ځلې کوي. په راپور کې، چې د مثليانو وينا ويل کيږي، يو مفعول نرښځی د خپل احساس په اړه ډېرې پرېوتې خبرې کوي، دا نرښځی نعمت سادات دی. ما ته له دې معلوم شو، چې راپور کې يې ژورناليست په اړه وايي، چې د افغانانو ساده سينګار مې نه خوښيږي، زما تېز رنګونه خوښيږي. تاسې نعمت ګوګل کې ولټوئ، چې پر شونډو او مخ يې څومره تېز رنګونه کارولي. بله دا چې همدغه مفعول نرښځی په پټ مخي راپور کې وايي، چې دا يو واقعيت دی او زموږ انتخاب نه دی او نعمت دا خبره «د فکر لارې» پروګرام کې مستقيما کوي. داسې بريښي، چې بي بي سي په لوی لاس غواړي، دې موضوع ته د خلکو پام ورواړوي او افغانستان کې نرښځيتوب مثليت ته رشد ورکړي.
په راپور کې او د نرښځي سادات په خبرو کې څو خبرې ډېرې ګواښمنې وې. يوه خبره دا ده، چې دی وايي «مثليت» يو واقعيت دی، زموږ انتخاب نه دی. موږ الله(جل جلاله) داسې پيدا کړي يو، نو ولې په شريعت کې زموږ سزا مرګ دی؟

دوی فکر نه دی کړی، چې غلا هم يو واقعيت دی، قتل هم يو واقعيت دی، نشې او مخدرات هم يو واقعيت دی، ځانوژنه هو يو واقعيت دی، په غرب او اروپا کې د انسانانو خرڅول هم يو واقعيت دی. اوس به څه کيږي؟ هر څه چې يو واقعيت دی، اجازه لري؟ که غل، قاتل، نشه‌يي راپاڅيږي، چې دا زموږ انتخاب نه دی، دا يو واقعيت دی، موږ الله(جل جلاله) دغسې پيدا کړي يو، موږ ته بايد د غلا، قتل او نشې اجازه راکړی شي، منئ يې ورسره؟

که ځانوژنه د ډپرېشن يا نفسياتي مرض له امله کيږي، نشه مرض وي، څنګه هغه انسان روغ دی، چې د انساني فطرت خلاف طبيعت لري؟ نر په طبيعت کې ښځې ته ميلان لري، همدا ډول ښځه په طبيعت کې سړي ته، اوس که سړي او ښځه کې نوموړی طبيعت نه وي او دواړه د فطرت خلاف خپل مثل ته ميلان لري، څنګه مرض نه دی؟

زه دې موضوع پسې ولټېدم، چې ډاکتران په کې څه وايي. په رياض کې د ډاکتر عبدالله السبيعي په نوم يو نفسياتي ډاکتر وايي، چې نږدې ټول سايکاترستان پر دې يوه خوله دي، چې مثليت مرض دی. د دوی په اصطلاح د هرمونونو د ايجابيت او سلبيت مخالطې نه دا مرض پيدا کيږي. دی وايي، دې مخالطې ته دوی د طبيعت نوم ورکړی، چې په سلو کې يو فيصد هم نه تشکيلوي!!

قرآن کريم کې د لوط عليه السلام د قوم کيسه موږ ته د دې خلکو نفسيات ډېر ښه روښانوي. دوی، چې د خپل طبيعت خبره کوي، دا لومړی ځل نه دی، بلکې له دوی ډېر مخکې د لوط عليه السلام قوم دا خبره کړې. په راپور کې نرښځی سادات وايي، چې موږ خدای(جل جلاله) داسې پيدا کړي يو، مخالف جنس ته مو هيڅ ميلان نه شته!!

کله چې د عذاب ملايکې د لوط عليه السلام کور ته راغلې، ډېر وغمېده، چې قوم به مې مېلمنو ته وشرموي. قوم يې خبر شو، چې لوط عليه السلام کره ښکلي هلکان راغلي، قرآن کريم د دوی د عکس العمل عجيب تصوير کاږي. وايي : {وَجَاءَهُ قَوْمُهُ يُهْرَعُونَ إِلَيْهِ}. قوم يې ورته راغی، ګبړۍ نيولی راروان و. دا خلک ګبړۍ نيولي ول، نورمال نه ول، منډې يې راوهلې. لوط عليه السلام ورته وويل. ګورئ! مېلمنو ته مې مه شرموئ. دا زما لورګانې دي، نکاح يې کړئ، دا پاکيزه کار دی، هغوی ورته وايي : {قَالُوا لَقَدْ عَلِمْتَ مَا لَنَا فِي بَنَاتِكَ مِنْ حَقٍّ وَإِنَّكَ لَتَعْلَمُ مَا نُرِيدُ} ته ښه پوه يې، چې موږ ستا لورګانو ته هيڅ رغبت نه لرو او ته ډېر ښه پوهېږې، چې موږ څه غواړو.
دا عينا همغه خبره ده، چې اوسني مثليان يې کوي. قرآن کريم د دوی دې ميلان ته «فاحشة» هم ويلې، «سيئة» يې هم ورته ويلې او د دې فحشاء په ارتکاب يې جاهلان او مريضان ګڼلي. {وَلُوطًا إِذْ قَالَ لِقَوْمِهِ إِنَّكُمْ لَتَأْتُونَ الْفَاحِشَةَ مَا سَبَقَكُمْ بِهَا مِنْ أَحَدٍ مِنَ الْعَالَمِينَ}. او لوط عليه السلام چې خپل قوم ته وويل تاسې بدکاري کوئ، چې هيچا نه ده کړې. علماء وايي، چې په { مَا سَبَقَكُمْ بِهَا مِنْ أَحَدٍ مِنَ الْعَالَمِينَ } کې دې ته اشاره ده، چې دا کار د طبيعت خلاف دی، د انساني فطرت خلاف دی، هيڅ مخلوق يې نه کوي. په {مِنْ أَحَدٍ مِنَ الْعَالَمِينَ} کې دې ته اشاره ده، چې يوازې انسانان نه، بلکې د نړۍ پر مخ هيڅ ژوی يې نه کوي.

بل ځای کې هم دې ته ورته اشارې شته، چې دا کار د فطرت خلاف دی، وايي : {إِنَّكُمْ لَتَأْتُونَ الرِّجَالَ شَهْوَةً مِنْ دُونِ النِّسَاءِ بَلْ أَنْتُمْ قَوْمٌ مُسْرِفُونَ}. تاسې سړيو ته د شهوت له کبله ورنږدې کېږئ، ښځو ته نه، تاسو له حده جاروتي خلک ياست. بل ځای ورته وايي : {بَلْ أَنْتُمْ قَوْمٌ تَجْهَلُونَ}. تاسو جاهل خلک ياست.

علماء وايي، رجال کې دې ته اشاره ده، چې تاسې داسې چا پسې نښتي ياست، چې سبا بله ورځ د کتو هم نه وي، شهوت خو لا پر ځای پرېږده. دوهمه دا ده، چې ستاسې دا کار يوازې شهوت پالنه ده، که نه نو نکاح خپل اهداف لري، مقاصد لري، چې په دې مثليت نه تر لاسه کيږي؛ يوازې شهوت نه دی.

اوس د ايتونو تناظر کې د دوی د مثليت اهداف وګورئ. که سړی يې وپوښتي، چې ښځې سره نکاح د نړۍ د ابادۍ سبب دی، ځکه چې په دې تواصل او پای تناسل باندې نسلونه جوړيږي. تاسو څه هدف لرئ؟ ښځې سره نکاح باندې د انسانانو تر مينځ عواطف زيږي. ښځه او مېړه. پلار او زاږه، موږ او زاږه. ماما او خوريونه. کاکا او ورېرونه. عمې او ورېرونه، ترورګانې او خوريونه. د تره زامن، د ترور زامن. تاسو ترې څه جوړوئ؟

ښځې سره نکاح باندې د انسانانو د تربيې دود پايي. د کور ساتنه، د کور اداره، د اولادونو تربيه او تعليم، چې د نړۍ ابادي ده، تاسو څه کوئ؟

اصلا دا د نړۍ‌وال کفر د شامل يرغل فکري کړۍ ده، چې پر مخ يې بيايي. دا چې بي بي سي هم دا تبليغات «د فکر لارې» پروګرام کې پر مخ بوځي، صراحتا د فکري يرغل يو صورت دی، چې زموږ د مسلمان ولس پر ضد پلی دی.

avatar
7 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غوربندی
میلمه
غوربندی

خیرخواه صاحب خدای ج مو په خپل فکر کی ثابت قدم لره د نفس او شیطان تقاضا دا وی چی انسان د منکراتو نو پیدا انواعو ته دیر هسوی نو هغه منکرات چی وراسته او په تولنه کی متفور شی نو د شیطان دله ورته نوی نومونه جوروی تر سو خلکو ته جذاب او په خپل نوع کی نوی شکاره شی. همجنس باز ته زمونژ او تاسو په تولنه کی کوني یا کونورکری (کونداده) ویل کیژی چی له ویلو تلفظ او لیدلو سره یی سری ته استفراغ ورزی او دا دول خلک زمونژ په تولنه کی بی نومه او بی… نور لوستل »

محمد نعیم سادات
میلمه
محمد نعیم سادات

محترم خیرخوا صاحب دا د همجنسبازانو تبلیغات په اصل کی د شریغت په ضد یوه پروژه ده چی د غربیانو لخوا په لار اچول شوی . ددوی د تبلیغاتو او پروژی اساسی هدف او اساسی ټکی یی داده چی دوی غواړی چی پر موږ ومنی چی ګواګی دا معفول کیدل یا همجنسباز کیدل دا ددی کسانو اختیار ندی بلکی دوی خو خدای همداسی له موږ نه مختلف پیدا کړی نو په همدی خاطر دویته سزا ورکول یا دوی توهینول ددوی سره د تعصب معنی لری . همدا ددوی د همدی پروژی اساسی ټکی دی . دلته دوی دروغ وایی معفول… نور لوستل »

نعیم سادات
میلمه
نعیم سادات

دوهمه مسله د یزکانو مسله چی هغه بیا بیله مسله ده او ددی همجنسبازانو سره کوم تړاوو نلری . هغوی په رښتیا له موره همداسی زیږیږی او هغوی ته باید توهین ونشی بلکی اجازه ورکړل شی چی په طبی وسیله د هغوی علاج وشی . یعنی د جراحی عملیاتو په واسطه باید ددوی تناسلی الی ترمیم شی او له هغه وروسته چی ددوی د تناسلی الی مطابق باید د جنسیت د ټاکلو چانس ورکړل شی او هر جنسیت چی نوموړی وټاکه یعنی که نر شو او یا ښځه بعد له هغه نوموړی ته د همعغه جنسیت مطابق ټول شریعی حقوق… نور لوستل »

shahab
میلمه

زما په اند دا بیرونی رسنی همدی ته ناستی دی چه سرنگه دفساد لپاره لاره هواره او ویده خرس شوی ضمیرونه را بیدار کری او دی پرتو اخلاقوته یی ور پام کری دوی توله ورز او شپه په همدی فکر کی چه سرنگه د اسلام او مسلمانانو په وراندی په اسلامی تولنه کی یو نوی غربی او بی تهذیبه اخلاق رواج کری او دلته په نامه هغه د مدنی فعالانو تو جه ورجلب کری

الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

خیرخواه صاحب ، تل ښی لیکنی لری ، د غوربندی صاحب او سادات صاحب هم د پام وړ تبصری لیکلی زه به هم ورسره څه ورزیات کړم : لمړی : له الله ج غیره هر څه زړښت لری ، مجموعی ژوند او دا زمکه هم زړښت لری او د زړښت په درشلو کی دریدلی یعنی د ځنکدن په حال کی ده ، په دی حالت کی هر غړی خبلی دندی څرنګه چه لازمی دی نه ترسره کوی له امله یی هغه موجود له منځه ځی د الله ج هر مخلوق که د خپل فطرت په تقاضا وڅرخیږی هر څه به… نور لوستل »

الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

خیرخوا ، غوربندی ، او سادات صاحبانو سلامونه می ومنی د پورتنی تبصری د ححم د زیاتولو له امله می هغه ختمه او دا دوهمه تبصری می هم ستاسی منورو ورونو اونورو ته د سمولو د پاره درواستوله که څه غلطیانی وربکی وی ماته یی ولیکی : مونږ مخکی هم ورته اشاره وکړه چه هر څه د یو ځانګړی فطرت له مخی خلق شوی که هغه موجودات د هغه فطرت خلاف څه ترسره کوی هغه به دوه ډوله وی یا به ناروغی وی ، ناروغی د باره هم د درملنه اړه وی که درملنه یی ممکن نه وی نو هغه… نور لوستل »

غوربندی
میلمه
غوربندی

مننه بیانزی صاحب

ستاسو له تبصرو مو دیر څه زده کړل