کور پاڼه / پښــــتو ادب / ادبي لیکني / اهل بيت او دهغوي شاعري

اهل بيت او دهغوي شاعري

محمد علي عمري

دحضرت محمد صلي الله عليه وسلم په كورنۍ كښې ٫ اسدالله حضرت علي كرم الله وجهه٫او همدارنګه دجنت دميرمنو سرداره ٫ فاطمة الزهراء رض ٫او داسلام په لاره كي ستر شهيد امام حسين رض ٫دډيري لوړې مرتبې تقرير كونكي او شاعران وو٫
دوي دري واړه په نظم او نثر كې ښه په زړه پوري كار كړئ دئ
په ډېره مختصره توګه ددوي دشعرونو بيلګې رااخلم

حضرت علي كرم الله وجهه په دې لانديني بيتونو كښې څومره په ښه انداز كې ددې پاني او ختميدونكې نړۍ ذكر كړئ دئ
داسي وايي
انما الدنيا كظل زائل
او كضف بات ليلا وارتهل
او كحلم قويداه نائمة
او كبرق لاح في اُفق لا امل
ژباړه
دا دنيا دپريوتونكي سيوري په ډول ده دا دهغه ميلمه په شان ده چي شپه تېره كړي او سهار رخصت شي ٫ يا په مثال دهغه خوب ده چي ويده سړئ ئې ګوري ٫ يا دهغې بجلۍ په څير ده چي داميد په مخ پړكيږي
ــــــــ
همدارنګه علي رض په شان حضرت فاطمة الزهرا رض هم دخپل وخت په لوړو شاعرانو كښې حسابيږي ٫ چي په كلام كښې ئې ډير زيات فصاحت او اثر شتون درلود دخپل پلار حضرت محمد صلي الله عليه وسلم په وفات كښې ئې ډير زيات شعرونه ويلي دي ٫ چي بلګه ئې درته راوړم
اغبره آ فاق السماء وكورت
شمس النهار واظلم العصران
والارض من هدالنبي كيبة
اسفا عليه كثرة الاخزان
فليبكه شرق ايبلاد وغربها
وليبكه مضرو كل يمان
ژباړه
دآسمان خاړي غړئ شوې او دورځې دلمر روڼا هم تته شوه او سحر او ماښام يو شان تياره شوه دنبي كريم ص له وفت نه پس زمكه هم په ژړا او فرياد اخته ده نو پكار ده چي دشرق او غرب ټول هيوادونه اوښكې توي كړي او هر نسل او د هرې قبيلې يو يو تن وړاژي او ماتم وكړي
ــــــــــــــــــــــــــ
او همدارنګه دبشر په تاريخ كې تر ټولو ستر مظلوم
امام حسين رض ډير عام فهم اوله اثر نه ډك وو دهغه وخت استاذانو او شاعرانو چي به د امام حسين رض شاعرانه كلام واوريدو له ډيره حيرته به ئې سرونه كښته كړو
او ګوته په غاښ به شو
دهغه دشاعرۍ څخه مقصد دانسانيت لوړوالئ وو هغه به هميشه دخپلو شعرونو په ذريعه داولس داخلاقو او عادتونو اصلاح كوله حضرت امام حسين رض په قناعت توكل خدا ترسۍ وحدانيت ٫ خوددارۍ اخلاص ثواب ٫ جهاد او قربانئ باندې ښه په روڼ تندي ليكل كړي دي
دده په شاعري دكمال خبره دا ده چي ده هيڅ وخت شعريت مجروح لېدو ته نه دئ پرې ايښئ دشعر بېلګه ئې راوړم
دع الحرص عن الدنيا
وفي العيش فلا تطمع
ولا تجمع من المال
فلا تدري لمن تجمع
فقير كل ذي حرص
غني كل من ينفع
ژباړه
ددنيا په حرص هوس او دژوند په غوښتنو مه اخته كيږي
دمال او دولت په جمعه كولو ځان مه اخته كوئ تاسو ته څه پته ده چي ستا جمعه شوې پېسې او زر دچا په كار راځي ٫ ستا دبرخي رزق خو مقرر شوئ دئ نو دبد ظنۍ او بد ګمانۍ نه څه فائده ديو مالدار سړي نه هغه فقير ښه دئ چي هغه دقناعت او شكر په خزانو موړوي…
باید يادونه وکړو چي دخداي دغه نژدې دوستان له خداي جل جلاله سره په ذکر فکر او جهادي اموروکې ډير زیات مصروف وو ځکه ددوي ډيره شاعري نشته فقط يوڅه اشعاریې شته دي
په درناوي
محمدعلي عمري
مسلم باغ


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ